لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوتین په چین کې په سوداګرۍ او کلتوري راکړه ورکړه باندې تمرکز کړی


واشنګټن – د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین له چین څخه په خپل سفر کې د جمعې په ورځ په سوداګرۍ او کلتوري مسایلو باندې تمرکز کړی.

هغه دغه سفر په پېکنګ کې له خوشحالۍ او د چین له رهبر شي جېنپېنګ سره په لیدنې پیل کړ چې د هغوی اړیکې ورسره په داسې حال کې "بې حده" زیاتېږي چې دواړه هېوادونه د لویدیځ له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي.

پوتین په شمال ختیځ ښار هابین کې د چین او روس په اېکسپو یا نندارتون کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې ستاینه کړې.

پوتین به دغه ډول د جمعې ناوخته د هاربین د ټکنالوجۍ په انسټیټیوټ کې له زده کونکو سره هم وویني.

هاربین چې د چین د هیالانګجیانګ ایالت مرکز دی یو وخت پکې زیات روسان اوسېدل او د هغه وخت تاریخي اړیکې او نقاشي یې تر اوسه ساتلې لکه سېنټ سوفیا کتیدرال ودانۍ چې د روسانو د ارتوډاکس ډلې یوه پخوانۍ کلیسا ده.

که څه هم د پوتین سفر زیات سمبولیک دی او د بشپړو وړاندیزونو لپاره لنډ دی خو دواړه هېوادونه بیا هم واضح پیغام استوي.

د سټنفورډ پوهنتون د هور انسټیټیوټ یو څېړونکی جوزېف توریجیان وايي،

"په دې وخت کې دوی لویدیځ ته په یادوي چې دوی کولای شي چې سره یوځای شي کله چې دوی وغواړي."

د هاربین په نندارتون کې پوتین په ګډه د نویو ټکنالوجیو په وده او پرمختګ کې د روس او چین د همکاريو پر ارزښت ټینګار کړی.

هغه وویل، "د ملګرتیا او همکارۍ په دودونو باندې له تکیې کولو سره مونږ راتلونکې ته په باور سره کتلی شو."

پوتین زیاته کړه،

"د روس او چین شراکت زمونږ د هېوادونو له اقتصادي ودې، د انرژۍ د امنیت، د تولیداتو د زیاتوالي او د نویو کارونو په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي."

پوتین له چین څخه د خپل سفر دوهمه ورځ د جمعې په ورځ په هاربین کې د هغو وژل شویو سرتېرو منار ته ګلان کېښودل چاچې د چین لپاره په سینو جپنیز جګړه کې د جاپان پرضد جګړه کوله او دا هغه وخت وه چې جاپان د چین ځینې برخې نیولې هم وې.

پوتین له شي سره د زیارت یا پنجشنبې د ورځې په لیدنه کې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د شي له وړاندیز څخه مننه وکړه او شي وویل، چې چین هیله لري چې اروپا ته سوله او امنیت راشي او په دې برخه کې به رغنده رول ته دوام ورکوي.

دوی په ګډ بیان کې د نړۍ په اړه خپل نظر څرګند کړی او په اسیا او پسېفېک کې یې د امریکا پر پوځي ایتلاف باندې نیوکې کړي.

دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې حده دوستانه اړیکو یو بل تایید دی د کوم لپاره چې دوی دواړو په اوکراین باندې د ماسکو له برید څخه دمخه په ۲۰۲۲ کال کې لاسلیک کړی وو.

پوتین په اوکراین باندې د یرغل له امله په نړۍ کې یواځې شوی دی.

چین له امریکا سره سختې اړیکې لري او امریکا چین ته د سیال په سترګه ګوري او چین له دې امله له فشار سره مخ دی چې روس ته هغه مهمې پرزې استوي چې د وسلو په تولید کې کارول کېږي.

په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې، روس په زیاتېدونکې توګه په چین باندې ډډه وهلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ تېر کال سوداګري ۲۴۰ بیلینو ډالرو ته رسېدلې وه.

اروپايي‌ رهبرانو له چین څخه غوښتي چې په روس باندې فشار راوړي چې په اوکراین باندې خپل یرغل پای ته ورسوي.

څېړونکي وايي، د چین او روس ترمنځ اړیکې سټراټیژیکې ګټې لري په ځانګړې ډول په داسې وخت کې چې دواړه هېوادونه له اروپا او امریکا سره ستونزې لري.

شي او پوتین په خپلو کې یو تړون لری چې په کال کې یو ځل د یو او بل له هېواد څخه لیدنه وکړي او له شي څخه تېر کال په کرېملن کې هرکلی شوی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG