د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا ناارامه ضلعه شمالي وزیرستان کې په دوه بیلا بیلو هدفي پېښو کې د عيسايي لږکيو د غړي په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي دا دواړه پېښې د شمالي وزیرستان میر علي بازار کې تیره ورځ شوي چې پکې غريب مزدورکار، یو اشفاق مسیح او بل یو ځايي تن وژل شوي دي.
په شمالي وزیرستان مرکز ميرانشا کې ځايي عيسایانو د اشفاق مسیح د جسد سره د پریس کلب مخې ته احتجاج کړی دی، د انصاف او د عیسایانو د تحفظ غوښتنې یې کړي دي.
په شمالي وزیرستان کې د عیسایانو یو مشر خالد اقبال مسیح وویل چې په شمالي وزیرستان کې د عیسایانو د وژنې دا دویمه پېښه ده دې نه وړاندې تیر کال میر علي عیدک سیمه کې د اشفاق مسیح بل ورور په هدفي برید کې وژل شوی وو.
هغه وویل دوی غوښتنه کوي یو خوا دا چې متاثره کورنۍ سره دې انصاف وشي عیسایان غریب مزدور خواريکښ چې زیاتره په سکولونو هسپتالونو او دفترونو کې د صفایۍ کار کوي د دوی ژوند دې خوندي کړل شي.
عیساییانو ورسته له هغې احتجاج ختم کړو چې ځايي حکومت د دوی غوښتنو منلو باور ورکړو خو احتجاج کوونکو وویل که دوی ته حکومت تحفظ نه شي ورکولی دوی به علاقه پریږدي.
پي ټي ایم دا پېښه غندلې او پي ټي ایم د شمالي وزیرستان رابطې کار عید رحمان وزیر د دوی احتجاجي پرلت ته وینا پرمهال ویلي دغلته د یو منصوبې سره د شمالي وزیرستان خلک وژل کیږي.
هغه ویلي دغلته که عیسايان دي، او که هندوان، د شمالي وزیرستان خلک دي او د دوی حق دې د نورو خلکو په څېر ومنل شي.
عید رحمان ویلي که عیسایانو ته تحفظ نه شي ورکولی دوی به سخت احتجاجونه وکړي.
تر دې مهال د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روخانزیب وايي دې پېښې پلټنې یې پیل کړي چې څوک په دې پېښه کې ککړ وي سختې سزاګانې به ورکړل کیږي.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته په هدفي بریدونو کې د ځايي خلکو وژنې په چټکتیا سره روانې دي او ځايي خلک وايي تر عملیاتو ورسته پکې سلګونو کسان وژل شوي دي.
د مې په 21مه شمالي وزیرستان کې د خبریال کامران داوړ په ګډون څلور کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي وو.
Forum