لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سیلاب ځپلې سیمې د خوراک له سخت کمي سره مخ دي


د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې په افغانستان له واکمنو طالب چارواکو سره په ګډه د افغانستان شمال ختیځه برخه کې له راغلو سیلابونو څخه د ژوندیو پاتې شوؤ لکو کسانو د مرستې په فعالیتونو بوختې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تماسونو دفتر (او سي ایچ ای) د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي چې سیلاب کې د لادرکه کسانو د لټون اؤ ژغورنې لپاره هڅې روانې دي اؤ په اغېزمنو سیمو کې د ملګرو ملتونو 14 ډلې په کار بوختې دي چې د اوښتو زیاتونونو اؤ اړتیاؤ ارزونه کوي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ له کابل څخه جینوا کې خبریالانو سره خبرو کې د خوراک د نړیوال پروګرام چارواکي ټموتهي اینډرس ویلي په بې کچه زیانمنو شوؤ سیمو کې بېړني خوراک رسولو ته عاجله اړتیا ده اؤ ویلي یې دي چې دغلته خلک له وړاندې څخه د یو شمیر ناورینونو سره مخ دي.

اینډرسن ویلي په دغو سیمو کې په پراخه کچه تباهۍ اؤ مړینې شوي اؤ د دې تر څنګ زیات شمیر خلک ژوبل شوي هم دي.

د خوراک د نړیوال پروګرام مشر ویلي دوي ته په لاس د ورغلو معلوماتو له مخې نزدې 540 کسان مړه شوي اؤ ژوبل شوي دي اؤ 3000 کورونه په بشپړ یا سر سري ډول ویجاړ شوي دي.

ایډرسن زیاته کړې ده چې د سیلابونو له امله 10000 ایکړه زمکه ولاړ باغونه تباه شوي دي اؤ تر دوؤ زرو زیات څاروي هم په سیلابونو کې مړه شوي دی.

هغه ویلي کوم خلک چې ژوندي پاتې شوي هغوي سره د خوراک لپاره په لاس کې هیڅ نه شته، اؤ هغوي نه کورونه لري اؤ نه خوراک .

هغه زیاته کړې ده چې دلته د اوښتو زیانونو بشپړه اندازه تر هغې نه شي لګیدلی تر څو چې د ملګرو ملتونو ډلې هغو سیمو ته رسېدلې نه وي چې تر اوسه د رسد جوګه نه دي.

هغه ویلي مونږ دغو سیمو ته خوراک په خرونو بار رسوؤ ځکه چې ځینو سیمو ته د خوراک رسولو لپاره یوازینۍ لاره همدغه ده.

د نوموړي په وینا د خوراک نړیواله اداره ژوندو پاتې شوؤ کسانو ته په بېړني ډول خوراک رسوي اؤ مونږ راتلونکو ورځو کې په اغېزمنو کسانو د کمبلو اؤ نغدو پېسو ویشلو اراده هم لرو چې د هغوي د یوې میاشتې ضرورتونه به پرې پوره کیدای شي.

د خوراک نړیوالې ادارې ویلي چې تر ټول زیات بغلان اؤ بدخشان ولایتونه اغېزمن شوي اؤ دغلته بې له حده زیاته ولوږه ده، موسمي فصلونه تباه شوي دي اؤ ډیر کم خوراک پکې شته.

اینډرسن ویلي چې د ګرمۍ په موسم کې به دغه خلک خوراکي مرستو ته اړتیا لري ،زمونږ مامورینو چې هلته د چا سره هم خبرې کړي نو هغوي خپلو کورونو اؤ فصلونو ته پرېشانه دي، فصلونه د هغوي د امدنۍ یوازینۍ وسیله وه اؤ په دې هم د هغوي ټول نه بلکې یوازې یو څه ضرورتونه حل کیده.

د ملګرو ملتونو ادارې یونسیف په یو رپورټ کې ویلي چې د پینځوؤ کالو نه د کم عمر 32 لکه افغان ماشومان د خوراک د کمي سره مخ دي اؤ ددې ماشومانو څخه چې څوک مري نو هغې کې نیمایي د خوراک نه موندلو له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي.

اینډرسن ویلي د هغوي د پریشانۍ اصلي علت دا دی چې د خوراک نړیواله اداره په شدیده توګه د پنګو د نشتوالي سره مخ ده اؤ سږکال هغوي د مرستندویه فعالیتونو لپاره یو ارب ډالرو ته اړتیا لرله خو ددغه پیسو یوازې 30 فیصدي برخه ورته تر اوسه ترلاسه شوې ده.

هغه ویلي د خوراک نړیوالې ادارې به مخې یو کروړ کسانو ته خدمات ورکول خو وایي اوس دا خدمات یوازې 20 لکه کسانو ته ورکوي ځکه چې زیاتې پنګې نه لري.

د روغتیا د نړیوالې ادارې ویاند کرسچین لنډمئیر ویلي د سختو بارانونو نه وروسته په پراخه کچه سیلابونو روغتیایي مرکزونه زیانمن کړي اؤ اوس خلک په روغتیایي مرستو ترلاسه کولو کې هم د ستونزو سره مخ دي.

هغه ویلي ډبلیو ایچ او تر اوسه اووه میټرکه ټنه ضروري درمل اؤ طبي مرستې سیمې ته رسولي دي اؤ د سیلاب نه د اغېزمنو خلکو د مرستو لپاره یې د ماهرینو اؤ فعالینو یوه ډله هم سیمې ته لېږلې ده.

(لیزا شلین ، وي او ای نیوز)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG