لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاس: د روس خارجه وزیر وایي، طالبان د افغانستان "حقیقي طاقت" دی


د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې طالبان په افغانستان کې "حقیقي طاقت" دی. هغه دا هم ویلي چې د ماسکو لخوا د کالعدم تنظیمونو د لېست نه د طالبانو ډله ممکنه حذف کول، "معروضي حقیقت" څرګندوي. دا خبرې د روس سرکاري خبري ادارې، تاس رپوټ کړي دي.

تاس د ګل/دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د روس وزارتونو د هغه ملک صدر ولاډیمیر پوټین ته سپارښتنه کړې چې ماسکو کولی شي طالبان د کالعدم ډلو د لېست نه وباسي.

ماسکو همدا راز طالبانو ته بلنه ورکړې چې آینده میاشت کې په پېټرزبورګ کې جوړېدونکې اقتصادي فورم غونډې کې ګډون وکړي. دا په روس کې تر ټولو ستره اقتصادي کلنۍ غونډه ګڼل کیږي.

له هغه وخته چي طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک اختیار قبضه کړ او د امریکا په مشرۍ خارجي قواوې د شل کلن جنګ وروستو له افغانستانه ووتل، روس کرار کرار د طالبانو سره خپل تعلقات جوړ کړي مګر تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمي توګه ندی پېژندلی او طالبان په روس کې اوس هم کالعدمه ډله ګڼل کیږي.

د تاس سرکاري خبري ادارې، د روس په خارجه وزارت کې د جګپوړي چارواکي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی چې د روس خارجه او د عدل وزارتونو، د کالعدم فهرست نه د طالبانو د اېستلو په باب صدر پوټین ته رپوټ ورکړی دی.

د کابلوف د قوله ویلی شوي چې په دې برخه کې ځیني پوښتنې لاجوابه پاته دي، مګر دا یې اضافه کړې چې طالبانو ته په سنټ پېټرزبورګ کې کېدونکې نړېواله اقتصادي غونډه کې د ګډون کولو بلنه ورکړی شوې ده. دا غونډه به د جون له ۵ نه تر ۸م نېټې پورې وي.

هغه زیاته کړې چې طالب مشران د روس نه د تېلو د پیداوارو اخېستو ته ډېر راغب پاته شوي دي.

د سنټ پېټرزبورګ په کلني اقتصادي فورم کې به پخوا د لندن او نیویارک نه د مغربي کمپنیو مشرانو برخه اخېستله، خو د اوکراین د جګړې پیل دا فورم یا اقتصادي غونډه ډېره بدله کړې ده، ځکه د روس او د مغربي ملکونو ترمنځ تعلقات دومره خراب شول چې د ۱۹۶۲ کال راهېسي د کیوبا د میزائیلو د بحران راهېسي دومره حد پورې نه و خرابه شوي.

مغربي سرمایه کاران چې پخوا به یې د روس سره ډېرې معاملې کولې، اوس د هغه په ځای د چین، هند، افریقې او منځني ختیځ ملکونو سره کاروبارونو ته وسعت ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG