لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبایډن د امریکې د نوي صدر په حېٍث سوګند پورته کړو


جوبایډن سوګند پورته کوي
جوبایډن سوګند پورته کوي

د امریکې نوي صدر جویابډن او د امریکې د تاریخ لومړۍ نایب صدرې کمالا هېرس د شورو، چهارشنبې، په ورځ په واشنګټن کې په یوه خصوصي دستوره کې د خپلو خپلو چوکیو سوګند پورته کړو.

د سوګند مراسم په کې واشنګټن د کانګرس ودانۍ مخې ترسره شول.

بلخوا د جوبایډن پېش رو صدر ډانلډ ټرمپ د خپل صدارت څلور کلنه دوره په مکمل کولو د شورو، چهارشنبې، په سڅر د وایټ هاوس نه رخصت شو.

د وایټ هاوس نه په رخصتېدو، صدر ټرمپ وویل صدارت یې د ژوند افتخار دی، خپل حکومت یې انتهايي کامیاب وبللو او نوي حکومت ته یې د کامیابۍ دعا او بهترین خواهشات وړاندې کړل.

صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وایټ هاوس نه رخصت شو
صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وایټ هاوس نه رخصت شو

د نوي صدر د سوګند مراسم چې اناګیورېشن یا د نوي حکومت شروع کېدل هم ورته و ايي د کانګرس ودانۍ به زینو په خصوصي سټېج به ترسره کیږي. په دې موقع په عامه توګه د کانګرس په مخې ته براخ مېدان نېشنل مال کې په زرګونو خلک جمع کېږي خو دا ځل د امنیت او د کرونا وایرس له امله به دغه ګڼه نه وي بلکې د خلکو پرځای په نېشنل مال کې د لګونو په تعداد کې د امرېکې بېرغونه نال کړی شوي دي.

د صدارت سنبالولو نه وړاندې جوبایډن قام ته د یوځای کېدو پېغام وړاندې کړی دی، په داسې حال کې چې ملک د کرونا ویا سره مخامخ دی او دلاسه یې څلور لکه امریکایان مړه شوي دي او خلک یې د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

بایډن او کمالا هېرس د نهې، سه شنبې، په ماښام په واشنګټن کې د کرونا وبا نه د مړه شویو کسانو په یاد کې په خصوصي دستوره کې شرکت وکړو. په دستوره کې د کانګرس مخې ته اوبو د تالاو په غاړه د هر مړ تن په یاد کې یوه رڼا روښانه کړی شوي وه.

د نوي صدر د سوګند مراسم به د کانګرس د ودانۍ مخې ته ترسره کېږي
د نوي صدر د سوګند مراسم به د کانګرس د ودانۍ مخې ته ترسره کېږي

جوبایډن وویل د تالاب په غاړه بله هره رڼا د کرونا وایرس نه د مړه تن یاد تازه کوي. هغه وویل د حکومت ترلاسه کولو سره به د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره اقدامات کوي.

جو بایډن، د هغه مېرمن جېل، کمالا هېرس او د هغې خاوند ډګ اېمهاف د شورو، چهارشنبې، په سحر په واشنګټن کې د سېنټ مېتیو په کلېسا کې په خصوصي عبادت کې شرکت وکړو.

کله چې دوی د کلېسې په عبادت کې شریک وو نو صدر ټرمپ په فلورېډا ریاست کې خپل کور ته روان شوی و.

صدر ټرمپ د نوي صدر د سوګند په دستوره کې شرکت نه کوي. هغه به په تېرو ۱۵۰ کلونو کې لومړی صدر وي چې د خپل جانشین د راتګ په مراسمو کې نه شرېکیږي.

توقع کېږي چې د صډر ټرمپ نایب مایک پېنس د نوي صدر د سوګند په دستوره کې شرکت وکړي.

د نوي صدر د سوګند په مراسمو کې به پخواني صدران براک اوباما، جورج بش او بل کلنټن هم د خپلو خپلو مېرمنو ترڅنګ شرکت کوي.

د نوي صدر د سوګند دپاره د تیارۍ یو منظر
د نوي صدر د سوګند دپاره د تیارۍ یو منظر

د سوګند پورته کولو نه پس به جوبایډن او کمالاهېرس د واشنګټن سره نژدې د ارلنګټن په قامي هادیره کې د نامعلوم عسکر په قبر ګلونونه ږدي.

د نوي صدر د سوګند د مراسمو دپاره ۲۵۰۰۰ د نېشنل ګاردز عسکر په واشنګټن کې د امنیت دپاره پرځای کړی شوي دي.

صدر ټرمپ د جو بایډن نوم د اخیستلو بغیر په خپل وډیو پېغام کې وویل دا هفته به د نوي انتظاميي پرانېسته کیږي او " امریکا محفوظه او سوکاله ساتلو کې کامیابۍ دپاره ورسته دعا کوم."

صدر‌ ټرمپ وویل نوي حکومت ته "بهترنې هېلې وړاندې کوم او غواړم چې خوش نصیبه وي چې ډیر ضروردي لفظ دی."

په کوم وخت کې چې په یو ټیوب د صدر ټرمپ وډیو نشر کېدله هم دغه مهال نو منتخب صدر جو بایډن د واشنګټن سره نژدي د هوايي پوځ په هوايي اډه راښکته شو. صدر ټرمپ ته به هم په دغه هوايي اډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ په رسمي ډول مخه وېل کیږي او په اخېري ځل به د امریکايي صدر په خصوصي جهاز ایرفورس ون کې په فلورېډا ریاست کې خپل کور ته رخصت شي.

په واشنګټن کې د کانګرس د ودانۍ چاپېره د امنیتي ګامونو یو منظر
په واشنګټن کې د کانګرس د ودانۍ چاپېره د امنیتي ګامونو یو منظر

د نوي صدر د سوګند پورته کولو دستورې دپاره په واشنګټن کې د امنیت سخت انتظامات پرځای کړی شوي دي.

په واشنګټن کې د امنت دغه غېر معمولي اقدامات ځکه هم لېدل کیږي چې د جنورۍ په شپږمه نېټه د صدر‌ ټرمپ په حق کې مظاهره کوونکو په کانګرس یرغل کړی و او چارواکو د نور اړي کړي مخه نیولو دپاره حفاظتي انتظامات سخت کړي دي.

په کانګرس کې د الفاو تلاو په موقع پنځه کسان مړه شوي هم دي او په کانګرس د حملې په لړ کې ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي او د ځینو د شناخت سلسله دوام لري.

د رېپبلېکن پارټۍ صدر ټرمپ د نومبر په دریمه شوي صدارتي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات پوري کړي خو چارواکي وايي په اړه څه شواهد نه دي موندل شوي.

صدر ټرمپ د نوي صدر د سوګند پورته کوولو په دستوره کې شرکت هم نه کوي. دغه دستوره د اقتدار په پرامنه توګه د انتقال علامت ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG