لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د وسلو د کنټرول په مسئلې باندې د ټرمپ او بایډن دریځونه څه دي؟


امریکا کې رایه ورکوونکي د وسلو د قوانینو په سر تقسیم شوي او د پیو تحقیقاتي تنظیم د سروې ترمخه، د وسلو د تحفظ په اړه بحثونو کې دواړه اړخونو ته قریب یو برابر خلکو دریځ اخستی دی. د سږکال په صدارتي انتخاباتو کې دواړو امېدوارانو، جو بایډن او ډونالډ ټرمپ هم د وسلو او د وسلو د کنټرول په حوالې، مختلف نظریات لري.

د پیو تحقیقاتي ادارې ترمخه، د امریکا قریب یو په درېیمه آبادي وایي چې دوی سره وسله شته. د وسلې لرل یو آئیني حق دی چې اکثره سیاسي مسئلې ترې جوړیږي، په خاص ډول هغه وخت چې په سکولونو کې ناتاره ډزې کیږي، لکه د فلوریډا په دغه یو هائی سکول کې چې په ۲۰۱۸ کې ډزې وشوې او پولیسو زده کوونکي په کلاسونو کې پټ کړل.

هغه وخت کې صدر ټرمپ د زیانمنو له کورنیو سره وکتل چې د وسلو له وجې تشدد په اړه خبرې وکړي. ټرمپ هلته کې ژمنه کړې وه چې د دغسې واقعاتو مخه به نیولی کیږي.

د صدارت پرمهال، د وسلو په اړه د ټرمپ پالیسۍ اکثره د سکولونو د امن مضبطولو ته متوجه وې، په شمول د دې چې ویل یې استاذان دې وسله ولري.

د وسلو قامي اېسوسیشن - اېن آر اې - په انتخاباتو کې د ټرمپ حمایت اعلان کړو
د وسلو قامي اېسوسیشن - اېن آر اې - په انتخاباتو کې د ټرمپ حمایت اعلان کړو

د صدارتي امیدوار په حیث ټرمپ تېره د خالي/شنبې په ورځ ملک کې د وسلو د مالکینو اېسوسیشن ته وویل چې وسلې د شخصي تحفظ دپاره اهمې دي.

ټرمپ پخپلو خبرو کې وویل: «زمونږ ملک په تباه کېدو دی. بدمعاشې ډلې او بې رحمه مجرمین زمونږ په لارو کوڅو کې ترهه خوروي، او د ناراست جو بایډن کمزوري، مونږ د درېیم عالمي جنګ په درشل راوستي یو.»

ټرمپ د وسلو د قامي اېسوسیشن (اېن آر اې) لخوا حمایت قبول کړ، او ویې ویل چې بایډن کوشش کوي ووایي چې "په قانون باندې عمل کوونکو شهریانو له لاسونو وسلې واخلئ"، او هڅه کوي د وسلې لرلو هغه حق وتروړي چې د آئین په دویم ترمیم کې تضمین شوی.

کله چې په کال ۲۰۲۲ کې یو تنکي ځوان وسله وال د تېکساس په یو ابتدائیه سکول کې ۱۹ ماشومان ووژل، صدر بایډن د عمل کولو غږ اوچت کړ.

جو بایډن هغه وخت وویل: «د یو اولس په حېث، مونږ ته په کار ده چې وپوښتنو: د خدای دپاره، څه وخت به مونږ د وسلو د لابي په وړاندې اودرېږو؟ د خدای دپاره، کله به مونږ هغه څه وکړو چې کول یې مونږ ټول پخپلو زړونو کې ضروري ګڼو؟»

ټرمپ په ۲۰۲۲ کال جون میاشت کې د وسلو د کنټرول په حوالې سره یو قانون دستخط کړ، خو د هغه نه پس تر اوسه بل کوم قانون په دې حواله ندی پاس شوی
ټرمپ په ۲۰۲۲ کال جون میاشت کې د وسلو د کنټرول په حوالې سره یو قانون دستخط کړ، خو د هغه نه پس تر اوسه بل کوم قانون په دې حواله ندی پاس شوی

وایټ هاوس او کانګرس په یوې دوه ګوندیزې منصوبې اتفاق وکړ چې د ځوانو وسله اخېستونکو بګراونډ چېک ته وسعت ورکوي او ریاستونو سره مرسته کوي د هغو خلکو نه وسلې واخلي کوم چې ځانونو یا بل چا ته خطره پېښوي.

بایډن انتخابي کمپېن کې د همدې سختو قوانینو په باب خبرې کوي، خاص ډول هغو معاشرو کې چې د وسلو تشدد په کې ډېر دی.

په ۲۰۲۲ کال کې چې رېپبلېکنانو د استازو اېوان کې اکثریت وګټلو، له هغه راهېسي د وسلو د کنټرول په اړه بل کوم قانون ندی پاس شوی. د اېوان د اقلیت ډېموکرېټ استازو مشر هاکیم جېفریز د ټرمپ پلویان ذمه وار بلي.

هاکیم جېفریز چې د کانګرس ماڼۍ نه بهر یې خبرې کولې، وویل: «نن، د ماګا (مېک امریکا ګرېټ اګېن) سختدریځو او د کانګرس ټنبله رېپبلېکنان، بغېر د دې چې امریکا کې د وسلو له امله خور شوي تشدد ته سنجیده پام وکړي، بېرته کورونو ته روان دي.»

د وسلو په اړه د ووټرانو تقسیم، تر ډېره حده د سیاسي کرښو سره تړلي ښکاري، او د پیو تحقیقاتي معلومات ښيي چې رېپبلېکنان او آزاد ووټران چې رېپبلېکنانو ته نږدې دي، د ډېموکرېټانو یا ډېموکرېټانو ته نږدې آزادو ووټرانو په نسبت څه باندې دوه برابره وسلې لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG