امریکا او د یورپي اتحاد اکثرو ملکونو ویلي دي چې هغوی به د نهې/سې شنبې په ورځ د روس د صدر ولاډیمیر پوټین د سوګند اخېستو دستورې کې ګډون نه کوي.
د امریکا د خارجه وزارت ویاند مېتهیو مېلر د ګل/دوشنبې په ورځ وویل: "مونږ به د هغه د سوګند په دستوره کې خپل کوم استازی ونلرو."
روئټرز خبري ادارې د انټرفاکس ترمخه رپوټ ورکړی چې د روس د صدارتي اېوان (کرملېن) یو جګپوړي چارواکي ویلي، په ماسکو کې د خارجي سفارتخانو ټولو مشرانو ته په دې دستوره کې د ګډون کولو بلنه ورکړی شوې ده.
یو یورپي سفارتکار د روئټرز خبري ادارې ته ویلي چې د یورپي یونین دوه ویشتو (۲۲) غړو هېوادنو د صدارت شپږمې دورې دپاره د پوټین د سوګند په دستوره کې د برخې نه اخېستو پرېکړه کړې، مګر توقع کیږي چې د یورپي اتحاد اووه (۷) ملکونه به هغې دستورې ته خپل استازي ولېږي.
اوکراین په اتحادي ملکونو غږ کړی چې د پوټین د سوګند په دستوره کې دې برخه نه اخلي.
د اوکراین خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي: "اوکراین هېڅ داسې قانوني دلایل نه ګوري چې ترمخه یې هغه (پوټين) د روس فېډرېشن قانوني او په جمهوريتي طریقې سره منتخب شوی صدر وپېژندلی شي."
په مارچ میاشت کې چې روس کې صدارتي انتخابات وشول، پوټين په کې قریب اته اتیا فیصدي (۸۸٪) رایې وګتلې. د دې انتخاباتو نه صرف څو هفتې وړاندې د پوټين ستر سیاسي مخالف الېکسي نووالني په جېل کې مړ شو.
مغربي ملکونو د روس صدارتي انتخابات غېرجمهوري وبلل او ویې غندل.
پوټين په داسې حال کې یو ځلي بیا د صدارت لوړه کوي چې په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل څه باندې دوه کاله کیږي.
که څه هم فرانس په دې وروستیو میاشتو کې د اوکراین حمایت سېوا کړی دی، مګر داسې توقع ده چې پېرس به د پوټين دستورې ته خپل استازی ولېږي. د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون تېره هفته وویل چې هغه به اوکراین ته د عسکرو په لېږلو غور وکړي.
د جرمني خارجه وزارت وویل چې د پوټین د سوګند په دستوره کې به کوم جرمن استازي نه وي موجود. د لېتوانیا خارجه وزیر ګابرېلیوس لاندسبرګېس وویل چې په کار ده روس د خپل "مجرم مشر" په وجه، علیحده کړی شي.
هغه زیاته کړې ده: "د پوټین د سوګند په دستوره کې برخه اخېستل د لېتوانیا دپاره قابل قبول نده. زمونږ ترجیح لا هم د روس د جارحیت په ضد د اوکراین او د دې هېواد د خلکو حمایت کول دي."
Forum