د یمن حوثي یاغیانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ دعوه وکړه چې په خلیج عدن کې یې په کنټېنرو بار دوه سمندري جهازونو باندې چې د پاناما جنډې پرې لګېدلې وې، دوه د میزائیلو حملې کړي دي. دغو حملو څه نقصان ندی اړولی. په ورته وخت کې د ایران د مشر یو سلاکار یا مشیر، کمال خرازي، یو ځل بیا دړکه ورکړې ده چې که چېرته تهران وغواړي چې جوهري پروګرام يې پوځي شي، بیا نو کولی شي چې یوه اېټمي وسله جوړه کړي.
د یمني ځواکونو د ترجمان برېګېډئیر جنرل یحیی ساري او د ایران د پخواني خارجه وزیر کمال خرازي لخوا په داسې وخت کې تبصرې شوې دي چې ایران او حوثیان دواړه په غزه کې د حماس سره د جګړې په سر، اسرایل باندې فشار سېوا جاري ساتلی دی.
حوثیان ټینګار کوي چې دوی به په خلیج عدن کې – کوم چې نهر سوئز ته لاره لري او کشتۍ د هغې لارې بحیره روم ته ځي – تر هغو خپلې حملې جاري ساتي چې په غزه کې جنګ نه وي ختم شوی. په همدې حال کې ایران هم د غزې د جنګ پر مهال، څه موده مخکې په ایران باندې د میزائیلو او ډرونونو بې مثاله حمله وکړه.
د یمني قواوو ترجمان جنرال یحیی په یو ویډیویي پیغام کې دعوه وکړه چې په اېم اېس سي ډئیګو او اېم اېس سي جینا باندې حمله د دوی کار و. په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو مشترکه معلوماتي مرکز ویلي چې د میزائیلو دغه دوه حملې د نهې/سې شنبې په سهار وختي وشوې.
د دې مرکز په بیان کې راغلي: "هېڅ یوه کشتۍ باندې میزائیل ونه لګېدل او په هغو کې موجود ټوله عمله محفوظه ده. دغو دوو کشتیو خپل تګ جاري ساتلی دی."
د امریکا د سمندري چارو اداره وایي، حوثیانو د تېرې نوامبر میاشتې تر اوسه د پېنځوسو نه زیاتې سمندري حملې کړې دي، یوه کشتۍ یې قبضه کړې ده، او یوه بله یې غرقه کړې ده. د حوثیانو د حملو د وېرې، په بحیره احمر او خلیج عدن کې د کشتیو تګ راتګ راکم شوی دی.
په ورته وخت کې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ایران سرکاري اېرنا خبري ادارې د پخواني خارجه وزیر کمال خرازي ځینې تبصرې خپرې کړلې چې د الجزیره ټي وي سره یې مرکه کې کړې دي.
د اېرنا د رپوټ ترمخه، خرازي د الجزیره سره په مرکه کې ویلي چې "که د ایران موجودیت ته خطره پېښه کړی شوه، نو مونږ ته په کار ده چې خپله تګلاره بدله کړو. په دې وروستو کې [د ایران] پوځي چارواکو هم اعلان وکړ چې که اسرایل غواړي په جوهري تنصیباتو حمله وکړي، نو دا ممکنه او قابل تصور ده چې د ایران په اېټمي تګلارې او پالیسیو کې بدلون راشي او د هغه څه نه لاره خپله بدله کړي چې پخوا یې اعلان کړی و."
د وخت نه چې په کال ۲۰۱۸ کې د امریکا د هغه وخت صدر ډونالډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه خپل ملک د ایران او د نړۍ د طاقتونو ترمنځ د جوهري لوظنامې نه ووېست، د ایران او د اېټمي انرجۍ عالمي ادارې ترمنځ کشیدګۍ زیاتې شوې دي. له هماغه وخت راهېسي ایران ټول هغه محدودیتونه نظراندازه کړي دي چې د لوظنامې ترمخه یې په پروګرام لګېدلي و. ایران له هغه وخت راهېسي اورانیوم تر شپېته فیصدي نږه والي پورې غني کوي، او د اېټمي بم د جوړولو دپاره په کار ده چې اورانیوم ۹۰فیصدي غني کړی شي.
Forum