واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه بېل لاسلیک کړ په کوم کې چې اسرایلو ته هم د جګړې لپاره ۲۶ بیلینه ډالره ځانګړي شوي دي.
دا په اسرایلو باندې د حماس له برید څخه شپږ میاشتې وروسته کېږي چې، ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي وو او په غبرګون کې یې اسرایلو په غزه کې د حماس پرضد عملیات پیل کړل چې تر اوسه پورې پکې له ۳۴۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیر د دغې مسودې د تصویب کولو لپاره له وکیلانو مننه وکړه او وویل، چې دا" زمونږ ټولو دوښمنانو ته یو ځواکمن پیغام استوي."
د مرستو دغه بېل د ځینو ډیموکراټو وکیلانو له مخالفت سره تصویب شوی.
د بېل په اړه په داخلي بحثونو کې په دې خبرې شوي دي چې ایا د امریکا شریکان چې امریکايي وسلې ورته لېږل کېږي د امریکا او له نړیوالو قوانینو سره سم چلند کوي او که نه؟
د دغې کتنې غوښتنه په فیبرورۍ کې د ولسمشر لخوا د ملي امنیت د یاداشت (نشنل سکیورټي میمورنډم) لاندې شوې وه.
په دې کې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو څخه غوښتل شوي وو چې دا باوري شي چې د امریکايي مرستو ټول ترلاسه کونکي د امریکا حقوقي شرایطو باندې برابر دي.
په دې کې دا هم راغلي چې امریکا به په هغو بهرني پوځ او قانون پلي کونکو باندې پيسې بندوي که چېرې هلته د بشري حقونو څخه د تیري باوري شواهد موجود وي.
اسرایلو په مارچ میاشت کې دا باور ورکړی وو چې په دې عمل کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د مې تر اتمې نېټې پورې وخت لري چې کانګرس ته راپور ورکړي چې ایا د اسرایلو لخوا دا ډاډ ورکول باوري دي.
له دغې نېټې څخه د مخه په اسرایلو باندې د ځینو انتقاد کونکو یوې ډلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ اسرایلو ته د وسلو د لېږلو ځنډول غوښتي او د اسرایلو دفاعي ځواکونه یې په دې تورن کړي چې "سیستماتیک جنګي جرمونه ترسره کوي."
د ځانګړي کاري ځواک لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ په خپور کړي راپور کې د اسرایلي وزیر اعظم د حکومت لخوا په ورکړو باورونو باندې چې اسرایل په بشپړه توګه د امریکا او نړیوال قانون لاندې له امریکايي وسلو کار اخلي شک څرګند شوی.
د اسرایلو پوځ ټینګار کوي چې په غزه کې یې عملیات په نړیوال قانون برابر دي او حماس اکثره وخت د ملکي وګړو تر منځ پټېږي.
د انټرنېشنل کرایسس ګروپ څخه مشرې څېړونکې سارا هېرېسن ویلي، د دې موندل چې ایا هېوادونه امریکايي وسلې په قانوني توګه کاروي "تر ډېره سخته ده."
هغې امریکا غږ ته وویل، د امریکا حکومتي اداره باید په جګړه کې د اسرایلو په کړنو باندې "ډېره انتقادي" وي.
د اسرایلو په دفاعي ځواکونو باندې محدودیت
تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به په دې اړه د خپلو پلټنو پایلې خپرې کړي چې ایا اسرایلي پوځ ته به په لویدیځې غاړه کې له بشري حقونو څخه د تیري د تورونو له امله خپلې مرستې بندې کړي او که نه.
ویل کېږي چې دغلته د بشري حقونو څخه تیري په اسرایلو باندې د حماس د اکټوبر د اوومې له برید څخه دمخه هم شوي دي.
که امریکا په اسرایلو باندې د مرستو بندول اعلان کړي، نو دا به لومړی ځل وي چې د اسرایلو په پوځ باندې به مرستې بندې شي.
لومړي وزیر نتن یاهو په ټولنیزې رسنۍ باندې لیکلي، چې له حماس سره د اسرایلو سرتېرو د جګړې پر وخت به داسې بندیزونه "د بې عقلۍ اوج او له اخلاقي پلوه ټیټ وي."
هېرېسن وايي، د امریکا د مرستو بندول به "سمبولیک ارزښت" ولري خو د جګړې په ډګر به کومه اغېزه و نه کړي.
هغه زیاتوي، چې اسرایل کولای شي چې امریکايي وسلې په خپلو پیسو هم واخلي او خپلو سرتېرو ته یې ورسوي.
Forum