لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د ملګروملتونو لخوا په دوحه کې تنظیم شویو خبرو کې ګډون ته تیار ښکاري


طالب پلاوی چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲۱ نېټه په دوحه کې د طالب پلاوي سره د خبرو لپاره تللی و.
طالب پلاوی چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲۱ نېټه په دوحه کې د طالب پلاوي سره د خبرو لپاره تللی و.

واشنګټن – افغان طالبانو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، دوی په دوحه کې د جون په ۳۰ نېټه د ملګروملتونو لخوا په تنظیم شوې غونډه کې ګډون کوي چې په افغانستان کې چې ګڼو بحرانونو ځپلی د نړۍ ښکېلتیا ته لاره هواره شي.

دا اعلان یوه اونۍ وروسته له هاغې شوی چې د ملګروملتونو یو جګ پوړی ډپلوماټ له کابل څخه د لیدنې پر وخت طالبانو ته د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو په دغه دوه ورځني کانفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه.

دا د ۲۰۲۳ کال له مې راهیسې چې د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش دا بهیر پیل کړی د افغانستان په اړه په قطر کې دریمه غونډه ده.

د دې غونډو هدف له افغانستان سره "په یوې ډېرې تنظیم شوې بڼه" د راکړې ورکړې زیاتول ښودل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ذاکر جلالي په کابل کې خپلو کار کونکو ته په یوې "مهمې وینا" کې ویلي، چې "د اسلامي امارت استازي به د دوحې د غونډې په اصلي بحثونو کې برخه اخلي."

د طالبانو د یاد وزارت ویاند د شورو یا چهارشنبې په ورځ د جلالي خبرې په ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني‌ ټوېټر باندې خپرې کړې دي.

جلالي وړاندې ویلي، په "دوحه درې" غونډه کې د ګډون په اړه رسمي پرېکړه به وروسته اعلان شي.

هغه همدارنګه له طالبانو دفاع کړې چې په پخوانیو دوو غونډو کې یې ګډون نه وو کړی او ویلي یې دي چې هر ډول "سمبولیک ګډون به بې ځایه و" د کابل لپاره ځکه تنظیم کونکو د دوی شرطونه او په اجندا باندې د دوی انتقادونه نه وو منلي.

هغه زیاته کړې، "د دوحې د دریمې غونډې اجندا په مثبته توګه بدله شوې او د بحث د سرلیکونو په اړه کوم ستر توپیر نه لیدل کېږي."

جلالي وویل، په راتلونکې غونډه کې به د مالي‌ او بانکي ستونزو په اړه بحث وشي چې افغانستان ورسره مخ دی. دغه ډول د کوکنارو د بدیل او په دغه هېواد کې د موسمي بدلون د اغېزو په اړه به خبرې وشي.

جلالي وړاندې وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ملګروملتونو ته سترګې په لاره دی چې د دوحې د بحثونو په اړه وروستی تفصیل له هغوی سره شریک کړي چې بیا دوی خپل پلاوی هلته واستوي.

په سیاسي او د سولې د جوړېدو په چارو کې د ملګروملتونو د مشر مرستیالې روزمیري دې کارلو د مې له ۱۸ څخه د مې تر ۲۱ نېټې پورې له افغانستان څخه لیدنه وکړه.

هغې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او نورو چارواکو سره د جون د ۳۰ مې نېټې د غونډې په اړه خبرې وکړې.

طالبانو د دوحې د فیبرورۍ د غونډې پر وخت له ملګروملتونو څخه غوښتي وو چې د دوی استازي به د هېواد د یواځینیو استازو په توګه ګډون کوي او دا په دې معنی چې د مدني ټولنې فعالان او د نورو مخالفو ډلو غړي به پکې شامل نه وي.

طالب چارواکو همدارنګه د ملګروملتونو د "ډ‌ېرې لوړې کچې" او د خپل پلاوي ترمنځ د یوې غونډې غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې دا به "ګټوره" وي.

طالبانو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د تنظیم په برخه کې د ملګروملتونو لخوا د یو پلان شوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره هم مخالفت ښودلی چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له مسودې سره سم له کابل سره د نړیوالو ښکېلتیا تنظیم کړي.

خو ګوټېریش د دوحې د دوهمې غونډې په پای کې د طالبانو شرطونه رد کړي وو.

ګوټېریش هغه مهال ویلي وو، "دا شرطونه تر ټولو مخکې زمونږ دا حق ردوي چې د افغاني ټولنې له نورو استازو سره خبرې وکړو او د یو داسې چلند غوښتنه یې کړې چې زه به ووایم چې تر ډېره د رسمیت پېژندلو په څېر ده."

دا له څرګنده نه ده چې ایا ملګري ملتونه به هغه شرایط نرم کړي چې د طالبانو پلاوی په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

په کابل کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په واک باندې د وسلوالو طالبانو له قبضې راهیسې هغوی جونو باندې هم بندیزونه لګولي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې نشي کولای او دغه ډول د ښځو په کار کولو او په عام ژوند کې په برخې اخیستلو باندې هم تر ډېره بندیزونه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG