لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بهرنیو پورونو اؤ اقتصادي جنجالونو کې ښکېل پاکستان نن د خپلو اټومي ازموینو 26مه کلیزه نمانځي


فائل تصویر: پاکستان داسې میزائیلونه هم لري چې اېټمي وسله ولېږدولی شي.
فائل تصویر: پاکستان داسې میزائیلونه هم لري چې اېټمي وسله ولېږدولی شي.

په بهرنیو پورونو اؤ اقتصادي جنجالونو کې ښکېل پاکستان نن په اته ویشتم مئ د خپلو اټومې ازموینو 26مه کلیزه نمانځي اؤ په دې ورځ ګرد هیواد کې عامه رخصتي اعلان کړل شوې ده.

پاکستان د "یوم تکبیر" په نوم دا ورځ په داسې حال کې نمانځي چې نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف د نوي مالي کال په مهال په پاکستان کې د حکومتي پورونو ریکارډ کچې ته د لوړېدو اټکل کړی اؤ ویلي یې دي چې دا پورونه تر 87 زره اربه روپو په بره تللی شي.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د ننۍ ورځې په مناسب خپل بیان کې ویلي چې د هیواد په دفاع به هیڅ رقم بهرني فشار ته سر ټيټ نه کړل شي.

وزیراعظم ویلي"یوم تکبیر" د ملک دفاع پیاوړې کولو لپاره د قام د یووالي یاد تازه کوي .

هغه ویلي دا ورځ د بهرنیو دښمنانو ترڅنګ د هغو کورنیو دښمنانو د ناوړه ارادو شنډولو د عزم تازه کولو ورځ ده چې د انتشار د سیاست له لارې ملک د خطرو سره مخ کول غواړي.

وزیراعظم ویلي په ننۍ ورځ هغه اؤ ټول قام دا ژمنه کوي چې لکه څنګه په ۲۸م مئ د ملک دفاع نه ماتېدونکې جوړه کړل شوې وه داسې به د هیواد اقتصادي سلامتيا هم باوري کولی شي.

پاکستان د خپلو اټومي ازموینو دا کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې په دې هیواد د کورنيو اؤ بهرنيو پورونو بار ورځ تر بلې درنېږي اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف تېره اوونۍ اټکل کړی چې په نوي مالي کال کې د پاکستان د پورونو کچه په ریکارډ سطحه په بره تللی شي

اي ایم ایف ویلي چې نوي مالي کال کې د پاکستان حکومتي پورونو کې 10 زره اؤ 433 اربه روپۍ اضافه رامنځته کیدای اؤ دا پورونه87 زره اؤ 346 اربه روپو ته لوړیدای شي.

څېړونکي وایي پاکستان دا مهال دومره په بهرنیو پورونو کې ښکېل شوی چې د پورونو د سود لنډولو لپاره هم نورو پورونو اخستلو ته اړ دی.

څیړونکي وایي که چرې پاکستان ته خپله اقتصادي بدحالي، دتعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دې لپاره ورته اړینه ده چې پخپله دفاع کیدونکو لګښتونو ته بیا دسره کتنه وکړي.

هند داټومې ازموینو په ځواب کې پاکستان په 28مئ کال 1998 کې دپینځوؤ اټومې چاودنو سره دخپل اټوم بریالۍ ازموینه کړې وه خو دهغې راپدیخوا په جوهري وسلو نظر لرونکې نړيوالې ادارې سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټیټیوټ د کال 2020م د پخپل رپورټ کې ویلي‌ وؤ چې پاکستان او هندوستان په تېرو لسو کلونو کې د خپلو جوهري وسلو په شمېره کې دوه چنده اضافه کړې ده.

دپاکستان ددفاعي چارو پوهان وايي د پاکستان تل د هندوستان سره حالات کړکيچن پاتې شوي دي او پاکستان هم بيا په داسې حالاتو کې په دې منطقه کې دتوازن ساتنې او د خپلې ژغورنې او بل ويرولو د پاره اټومي وسلې ساتلي دي۔

"د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو دمطالعاتو دڅانګې استاذ ډاکتر جميل احمد چترالي وي او اې ډيوه ته ویلي اوس د وسلو په ځائ دټيکنالوجۍ او عقل په بنیاد جګړې کیږي او ډېر داسې څيزونه دي چې اوس په هغې کې پاکستان له اصلاحات کول پکاري دي۔

د نوموړي په خبره "که چيرې اقتصادي بدحالي، دتعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دا هرڅه به هلته کېږي "چې کله مونږ په امنيت کیدونکو خرچو ته بيا کتنه وکړو"

يړونکي وايي ايمټي پروګرام نه ګټې هم ترلاسه کېدای شي او مثبت کارونو د پاره هم کارول کېدای شي خو له بده مرغه په پاکستان کې تراوسه دې نه خلکو ته ګټه نه ده ترلاسه شوې۔

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي هندوستان سره دپاکستان يو دوديز يا روايتي جنګ روان دی او په دې کې ايټمې وسلو ته هیڅ حاجت نشته.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي" زه دا ګڼم چې پاکستان له د دوؤ سوؤ پورې ايټم بمونه ساتل نه دي پکار ولې چې دې باندې د قامي خزانې نه ډېرې پيسې لګي".

هغه زياته کړه دايټمي بمونو په ساتنه او ژغورنه ډېرې پيسې لګي او تر اوسه ددې پيسو حساب کتاب هم نشته چې دا څنګه لګي او کوم ځائ نه راځي".

د سټاک هوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټیټیوټ یا سیپري ادارې د یو رپورټ تر مخه پاکستان له 100 نیولې تر 120 پورې اټومي وسلې لري چې په الوتکو او ځمکنیو توغندیو باندې لېږدول کېدای شي.

ډاکتر ای اېچ نير چې د فزکس استاد هم پاتې شوی او په جوهري چارو نظر لري په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ پاکستان په خپل ټول قامي امدن کې دوه فيصدي برخه په تعليم، يوه فيصدي برخه په صحت او درې فيصدي برخه په دفاع لګوي چې دنړیوال معیار نه هم زياته برخه ده.

دی وايي چې کله يو هيواد دخپل ټول قامي امدن یا جى ډي پي درې فيصدي برخه په دفاع خرچ کوي نو دغه هېواد د لوږې سره مخامخ هېواد ګڼل کېږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG