لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن له اوکراین سره د دوه بیلینه ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه


د امریکا او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا او د اوکراین د بهرنیو چارو وزیران

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له کیېف څخه د خپل دوه ورځني سفر له پای ته رسولو سره د اوکراین د پوځي هڅو لپاره د دوه بیلینه ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه.

دغه اعلان په داسې وخت کې شوی چې اوکرایني ځواکونه د هېواد په شمال ختیځ کې له روسي ځواکونو سره د سختو جګړو وروسته له ځینو برخو په شا شوي.

روس د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوی دوه نور ځایونه هم په خارکیېف کې نیولي.

خارکیېف هغه سیمه ده چې روسانو پکې خپل پوځي عملیاتو ته زور ورکړی.

د روس پوځ همدارنګه د خارکیېف په مرکزي برخه شیوچینکیسکي باندې هم بمونه غورځولي.

د یادې سیمې والي اولې شنېهوبوف په ټیلیګرام باندې ویلي، چې په دغه برید کې دوه کسان ژوبل شوي او یوه پنځه پوړیزه ودانۍ پکې وېجاړه شوې ده.

د جګړې په ډګر باندې له دغه وروستي پرمختګ سره د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي راتلونکي بهرني سفرونه ځنډولي دي.

بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ همدارنګه وویل، چې امریکا د اوکراین په بیړنیو حالاتو پوهېږي او اوکرایني ځواکونه به هغه مرسته ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري.

بلېنکن د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر ډیمټري کولیبا سره په کیېف کې د یوې لیدنې پر وخت وویل، ‌چې ولسمشر جو بایډن په دې کار کوي چې د اپرېل په وروستیو کې نوې منظوره شوې مرسته څومره ژر چې امکان ولري اوکراین ته واستول شي.

بلېنکن وویل، "زه دلته یم چې ملاتړ څرګند کړم خو له سفر څخه یو ډېر مهم دا حقیقت دی چې کلک ملاتړ په لاره دی."

کولیبا وویل، هېواد یې ویني چې امریکا له اوکراین سره ولاړه ده او اوکراین به "د هر هغې سختۍ په وړاندې مقاومت وکړي چې روس یې پر مونږ د راوستلو کوښښ کوي."

کولیبا وویل، "دا ډېر پر وخت سفر دی ځکه دا به نه یواځې د اوکراین خلک وهڅوي بلکه ډېره مهمه دا چې زمونږ سرتېري هم کوم چې په مېړانه په جنوب، ختیځ او شمال ختیځ کې خارکیېف ته څېرمه د اوکراین دفاع کوي چېرې چې روس غواړي جګړه وغځوي."

اخوا د روس د دفاع وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ د روس تر قبضې لاندې په کرایمیا سیمه باندې د لس میزایلو د ویجاړولو خبر ورکړی او دغه ډول یې ویلي چې د روس د بیلګراډ سیمې په سر یې هم ګڼ ډرونونونه او توغندي ویجاړ کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG