لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګروملتونو په افغانستان کې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړی


واشنګټن – ملګروملتونو په افغانستان کې په راتلونکو میاشتو کې د نورو "سختو" سېلابونو خبرداری ورکړی او پوهان وايي، دغه هېواد اوږد مهاله پلان ته اړتیا لري چې د موسمي بدلون د ناوړه اغېزو مخه ونیسي.

ملګروملتونو ویلي، سېلابونو د دغه هېواد په شمال ختیځ او شمال لویدیځو ولایتونو کې په تېرو دوو اونیو کې تر ۸۰۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي دي..‌

په غور کې سیمیزو طالب چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، د تېرې اونۍ په سېلابونو کې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي او تر ۴۰۰۰ زیات کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي دي.

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، د مې په لسمه او یولسمه نېټه په شمال ختیځو ولایتونو بدخشان، تخار او بغلان کې په سېلابونو کې ۳۴۷ کسان مړه شوي‌او ۱۶۵۱ نور ژوبل شوي‌ دي.

دغه ډول سېلابونو په یادو دریو ولایتونو کې ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ کړي، نېږدې ۱۴۰۰۰ ساروي یې له منځه وړي او ۲۴۰۰۰ هکتاره ځمکه یې ویجاړ کړې ده.‌

د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي په وینا خراب موسمي بدلون په دغه هېواد کې هوا ډېره ګډه وډه کړې.

په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي ویاند ضیا الدین صافي وايي، "اغېزمن خلک په هغو ولسوالیو کې اوسېږي چې کافي خواړه نه لري."

هغه زیاتوي، "سېلابونه د غیر عادي بارانونو له امله راغلي او دا وروسته د یو وچ ژمي نه چې ځمکه یې سخته کړې او د موسمي بدلون له امله د راغلو بارانونو اوبه په سختۍ سره په ځمکه کې جذبېږي."

صافي زیاته کړه، "له بده مرغه ډبلیو اېف پي په راتلونکې کې د نورو بارانونو اټکل کوي."

افغانستان په نړۍ کې د موسمي بدلون څخه زیات اغېزمن هېواد بلل کېږي که څه هم د هوا ککړتیا پکې کمه ده.‌

د ۲۰۲۳ کال د خطرو په کتار (ّINFORM Risk Index 2023) کې افغانستان له خطرو سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.

د جرمني په سټټګارډ پوهنتون کې د افغانستان د اوبو یو افغان متخصص نجیب الله سدید امریکا غږ ته وویل، افغانستان اوږد مهاله پلان ته اړتیا لري چې د موسمي بدلون اغېزې مهار کړي خو دغه هېواد ورته سرچینې نه لري.

سدید وايي، "له بده مرغه د نړیوالو له اقتصادي مرستې پرته په افغانستان کې د موسمي بدلون د اغېزو د مخنیوي د پروژو عملي کېدل ناممکنه دي."

هغه زیاته کړه، افغانستان د ملګروملتونو مالي مرستې ته اړتیا لري.

د افغانستان د کرنې وزارت یو پخواني چارواکي صدرالدین فخرالدین امریکا غږ ته وویل، چې په اغېزمنو ولایتونو کې زیاتره خلک په ذراعت باندې تکیه لري او سېلابونو "کرنیزې ځمکې له منځه وړي او د اوبو رسولو سیستمونه یې ویجاړ کړي دي."

ډبلیو اېف پي د نورو ۱۴.۵ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې چې سېلاب ځپلو خلکو ته پرې "بیړني خواړه او غذايي توکي برابر او سرپنا کې مرسته وکړي."

له دې سېلابونو مخکې هم دغه هېواد له بشري ناورین سره مخ و.

ډبلیو اېف پي د ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو لپاره د ۶۷۰ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه چې له هغو ۱۶ میلیونو کسانو ته مرستې ورسوي حو: چې په افغانستان کې غذايي مرستې ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې څلور میلیونه خلک چې ۳.۲ میلیونه یې له پنځه کلنۍ څخه واړه ماشومان دي په خوارځواکۍ باندې اخته دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG