لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه آصف: د آیین په ماتولو باید د فیلډ مارشل ایوب خان جسد له قبر رابهر اؤ په دار وخېژول شي


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي پاکستان کې چې هر چا ایین مات کړی پر ضد یې باید د غدارۍ مقدمه وچلول شي اؤ په دې لړ کې باید د پخواني پوځي واکمن فیلډ مارشل ایوب خان جسد له قبر رابهر اؤ په دار وخېژولی شي.

هغه ویلي په ملک کې په وړومبي ځل د مارشل لاء په لګولو سره ایین اؤ جمهوریت فیلډ مارشل ایوب خان د پښو لاندې چقولي وؤ نو ځکه اوس د ارټیکل 6 لګولو پیل هم د فیلډ مارشل ایوب خان څخه پکار دی.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې ایوب خان د یو جمهوري حکومت په نسکورولو سره ملک کې د ایین ماتولو بنیاد ایښی ؤ اؤ اوس باید د ایین ماتوونکو په ضد ګامونه واخستل شي.

کله چې خواجه اصف پارلیمان ته دغه وینا کوله نو د فیلډ مارشل ایوب خان نمسي اؤ په پارلیمان کې د مخالفو ډلو مشر عمر ایوب سخت احتجاج کولو اؤ هم د سني اتحاد کونسل غړو د حکومت خلاف شعارونه ورکول.

پخپله وینا کې د اپوزیشن مشر عمر ایوب ویلي هر څوک چې ایین معطل یا ختم کړي هغه د سنګېنې غدارۍ مرتکب کیږي.

نوموړي ویلي پاکستان کې دا مهال سم جمهوریت نشته ، د رایې څرګندولو ازادي له خلکو اخستل شوې ، ټولنیزې رسنۍ تړل شوي اؤ میډیا د فشارونو سره مخ ده.

عمر ایوب وویل په 11م کال 1971م کې جنرال یحیی د شیخ مجیب الرحمان سره ولیدل، د شخ مجیب په ضد پوځي عملیات پیل کړی شول اؤ له هغې وروسته یو تاریخ دی چې ملک پکې دوه ټوټې شو.

د مخالفو ډلو مشر پخپله وینا کې غوښتنه کړې چې د نهم مئ اؤ د اوجړي کیمپ په پېښو باید قضایي کمیشنونه جوړ کړل شي اؤ‌ هم دې د پېښور په ارمي پبلک سکول د شوي برید، ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د شوي اپریشن د پلټنو رپورټونه مخې ته راوړل شي.

په پاکستان کې دا وخت د پوځ په کردار او سياست کې د مبینه لاسوهنې په معامله په ټولنيزو رسنيو او ولس کې بحث کيږي.

د پاکستان د جوړېدو وورسته په ملک کې څلور ځله مارشل لا لګېدلې، او د ملک په تاريخ کې په زياته موده کې پوځي جرنېلان د ملک واکمن پاتې شوي دي.

د دې نه علاوه په جمهوري او سياسي حکومتونو کې هم د پوځ په کردار نېغ په نېغه يا د پردې شاته ګوتې پورته شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG