لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د مېموریل ورځې لمانځنه: بایډن وایي هر کهول ته خپله آزادي حاصلول دي

صدر بایډن، نایبه صدره کمېلا هېرس او دفاع وزیر لائيډ آسټن د سپاهي ګمنام په مقبرې د ګلو ګېډۍ کېښوده
صدر بایډن، نایبه صدره کمېلا هېرس او دفاع وزیر لائيډ آسټن د سپاهي ګمنام په مقبرې د ګلو ګېډۍ کېښوده

امریکا کې د مې ۲۵مه، د مېموریل ډې یا د پخوانیو وژل شوو عسکرو د یادونې ورځ ولمانځلی شوه، او په دې موقع صدر جو بایډن ژمنه یاده کړه چې ملک به د یوې لا زیاده مکملې ټولنې د جوړولو دپاره د وژل شوو عسکرو کار او هدف ته دوام ورکړي، هغه هدف چې "هغوی یې په خاطر ژوند کولو، او کوم چې هغوی ورباندې سر بایلودو."

بايډن په دې ورځ واشنګټن ډي سي ته څېرمه د آرلنګټن نېشنل سمېټري نومې هدیرې ته ولاړ او هلته یې دا خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، هر کهول ته دا یقیني کول دي چې د هېواد د وسله والو ځواکونو خدمتونه یې هسې بېځایه نه و.

بایډن پخپلو خبرو کې وویل: "آزادي هېڅکله ضمانت شوې نده. هر کهول ته یې حاصلول دي. په کار دي چې د آزادي دپاره وجنګیږي، د آمریت او جمهوریت ترمنځ او د یو څو د لالچ او د زیاتو نورو د حقونو ترمنځ جنګ کې ورڅخه دفاع وکړي."

بایډن زیاته کړه: "په دې ورځ، مونږ بیا سره راغونډ شوو چې د هغو یادونه وکړو، او ترهرڅه وړاندې د هغې آیندې په وړاندې ژمنه یاده کړو چې هغوی یې دپاره وجنګېدل، یوه داسې آینده چې بنیاد یې په آزادۍ، جمهوریت، فرصت، او برابرۍ وي. صرف د یو څو تنانو دپاره نه، بلکې د ټولو دپاره."

د دستورې نه وړاندې، صدر بایډن په داسې حال کې چې د هغې نایبه کمېلا هېرس او دفاع وزیر لائیډ آسټن هم ورسره و، د سپاهي ګمنام په مقبرې د ګلو ګېډۍ کېښودله.

صدر بایډن پخپلې وېنا کې د خپل زوی، بو بایډن یاد هم تازه کړ چې دا هفته یې تلین دی. بو بایډن په عراق کې عسکري خدمت ترسره کړی و، او وروسته بیا د مغزو د سرطان له امله مړ شو. صدر بایډن وایي چې زوی یې د عسکري په وخت کې د زهرجنو موادو ذخیرې ته نږدې و، نو له همدې امله په سرطان اخته شو او ژوند یې ختم شو. په همدې لړ کې بایډن جنګ کې د وژل شوو عسکرو ترڅنګ، د هغو عسکرو قدر هم ضروري بللی چې د پوځي خدمت په وخت کې ژوبل کیږي او بیا د جسماني نقصاناتو سره کور ته راستنیږي.

صدر بایډن وویل چې تېر کال د پخوانیو عسکرو د چارو ادارې په بې مثاله پیمانه پخوانیو عسکرو ته مفادات ورکړي دي، او ګني دا د هغه پکت اېکټ نومي قانون د برکته و چې د مخکېنیو عسکرو د صحت د ځینو ځانګړو مشکلاتو – کوم چې د جنګي دندې له سوبه ګڼل کیږي – د درملنې اخراجات ورکوي.

بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ سهار په وایټ هاوس کې د ناشته دپاره د انتظامي چارواکو، پوځي مشرانو، پخوانیو عسکرو، او د ګولډ سټار لرونکو پوځیانو د کورنیو کوربه و.

Forum

XS
SM
MD
LG