لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن په کیېف کې یو ځل بیا له اوکراین سره د امریکا د مرستو ډاډ ورکړ


بلېنکن په کیېف کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو د یادولو له ځای څخه لیدنه و کړه
بلېنکن په کیېف کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو د یادولو له ځای څخه لیدنه و کړه

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د نهې یا سې شنبې په ورځ له کیېف څخه د لیدنې پر وخت له اوکراین سره د امریکا د بې قید او شرطه ملاتړ ډاډ ورکړ.

رویټرز خبر ورکړی چې بلېنکن وویل، "مونږ نن له تاسو سره یو. او مونږ به ستاسو تر څنګ تر هغو پاتې شو چې د اوکراین امنیت، خپلواکي او هغه وړتیا باوري شي چې په خپله، خپله لاره وټاکي."

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي له امریکا څخه د هغه په وینا د مرستو "د مهمې بستې" لپاره مننه وکړه.

کانګرس له اوکراین سره د ۶۱ بیلینه ډالرو په ارزښت د مرستې بسته تېره میاشت تصویب او ولسمشر جو بایډن لاسلیک کړه.

بلېنکن زېلینسکي ته وویل، "له واشنګټن څخه پوځي مرسته به "د جګړې په ډګر باندې د روس د روان یرغل پر وړاندې یو ریښتینی توپیر رامنځ ته کړي."

د بلېنکن د "ډاډګیرنې پیغام" ورکړ

بلېنکن اوکراین ته له دغو خبرو څخه څو ساعته مخکې په یو نه اعلان شوي سفر ورسېده.

بلېنکن د دې لپاره ورغلی تر څو د امریکايي چارواکو په وینا "د ډاډ ګېرنې یو ځواکمن" پیغام په داسې وخت کې ورکړي چې اوکرایني ځواکونه په ختیځ کې د روسانو له سختو بریدونو سره مخ دي او له متحدینو څخه د نویو وسلو رسېدلو ته په تمه دي.

بلېنکن په ټولنیزې رسنۍ اېکس یا پخوني ټوېټر باندې ویلي،

"زه کیېف ته نن راوګرځېدم چې له اوکراین سره زمونږ کلک ملاتړ وښيو په داسې حال کې چې دوی د روسانو له یرغل څخه د خپلې ازادۍ لپاره دفاع کوي."

زېلینسکي بلېنکن ته وویل، چې د هغه سفر "په ختیځ کې زمونږ د هېواد د سخت دور" پر مهال شوی.

روس تېره اونۍ د اوکراین په شمال ختیځ خارکیېف سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

زېلینسکي وویل، چې دواړه به له اوکراین سره د امریکا په نویو مرستو باندې خبري وکړي چې څومره ژر امکان ولري ترلاسه شي او دغه ډول به د اوکراین د هوايي دفاع د سیستمونو په ځواکمنتیا باندې هم خبرې وکړي.

په دغو سیستمونو کې اوکراین ته د پټریاټ توغندیو ورکول هم شامل دي چې خارکیېف پرې خوندي شي.

بلېنکن وویل، امریکا د اوکراین له نورو متحدینو سره په دې کې ژمن دي چې اوکراین ټول هغه څه ترلاسه کړي چې د روسانو د یرغل په وړاندې جګړه کې پرې بریالي شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG