واشنګټن – سپینې ماڼۍ د نهې یا سې شنبې په ورځ هیله څرګنده کړې چې اسرایل او حماس به د اوربند په اړه مذاکراتو کې سره نېږدې شي.
بل پلو اسرایلو خبرداری ورکړی، چې که چېرې د بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرې ناکامه شي نو دوی کولای شي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپل عملیات "پراخ" کړي.
د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل، "د دواړو لوریو د دریځونو له نېږدې ارزونې ښکاري چې دوی به وتوانېږي چې په خبر کې پاتې جلاوالی لېرې کړي او مونږ به ټول هغه وکړو چې د دې بهیر ملاتړ پرې وشي."
د اسرایلو پوځ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې ځواکونو یې د رفح غزې خواته اړخ نیولی.
دا یوه ورځ وروسته له هاغې چې په لسګونو زرو فلسطینیانو ته یې امر وکړ چې له سیمې ووځي او بیا بیا یې هوايي بریدونه وکړل.
د اسرایلو دا عملیات څو اونۍ وروسته له هاغې پیل شوي چې اسرایلو چارواکو ویل په رفح کې یې عملیات د حماس د ماتولو د هدف لپاره مهم دي.
امریکا، ملګروملتونو او نورو خبرداری ورکاوه چې د فلسطیني ملکیانو څخه په ډکه دغه سیمه کې د عملیاتو ترسره کول به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.
کربي وویل، چې اسرایلي ځواکونو یلي، چې عملیات به محدود وي.
خو د اسرایلو د دفاع وزیر یو ګېلانټ خبرداری ورکړ چې که د قاهرې خبرې ناکامه شي نو په رفع کې به ډېر پراخ عملیات ترسره شي.
د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش ویلي، په رفح باندې عملیات به یوه "سټراټیژیکه غلطي، سیاسي ناورین او یو بشري بحران وي." په یو داسې حال چې د غزې په شمالي برخو باندې قحطي راغلې.
هغه په ملګروملتونو کې خبریالانو ته وویل، "دا به یوه ټراژیدي وي چې په غزه کې د سولې لپاره د اونیو راهیسې روانې سختې ډپلوماټیکې هلو ځلو کې اوربند را نه شي، بندیان خوشې نه شي او په رفح کې ویجاړونکي عملیات ترسره شي."
هغه له دواړو اسرایلي حکومت او حماس څخه وغوښتل چې د تړون د ترسره کېدو په لاره کې دې "سیاستي میړانه" وښيي چې د وینې توېدو مخه ونیول شي او د اغیز لرونکو هېوادونو څخه یې وغوتښتل چې په خپلو خپلو لوریو باندې له خپل اغېز څخه کار واخلي.
هغه دا هم وویل، چې غزې ته د مرستو رسولو لپاره یواځینۍ دوه لارې، رفح او کریم شلوم بایډ ژر تر ژره پرانېستل شي.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر په ټولنیزې رسنۍ اېکس یا پخواني ټویټر باندې ویلي، مذاکراتو ته د یو چانس د ورکولو پر ځای اسرایلو د رفح لاره نیولې او بشري مرستو ته یې بنده کړې ده.
هغه د ملګروملتونو امنیت شورا نه غوښتي چې په "کلکه او بیړه اقدام وکړي."
هغه ډول د اسرایلو له وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو څخه غوښتي چې له "ریښتینو پایلو سره مخ شي."
د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیر کتز په ټولنیزې رسنۍ باندې لیکلي چې رفح ته د اسرایلو ورتګ د هغوی د هدف ترلاسه کولو لپاره دی چې په هغو کې د حماس لخوا د برمته شویو کسانو خوشې کول او د حماس ماتول دي.
په رفح باندې د اسرایلو عملیات په داسې وخت کې شوي چې حماس د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی له مصري او قطري چارواکو سره د اوربند په اړه شوی وړاندیز منلی دی.
خو د اسرایلو وزیر اعظم نتن یاهو دفتر ویلي، چې د اوربند هغه وړاندیز" د اسرایلو له غوښتنو څخه ډېر لېرې وو." او زیاته کړې وه چې اسرایل به د نهې یا سې شنبې په ورځ د مذاکراتو لپاره قاهرې ته مذاکره کونکي واستوي.
Forum