د امریکې پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ چې د لوڅو فلمونو یوې پخوانۍ لوبغاړې ته د پېسو ورکولو په قضیه کې د عدالتي کاروایۍ سره مخ شوی، د زیارت/پنجشنبې په ورځ (د مې په ۳۰مه) نیویارک کې د یو جیوري یا منصفه ډلې لخوا په دې قضیه کې ټولو لګول شوو الزاماتو کې مجرم وګڼل شو. په دې توګه، ټرمپ وړومبنی پخوانی امریکایي صدر شو چې د دې هېواد په ۲۵۰کلن تاریخ کې په مجرمانه قضیې کې قصوروار پېژندل کیږي.
د جیوري د زیارت ورځې د فیصلې نه وروستو، ټرمپ په خپل ټروټ سوشل پلېټفارم پیغامونه خپاره کړل، دا یې یوه سیاسي هڅه وبلله، او دعوه ویې وکړه چې د هغه "د شهري حقونو مکمله خلاف ورزي" شوې ده.
ټرمپ د زیارت په ورځ دا هم وویل چې هغه به "تر آخره مبارزه" کوي.
ټاکل شوې ده چې د جولائی په ۱۱مه نېټه په دې قضیه کې ټرمپ ته سزا واورول شي.
د جیوري لخوا د ټرمپ په باب د زیارت/پنجشنبې ورځې قضاوت په هغې قضیې راڅرخي چې ګني ټرمپ کلونه وړاندې د لوڅو فلمونو له لوبغاړې سټورمي ډانیلز سره د جنسي اړیکې او بیا هغې ته د چوپ پاته کېدو دپاره د پېسو ورکولو خبرې یې پټې ساتلې وې. اوس چې ټرمپ په دې قضیه کې ټولو الزاماتو باندې مجرم پېژندل شوی، نو دا فیصله هغه جېل ته د تګ له خطرې سره مخ کولی شي.
مګر لا هم قانوني کاروایي ختمه نده، او جج یا قاضي به هغه ته د سزا اورونې دپاره بله نېټه ټاکي. ټرمپ په جج باندې هم تور لګولی چې ګني بې پلوه ندی او په قضاوت یې پوښتنې راپورته کیږي.
ټرمپ ته د سزا ورکولو په برخه کې د جج فیصله که هرڅه هم وي، ټرمپ کولی شي هغه په اپیل کورټ کې بیا چلېنج کړي.
د بایډن د کمپېن غبرګون
د جیوري یا منصفه پلاوي له خوا د ټرمپ د مجرم ګڼل کېدو نه سمدستي وروستو، د بایډن-هېرس انتخابي کمپېن یو بیان جاري کړ او ویې ویل: "په نیویارک کې نن، مونږ ولیدو چې هېڅ څوک د قانون نه بالادسته ندي."
د بایډن د انتخابي کمپېن په دې بیان کې چې د کمپین د مطبوعاتو څانګې مشر مایکل ټایلر لخوا خپور شوی، نوموړي ویلي چې "ډونالډ ټرمپ همېشه په غلطه دا باور لرلو چې هغه به هېڅکله د خپلو شخصي مفاداتو دپاره د قانون ماتولو د نتیجو سره مخ نشي."
په بیان کې دا هم ویلی شوي چې صدارت ته د ټرمپ د بیا رسېدو د مخنیوي دپاره صرف و صرف یوه لاره موجوده ده او هغه "د رایو د باکسونو په ذریعه" ده، ځکه که ټرمپ مجرم وګڼل شي او که نه، کولی شي د رېپبلېکن ګوند لخوا انتخاباتو کې صدارتي څوکۍ ته اودرېږي.
آیا مجرم پېژندل شوی ټرمپ بیا هم صدارت څوکۍ ته ټاکل کېدلی شي؟
دوولس کسیزه جیوري/منصفه ډلې په عدالت کې د ګڼ شمېر ګواهانو د اورېدنو وروستو، دوه ورځې پخپل منځ کې غور او سلا مشورې وکړې، او بیا ټول منصفه پلاوی دې فیصلې ته ورسېد چې اووه اویا (۷۷) کلن ټرمپ په ټولو ۳۴ لګول شوو الزاماتو کې مجرم اعلان کړي.
ټرمپ د امریکا د سږکال په صدارتي انتخاباتو کې چې د نوامبر په میاشت کې به کیږي، د رېپبلېکن ګوند امېدوار ګڼل کېدلی شي، او په مقابله کې به یې د ډېموکرېټک ګوند لخوا اوسنی صدر ډونالډ ټرمپ ولاړ وي.
ټرمپ اوس د دې ممکنه خطرې سره مخ دی چې ښایي په پروبېشن یا آزمائشي رهایي پرېښودلی شي یا تر څلورو کلونو پورې د بند سزا ورته واورول شي.
ټرمپ ته د سزا اورېدو نېټه د جولائی میاشتې ۱۱مه ټاکل شوې ده، چې وایټ هاوس ته د رسېدو دپاره یې د کمپېن تود موسم دی. دا به صرف څلور ورځې وړاندې تر هغه وي چې رېپبلېکن ګوند خپل نېشنل کنوېنشن د جولائی په ۱۵مه راجوړ کړي، کوم کې چې ټرمپ به په رسمي توګه د ۲۰۲۴ کال صدارتي انتخاباتو کې د ګوند امېدوار اعلان کړی شي.
د ټرمپ وکیل، ټاډ بلانش د فیصلې د لغوه کېدو غوښتنه کړې، مګر د نیویارک ایالتي سپریم کورټ مشر، جسټس خوان مېرچان په فوري توګه د هغه درخواست رد کړ.
دا یقیني ده چې ټرمپ به اپیل کورټ ته ځي، او کولی شي چې صدارتي انتخاباتو کې اودرېږي. د امریکا په آئین کې داسې څه نشته چې صدارت څوکۍ ته د یو مجرم پېژندل شوي کس د ټاکل کېدو مخه ونیسي.
Forum