د نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلې کوربه پاکستان ته د ټي ټوينټي/ شل اووريزو سياليو په څلورمه لوبه کې په څلورو رنزونو ماتې ورکړې ده. د پينځه سياليو په لړۍ کې نيوزيلېنډ پرله پسې پاکستان ته دوه ځله ماتې ورکړه، پاکستان په دغه لړۍ کې یواځې يوه لوبه ګټلې ده.
د پاکستان د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې سیالۍ پچه/ ټاس پاکستان ګټلی او لومړی بالينګ یې اخستی وو.
نيوزيلېنډ په لومړي بېټنګ کې په ټاکلو 20 اوورونو کې په اووه لوبغاړو سوځېدو 178 رنزونه جوړ کړي وو. ټم رابنس په 36 بالونو 51 رنزونه جوړ کړي دي.
پاکستاني بالرانو کې عباس اپريدي درې اوورونه کړي، 20 رنزونه یې ورکړي او درې لوبغاړي یې اوټ کړي دي.
د نيوزيلېنډ د 178 رنزونو په مقابله کې پاکستاني لوبډلې په اته لوبغاړو اوټ کېدو 178 رنزونه جوړ کړي او په څلور رنزونو یې لوبه بايللې ده.
پاکستانۍ لوبډله کې فخر زمان تر ټولو زيات په 45 بالونو 61 رنزونه جوړ کړي او کپتان بابراعظم په پينځه رنزونو اوټ شوی دی.
د نيوزيلېنډ او پاکستان ترمنځه، پاکستان کې د روانو پينځو سياليو په لړۍ کې لومړۍ لوبه د باران ښکار شوې وه.
دویمه سيالي پاکستان په اووه وکټو ګټلې، درېمه بيا نيوزيلېنډ په اووه وکټو ګټلې او تېره شپه نيوزي لېنډ په څلورو رنزونو پاکستان ته ماتې ورکړې ده.
د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځه د ټي ټوينټي پينځمه سیالي په 27م اپرېل سبا د خالي/ شنبې په ورځ ټاکل شوې ده.
Forum