لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو وزیر د اې پي خبري ادراې د نیول شویو وسایلو د بېرته ورکولو حکم کړی


واشنګټن – د اسرایلو د کمیونېکېشن وزیر حکم کړی چې د اسوسېټېډ پریس نیول شوې کامره او وسایل دې بېرته ورکړل شي.

اسرایلو د اې پي کامره او نور وسایل وروسته له هاغې ونیول کله چې دغې رسنۍ د نهې یا سې شنبې په ورځ له غزې څخه په ژوندۍ بڼه ویډیو خپره کړه.

د اسرایلو لخوا اې پي ته بېرته د خپلو وسایلو د ورکولو حکم وروسته له هاغې وشو چې د بیان د ازادۍ ډلو، د امریکا حکومت او ملګروملتونو د بیان له ازادۍ څخه د سرغړونې د پېښې په توګه ددغه کار غندنه وکړه.

اسرایلي چارواکو د اسرایلو په جنوبي برخو کې د اې پي کامره او د خپرونو وسایل نیولي وو او اې پي یې په دې تورنه کړې وه چې د بهرنیو خپرونې په برخه کې د اسرایلو له نوي قانون څخه یې سرغړونه کړې چې په د دغه قانون له مخې په الجزیرې باندې بندیز هم شامل دی.

اې پي ویلي، چې الجزیره د هغو زرګونو مشتریانو څخه ده چې له اې پي څخه په ژوندۍ بڼه ویډیوګانې ترلاسه کوي.

د بیان د ازادۍ ډلو، د امریکا حکومت او ملګروملتونو په دې پېښه باندې اندېښنه څرګنده کړې.

اې پي د اسرایلو په حکومت غږ کړ و چې دغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

د اې پي د کمیونېکېشن د برخې مرستیالې مشرې لورېن ایسټن په یو بیان کې ویلي،

"اسوسیېټېد پریس د اسرایلي حکومت دا کار په کلکه غندي چې زمونږ اوږد مهاله ژوندۍ خپرونه چې غزه به یې ښودله وتړله او وسایل یې ونیول."

ایټن وړاندې ویلي،

"مونږ له اسرایلي چارواکو څخه غواړو چې زمونږ وسایل دې بېرته راکړي مونږ دې پرېږدي چې خپلې ژوندۍ خپرونې بېرته په سمدستي توګه فعالې کړي تر څو مونږ په نړۍ کې په زرګونو خبري رسنیو ته د مهم ویډیوي ژورنالیزم وړاندې کولو ته دوام ورکړو."

اې پي ویلي، چې د اسرایلو د کمیونېکشن له وزارت څخه د نهې یا سې شنبې په ورځ چارواکي د اسرایلو په جنوبي ښار سېدېروت کې د اې‌ پي ځای ته ورغلي او وسایل یې ترې اخیستي دي.

اسرایلي چارواکي د مې په یویشمه یې په له یوی اپارتمان څخه د اې پي کامره او وسایل ونیول
اسرایلي چارواکي د مې په یویشمه یې په له یوی اپارتمان څخه د اې پي کامره او وسایل ونیول

چارواکو اې پي ته یوه پاڼه ورکړې چې د کمیونېکېشن د وزیر شلومو کارهي لخوا لاسلیک شوې او پکې ادعا شوې چې اې پي د اسرایلو لخوا د بهرنیو رسنیو نوی قانون مات کړی.

کارهي هغه وزیر دی چې بیا وروسته یې د دغو وسایلو د بېرته سپارلو حکم کړی.

د بهرنیو رسنیو لپاره نوی جوړ شوی قانون د اسرایلو حکومت ته اجازه ورکوي چې په لنډ مهاله توګه بهرنۍ خبري رسنۍ وتړي هغه چې ملي امنیت ته ګواښ ولیدل شي.

اسرایلو د همدې قانون له مخې د مې په لومړیو کې الجزیره وتړله هغه اقدام چې په پراخه توګه د رسنیو د ازادۍ د ډلو لخوا وغندل شو.

اې پي له تړل کېدو مخکې په لنډه توګه د غزې د شمالي برخې ښکاره کولې.

دغه تړل د تېرې اونۍ د هغه خبرداري وروسته شوي و چې د غزې لایف ټرانسمېشن دې وتړي خو اې پي دا غوښتنه نه وه منلې.

په جورسلم کې د فارن پریس اسوسیېشن نومې ادارې په یو بیان کې په دې پېښه اندېښنه ښودلې،

چې دا پېښه "به ښايي اسرایلو ته اجازه ورکړي چې په انلاین بڼه د هر خبري رسنۍ مخه ونیسي."

د اسرایلو مخالف رهبر یایر لاپېډ د اې پي پر ضد دغه اقدام " د لیونتوب اقدام" بللی و.

په واشنګټن کې نشنل پریس کلب هم دغه پېښه غندلې وه.

د نشنل پریس کلب مشره ایملي ویلکېن په یو بیان کې ویلي،

"د دغو کارونو لپاره کوم سټراټېژیک دلیل نه و بلکه دا د رسنیو د ادارو پرضد د اسرایلو د زور زیاتي تګلاره ده."

بې پولې خبریالانو یا ریپورټرز ویډوټ بارډرز دا پېښه د "له شرمه ډک سانسور" بللی.

د امریکا حکومت هم د دغه اقدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مشرې کېرېن ژان پيیر خبریالانو ته وویل، "له شک پرته دا د اندېښنې وړ ده او مونږ به ورته وګورو."

د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجارېک دا پېښه "حیرانونکې" بللې.

ډوجېرېک خبریالانو ته وویل، "خبریالان اړتیا لري چې خپل کار په ازاده توګه وکړي. اسوسیټېډ پریس او نورې ټولې خبري رسنۍ باید پرېښودل شي چې له هر ډول ځورونې پرته په ازاده توګه خپل کار وکړای شي."

دغه اقدام د اسرایلو او حماس د روانې جګړې پر وخت شوی کومه چې د اکټوپر په اوومه نېټه وروسته له هاغې پیل شوه کله چې حماس په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه جګړه کې تر اوسه پورې د اسرایلي ځواکونو په عملیاتو کې تر ۳۵۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.‌

دغه جګړه په ځانګړي ډول د خبریالانو لپاره هم ډېره مرګونې ده. د کامیټي ټو پروټېک جارنلسټس خبر ورکړی چې د اپرېل تر ۲۱ مې نېټې پورې په دغه جګړه کې ۱۰۵ خبریالان وژل شوي چې سل تنه یې فلسطینیان دي.

د دې راپور ځینې برخې د اسوسیېټېډ پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه اخېستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG