د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې امریکا به په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني اؤ وایي که روسیه دا کار کوي نو دا به نورو لپاره یو ناوړه پېغام وي.
د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي چې طالبان په افغانستان کې "حقیقي طاقت" دی.
د روس سرکاري خبري ادارې تاس اوړمه ورځ خبر ورکړی ؤ چې د روس وزارتونو د هغه ملک صدر ولاډیمیر پوتین ته سپارښتنه کړې چې ماسکو کولی شي طالبان د کالعدم ډلو د لېسټ نه وباسي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه هغه ژمنې نه دي پوره کړي چې د واک اخیستلو پر وخت یې کړې وې.
ښاغلي کربي د افغان میرمنو او نجونو پر ضد د طالبانو د حکومت کړه وړه ، د هیواد اقتصادي چارو تنظیم او د افغان ولس سره د دې ډلې د چلند یادونه کړې چې د هغه په وینا د طالبانو د ژمنو سره په ټکر کې دي.
جان کربي د امریکې لخوا د طالبانو حکومت رسمیت پیژندلو په هکله وویل " مونږ هیڅ دریځ نه لرو او نه به یې ولرو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه وپیژنو. که روسیه دا کار کوي، زه ګمان کوم دا به نورو ته ناوړه پیغام ورکړي"
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند دا ونه ویل چې د روسیې دا احتمالي کړنه به څه پایلې ولري خو د نورو جزیاتو ورکولو پرته یې زیاته کړه چې "ناسمه کړنه" ده.
جان کربي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د روسیې تاس سرکاري خبري ادارې، د روس په خارجه وزارت کې د جګپوړي چارواکي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی چې د روس خارجه او د عدل وزارتونو، د کالعدم فهرست نه د طالبانو د اېستلو په باب صدر پوتین ته رپوټ ورکړی دی.
د کابلوف له قوله ویل شوي چې په دې برخه کې ځیني پوښتنې لاجوابه پاته دي، مګر دا یې اضافه کړې چې طالبانو ته په سنټ پېټرزبورګ کې کېدونکې نړېواله اقتصادي غونډه کې د ګډون کولو بلنه ورکړی شوې ده. دا غونډه به د جون له ۵ نه تر ۸م نېټې پورې وي.
هغه زیاته کړې چې طالب مشران د روس نه د تېلو د پیداوارو اخېستو ته ډېر راغب پاتې شوي دي.
له هغه وخته چي طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک اختیار قبضه کړ او د امریکا په مشرۍ خارجي قواوې د شل کلن جنګ وروستو له افغانستانه ووتل، روس کرار کرار د طالبانو سره خپل تعلقات جوړ کړي مګر تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمي توګه ندی پېژندلی او طالبان په روس کې اوس هم کالعدمه ډله ګڼل کیږي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر دې دمه د دې ډلې حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت نع دی پیژندلی.
د روسیې په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل په افغانستان کې د ښځو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو خوندیتوب په ګډون د بشري وضعیت په برخه کې د طالبانو د اقداماتو پورې مربوط ګنلي دي او ویلي دي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو د افغان نجونو او میرمنو پر وړاندې دې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.
(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د وي او ای اشنا نه اخستل شوي دي)
Forum