د بایډن انتظامیه د یوې نوې پروسې په جوړولو لګیا ده چې مقصد یې د کډوالو د چارو په عدالتونو کې د هغو کډوالو د قضیو کاروایي تېزول دي چې نوي امریکا ته رارسېدلي یا رارسېږي. د دې پروسې ترمخې، په عدالتونو کې د دغسې قضیو کاروایي کلونه وخت نیسي، خو د بایډن انتظامیه غواړي وخت یې شپږو میاشتو ته راکم کړي، او دا ګام په داسې وخت کې اخلي چې امریکا کې د مهاجرو په اړه انتخاباتي ووټرانو کې فکرمندي په زیاتېدو ده.
د زیارت/پنجشنبې په ورځ چې د دې پلان اعلان وشو، په کې ویل شوي دي هغه جره یا ناواده شوي بالغ کډوال چې امریکا ته تازه راغلي او پېنځو ځانګړو ښارونو ته ځي، د هغوی قضیې به د یوې منتخبې ډلې ججانو لخوا څېړل کیږي او هدف به دا وي چې په یو سلو اتیا (۱۸۰) ورځو کې دننه فیصله ورباندې وشي.
اوس مهال په امریکا کې د دغسې کډوالو د کېسونو عدالتي کاروایي د اوله تر آخره په اوسط ډول څلور کاله وخت نیسي ځکه د ملک په قضایي نظام باندې د کډوالو د کېسونو دروند بوج پروت دی، خو که دا نوی پلان عملي شي، نو د قضیو د حل و فصل کولو موده به ډېره راکمه کړی شي. او چې کله په تېزۍ سره د قضیو فیصلې مخې ته راشي، نو بیا چارواکي کولی شي هغه کسان فوري له امریکا وباسي کوم چې دلته کې د پاته کېدو قانوني حیثیت ونلري.
دا تر اوسه نده معلومه چې څومره تعداد کډوال به د دغه نوې پروسې د طریقه کېسونه یې مخ ته ولاړ شي، او دا پوښتنې یې هم پیدا کړي چې دا پروسه به څومره اغېزمنه وي.
د نوي پلان جزئیات د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا جګپوړو انتظامي چارواکو د خبریالانو سره په خبرو کې څرګند کړل. هغو د انتظامیې په هدایت سره، په دې شرط صحافیانو ته دا جزئیات وړاندې کړل چې پېژندګلو به یې نه څرګندیږي.
د نوې پروسې تطبیق به په اټلانټا، باسټن، شیکاګو، لاس انجلس او نیویارک ښارونو کې شروع کیږي. چارواکو وویل چې دغه ښارونه په دې وجه غوره کړی شوي چې هلته کې ججان د کېسونو د اورېدو دپاره یو څه وخت لري، او بل دا چې ډیری کډوال همدغو لویو ښارونو ته ځي.
اوس مهال چې امریکا ته څه کډوال رارسېږي، خاص ډول کورنیو سره، نو دوی اکثره په قانوني طور ملک کې آزاد ګرځېدلی شي او خپل د عدالت نېټې ته انتظار باسي چې دا پروسه کېدی شي څو کاله وخت ونیسي.
د دې پلان مخالفین وایي، دا کډوال امریکا راتلو ته تشویقوي، ځکه هغوی پوهیږي چې په امریکا کې پاته کېدلی شي او دلته به د کار کولو موقع ولري. هرڅومره چې وخت یې په امریکا کې ډېر تېر شي، دلته کورنۍ جوړې کړي او رابطې مضبوطې کړي، هماغومره یې د امریکا نه وروستو اېستل ګرانیږي.
د نوو رارسېدو کډوالو د قضیو فوري فیصله کول او د ځینو امریکا نه واپس اېستل خلکو ته دا پیغام ورکوي چې نور دا موقع ورته نشته چې امریکا ته غیرقانوني مهاجرت وکړي او بیا دلته کلونه کلونه پاته شي.
اوس مهال د امریکا د کډوالو چارو په عدالتونو کې درې میلینه قضیې انتظار پاته دي چې بې مثاله شمېره ده. د کډوالو د چارو ججان ټول قریب شپږ سوه تنان دي.
Forum