لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران سرپرست ولسمشر محمد مخبر څوک دی؟


واشنګټن – د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر د ګل یا دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د هیلې کوپټرې په غورځېدو کې د ولسمشر ابراهیم ریسي له مړینې وروسته سرپرست ولسمشر ټاکل شوی.

۶۸ کلن مخبر د ایران په شعیه نظام کې د نورو سیاستوالو په پرتله تر ډېره په سیوري کې ساتل شوی.

د ریسي له مړینې سره مخبر د اساسي قانون له مخې د خلکو نظر ته راغلی.

تمه ده چې هغه به د پنځوسو ورځو لپاره د حکومت چارې سمبالې کړي مخکې له دې چې په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنايي د مخبر د ټاکل کېدو خبر د ریسي د مړینې په اړه د خواشینۍ په یو پیغام کې اعلان کړ.

غورځېدلې هیلې کوپټر د ګل یا دوشنبې په ورځ د ایران په شمال لویدیځ کې موندل شوې.

مخبر که څه هم تر ډېره د خلکو له نظره لېرې پاتی شوی خو د ایران په ځواکمن حکومتي جوړښت کې یې په لوړو څوکیو کار کړی په ځانګړي ډول د دغه هېواد بنیادونو او خیریه ادارو کې.

مخبر په ایران کې د امام خمیني په نامه د یوې خیریه ادارې یا بنیاد مشر پاتې شوی.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې دغې ادارې د ستر مشر علي خامنايي د مستقیم نظارت لاندې په بیلیونونو ډالرو پانګه اداره کوي کوم چې د ایران په نېږدې هره برخه او څنده کې پانګونه لري لکه د انرژۍ، مخابراتو او مالي خدماتو په برخو کې.

دغه ډول خزانې وزارت ویلي و چې د خامنايي دغه خیره ادارې د مخالفینو حقونه هم تر پخو لاندې کړي وو، د هغوی ځمکې او جایدادونه یې نیولي چې په هغو کې د حکومت سیاسي مخالفین او جلا وطني مخالفین هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت په ۲۰۲۱ کال کې په مخبر باندې بندیزونه لګولي. اروپايي ټولنې هم په مخبر باندې د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندېښنو له امله بندیزونه لګولي و.

مخبر همدارنګه د کوېډ ۱۹ پرضد د واکسین جوړولو د هڅو مشري کوله چې ژمنه یې کړې وه په لسګونو میلیونه ډوزه به جوړ کړي.

خو د دغه واکسین یواځې یوه برخه خلکو ته ورکړل شوه بې له دې چې سپیناوی ورکړل شي.

مخبر تر دې مخکې په بانکدارۍ او مخابراتو کې هم کار کړی.

هغه همدارنګه په مستضعفین بنیاد کې هم کړی کوم چې د دغه هېواد سترې پروژې او تجارتونه کنټرولوي.

د ایران رسنۍ وايي، مخبر چې په نړیوالو حقونو کې پي اچ ډي لري د ایران د تېلو په صنعت باندې د لویدیځ له بندیزونو څخه د وتلو په هڅو کې مهم رول لري.

مخبر د ۲۰۲۲ کال راهیسې د ایران د هغې شورا غړی هم دی چې ستر رهبر ته مشورې ورکوي او د ایران د پارلمان او د ساتونکې شورا ترمنځ لانجې حلوي او دغه ډول د ایران هغه قانوني اداره څاري چې د هېواد ټاکنې څاري.

مخبر د ۱۹۵۵ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د ایران په جنوب لویدیځ ایالت خوجیستان کې په یوې مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی.

هغه همدارنګه په ۱۹۸۰ یمه لسیزه کې د ایران او عراق په جګړه کې د انقلابي ګارد د افسر په توګه پاتې شوی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG