د امریکې د صدر جوبايډن انتظاميه دې پرېکړې ته نزدې شوې ده چې په سعودي عرب د وسلې خرڅولو او ورسره د امنيت دوه اړخيزه تړون لوري ته پرمختګ وکړي يا دې اقدام ته د سعودي عرب او اسرايل اړيکو معمول ته راوستلو پورې د درې اړخيزه تړون انتظار وکړي.
دا وخت امریکا وايي، د څرګند عکس مخې ته راتلو پورې په وړاندې تګ نه شي کولی، دا وخت په غزه کې د اسرايل او حماس جګړه د اړيکو معمول ته راوستلو کې خنډ دی.
ځينې څيړونکي په سيمه کې د چين د اثر سېوا کېدو د مخې نيولو دپاره زر کومه دوه اړخيزه تړون هم مهم ګڼي.
د امريکې او سعودي عرب ترمنځ د تړون جزيات مخې ته نه دي راغلي، خو رویټرز په خليج او واشنګټن کې د ځینو سفارتي سرچينو له قوله ويلي، چې په دې تړون کې د سعودي عرب د دفاع دپاره د امریکې د ضمانت سره سره نوو امریکايي وسلو ته د سعودي عرب د رسايۍ غوښتنې شاملې دي.
ځينې رپورټونه دا هم وايي، په تړون کې د سعودي عرب د ايټمي توانايۍ پروګرام دپاره د امريکا ملاتړ هم ګډیدی شي.
د رويټرز ترمخه د دې تړون په صورت کې رياض له چين څخه د وسلو اخېستل او په سعودي عرب کې پانګونې کول هم ودرولی شي.
په درېمه مې د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتيو ميلر په خبري غونډه کې تاييد کړې وه، دواړه هيوادونه تړون ته ډېر نزدې شوي دي.
هغه ویلي وو، په ځينې جزياتو کار روان دی او تمه یې څرګنده کړې وه په دغو جزياتو به زر موافقه وشي.
او نوموړي دا هم تاييد کړې وه د دې تړون په يوه برخه جلا کار کولو ته اړتيا ده او دغه برخه د فلسطيني ریاست د جوړښت لاره ده.
هغه ويلي، سعودي عرب په ډاګه کړې ده چې له اسرایل سره د اړيکو معمول ته راوستلو دپاره دوه شرطونه دي، يو دا چې په غزه کې امن راشي او بل د فلسطيني رياست د جوړښت دپاره ښکاره لاره ټاکل دي.
د نوموړي نه پوښتنه شوې وه، چې د صدر بايډن انتظاميه د سعودي سره په تړون، جلا مخ په وړاندې تګ باندې غور کوي؟ هغه ويلي وو په دغه باب بحث نه دی شوی.
هغه زياته کړې وه، دا ډېره واضحه ده او سعودي عرب هم په دې پوه دی چې دا يو تړون دی او په دې کې دوه اړخيزه چارې شاملې دي او په دې کې د دوه رياستي حل لاره ټاکل دي.
د بهرنيو چارو د اړيکو د شورا اسټيون کوک په اتمه مې د امریکې په (فارن افېر يا بهرنيو چارو) مجلې کې خپور شوي خپل کالم کې ليکلي وو، درې اړخيزه تړون به د امریکې په ګټه نه وي ځکه په راتلونکې کې به د واشنګټن او رياض د اړيکو تکيه د سعودي عرب او اسرايل په اړيکو وي.
د امریکې د اوکلاهاما پوهنتون د منځني ختيځ د مطالعاتو جوشوا لېنډ هم دغه ډول خیالات څرګند کړي دي. وي او اې سره په خبرو کې نوموړي ویلي، له دې تړون سره به په سعودي عرب کې د چين پانګونې محدودې شي او امریکا به خپلې امنيتي اړيکې يقينې جوړې کړي.
هغه ويلي، له دې تړون سره به سعودي عرب د امریکا نورو نوو وسلو ته رسايي وکړی شي او سعودي عرب ته به د چين نه د وسلو اخستل پرېښودل وي او د بيجنګ سرمايه کاري به محدودول وي.
خو په قطر کې د نړیوالو بحرانونو ډلې سره تړاو لرونکې ايناجيکبز وايي، دوه اړخيزه تړون د سعودي عرب دپاره زيات په ګټه دی. له دې نه به د بايډن انتظامیې ته زیات څه ترلاسه نه شي ځکه هغه د اوږدې مودې نه د فلسطينيانواو اسرايل د اړيکو معمول ته راوستلو هڅې کوي له کوم څه سره چې د اسرايل او سعودي عرب سفارتي اړيکې جوړېدی شي.
وی او اې سره په خبرو کې ايناجېکبز ویلي، د سعودي عرب دپاره د اسرايل برخه پرېښودل او د امریکې سره تړون کول ډېرې معنې نه لري، د اسرايل سره اړیکې معمول ته راوستلو سره به سعودي عرب په سيمه کې کوم نوم ونه کړی شي او دا به د سعودي عرب دپاره غټه سياسي خطره وي ځکه چې په غزه کې جګړه روانه ده.
Forum