لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک عدالت کې په ۳۴ الزاماتو د ټرمپ د مجرم پېژندل کېدو په اړه غبرګونونه


د نیویارک په یو عدالت کې د جیوري لخوا د مجرم پېژندل کېدو نه پس، ټرمپ د عدالت نه بهر د حوصلې ساتلو په نښې سره خلکو او رسنیو ته خپل لاس اوچت کړ
د نیویارک په یو عدالت کې د جیوري لخوا د مجرم پېژندل کېدو نه پس، ټرمپ د عدالت نه بهر د حوصلې ساتلو په نښې سره خلکو او رسنیو ته خپل لاس اوچت کړ

پس د هغه چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې یو جیوري یا منصفه پلاوي د امریکا پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ د خپل کاروبار په مالیاتي حسابونو کې د غلطۍ او د لوڅو فلمونو یوې لوبغاړې ته د چوپ پاته کېدو دپاره د پټو پېسې ورکولو په قضیه کې په ۳۴ الزاماتو مجرم وبللو، د جیوري په دې فیصلې باندې تر اوسه بېلابېل غبرګونونه مخې ته راغلي او لا هم راروان دي.

پخپله د ټرمپ غبرګون:

د زیارت په ورځ د نیویارک عدالت نه د وتلو په وخت، ډونالډ ټرمپ وویل: "دا یوه رسوائي وه. دا د یو متضاد جج لخوا چې کرپټ/فاسد دی، یوه جعلي مقدمه وه...مونږ به خپله مبارزه جاري ساتو. مونږ به تر آخره مقابله کوو، او مونږ به یې ګټو...حقیقي فیصله به د نوامبر په ۵مه کیږي، د خلکو له طرفه. هغوی پوهیږي چې دلته څه وشول، زه یو ډېر بېګناهه انسان یم."

د نوامبر د پنځمې نېټې نه د ټرمپ مقصد، امریکا کې عمومي صدارتي ټاکنې دي، کوم کې چې هغه به د رېپبلېکن ګوند له طرفه د ډېموکرېټ جو بایډن په خلاف اودرېدلي وي.

د صدر جو بایډن او نایب صدرې کمېلا هېرس کمپېن

د جیوري یا منصفه پلاوي له خوا د ټرمپ د مجرم ګڼل کېدو نه سمدستي وروستو، د بایډن-هېرس انتخابي کمپېن یو بیان جاري کړ او ویې ویل: "په نیویارک کې نن، مونږ ولیدو چې هېڅ څوک د قانون نه بالادسته ندي."

د بایډن د انتخابي کمپېن په دې بیان کې چې د کمپین د مطبوعاتو څانګې مشر مایکل ټایلر لخوا خپور شوی، نوموړي ویلي چې "ډونالډ ټرمپ همېشه په غلطه دا باور لرلو چې هغه به هېڅکله د خپلو شخصي مفاداتو دپاره د قانون ماتولو د نتیجو سره مخ نشي."

په بیان کې دا هم ویلی شوي چې صدارت ته د ټرمپ د بیا رسېدو د مخنیوي دپاره صرف و صرف یوه لاره موجوده ده او هغه "د رایو د باکسونو په ذریعه" ده، ځکه که ټرمپ مجرم وګڼل شي او که نه، کولی شي د رېپبلېکن ګوند لخوا انتخاباتو کې صدارتي څوکۍ ته اودرېږي.

د کانګرس سپیکر

د امریکا په کانګرس کې د اېوان نمایندګان سپیکر، مایک جانسن چې پخپله د ټرمپ د رېپبلېکن ګوند سره تعلق لري، د نیویارک جیوري د زیارت ورځې د فیصلې په باب داسې غبرګون ښودلی دی:

کانګرس کې د اېوان نمایندګان سپیکر، رېپبلېکن مایک جانسن
کانګرس کې د اېوان نمایندګان سپیکر، رېپبلېکن مایک جانسن

"نن د امریکا په تاریخ کې یوه شرمناکه ورځ ده. ډېموکرېټانو چې د حزب اختلاف مشر په مضحکه خېزو الزاماتو، هغه هم د یو سزایافته مجرم په ګواهۍ باندې لکه څنګه چې پېشګويي کېدله، مجرم وګرځولو او ورته یې د خوشحالۍ نعرې وکړې. دا یوه مکمله سیاسي کاروایي وه، کومه قانوني کاروایي نه وه. دا چې زمونږ عدالتي نظام د وسلې په حیث استعمال شي، د بایډن انتظامیې یوه ځانګړنه ده، او د نن ورځې فیصله یو بل ثبوت دی چې ډېموکرېټان به د ناراضیانو خاموشه کولو او د سیاسي مخالفینو چقولو په خاطر له هېڅ کاره مخ وانه ړوي."

سپیکر جانسن دا هم ویلي چې ټرمپ به د دې فیصلې په ضد اپیل کوي او "ګټی به یې."

وایټ هاوس

په وایټ هاوس کې د کونسل دفتر ترجمان ایان سامز په یوه لنډه تبصره کې، د ټرمپ د مجرم پېژندل کېدو په باب ویلي:

«مونږ د قانون د حکمرانۍ احترام کوو، او نور اضافي تبصره نلرو.»

د کانګرس د عدلي کمېټې مشر

د امریکا د کانګرس په اېوان نمایندګان کې د عدلي چارو د کمیټې چېئرمېن جېم جورډن، چې د اوهایو ریاست یو رېپبلېکن استازی دی، هم سخت غبرګون ښودلی دی.

رېپبلېکن استازی، جېم جورډن
رېپبلېکن استازی، جېم جورډن

جورډن ویلي یې دي:

«دا فیصله، په انصاف باندې ملنډې وهل دي. کله زمونږ عدالتي نظام د ګوندیزو سرکاري وکیلانو له خوا د یو متعصب جج مخې ته په یو غېرمنصفانه پروسې کې د وسلې په حیث وکارول شي چې مقصد یې د کمپېن له بهیر نه د [پخواني] صدر ټرمپ لېرې ساتل او د صدر بایډن انتهایي پسنده پالیسیو نه د خلکو د توجو اړول دي، نو د منهاټن د ملنډو عدالت دا ښکاره کوي چې په دې صورت کې څه پېښيږي.»

د کانګرس د عدلي کمیټې یو ډېموکرېټ غړی

د امریکا په کانګرس کې د اېوان نمایندګان د عدلي چارو د کمېټي یو ډیموکرېټ غړي، جېري ناډلر بیا د جیوري د فیصلې هرکلی کړی او ویلي یې دي: «په لوور منهاټن کې انصاف پر ځای کړی شو... هېڅ څوک د قانون نه پورته ندي – آن یو پخوانی صدر هم. ډونالډ ټرمپ اوس د یو جیوري لخوا چې پخپله یې غوره کړی و، انتخاباتو کې مداخلت باندې د انصاف ترمخه، مجرم وګڼل شو او نور د خپلو اعمالو د نتایجو نه نشي تښتېدلی.»

د ډېموکرېټ ګوند سره تعلق لرونکی، کانګرس کې د نیویارک استازی جېري نډلر
د ډېموکرېټ ګوند سره تعلق لرونکی، کانګرس کې د نیویارک استازی جېري نډلر

کانګرس کې د کېليفورنیا یو استازی

په کانګرس کې د کېلیفورنیا سره تعلق لرونکی یو ډيموکرېټ استازي اېرېک سوالوېل لیکلي:

«ډونالډ ټرمپ یو مجرم دی. دا فیصله د کوم انفرادي وګړي دپاره کامیابي نده. دا د یوې نظریې کامیابي ده. دغه نظریه چې مونږ ټول د عین قوانینو پیروکاران یو. د قانون حکمراني نن کامیابه شوه.»

د نیویارک رېپبلېکن استازې

د نیویارک نه په کانګرس کې یوه رېپبلېکنه استازې اېلیس سټېفانېک چې خیال کیږي د آینده رېپبلېکن صدارتي امېدوار یوه احتمالي نایبه هم وي، ویلي دي:

«د نن ورځې فیصلې دا وښوده چې د جو بایډن او ډېموکرېټانو د حکومت لاندې د وسلې په توګه استعمال شوی عدالتي نظام څومره کرپټ، جعلي، او غیرامریکایي شوی دی. زه په مکمله توګه د صدر ټرمپ ملاتړ کوم چې د دې فیصلې خلاف اپیل وکړي او په تمه یم چې د نیویارک یو عالي عدالت انصاف پر ځای او دا فیصله لغوه کړي.

رېپبلېکنه اېلیس سټېفانېک د ټرمپ سرسختې ملاتړه ده
رېپبلېکنه اېلیس سټېفانېک د ټرمپ سرسختې ملاتړه ده

سنېټره کېتهرین کورټېز ماسټو

په سنېټ کې د نېوادا ریاست سنېټرې کېتهرین کورټېز ماسټو ویلي:

«مونږ ټول پوهېږو چې ډونالډ ټرمپ غواړي د خپلو مفاداتو د تحفظ دپاره هرڅه وکړي، په شمول د دې چې زمونږ انتخابات نقصانمن کړي. هېڅوک د قانون نه اوچت ندی، او زه خوشحاله یم چې ګورم نن انصاف پرځای کړی شوی دی.»

د ټرمپ پخوانی سلاکار، جان بولټن

د ټرمپ پخوانی د قامي سلامتیا مشیر، رېپبلېکن جان بولټن چې یو وخت یې نږدې کس و او بیا یې ترې لاره جدا کړه، په خپلو رېپبلېکنانو غږ کړی چې ټرمپ دې انتخاباتو کې خپل کاندید نه ټاکي.

جان بولټن پخوا د ټرمپ د صدارت پر مهال، د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار پاته شوی و
جان بولټن پخوا د ټرمپ د صدارت پر مهال، د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار پاته شوی و

بولټن ویلي: «د نن ورځې فیصله، لکه په توره شپه کې د اورلګېدنې ګنټي. رېپبلېکن پارتۍ اوس آخري فرصت لري چې خپله لاره بدله کړي، او یو مجرم پېژندل شوی کس دې د صدارت څوکۍ ته نه کاندید کوي.»

د ټرمپ د مجرم پېژندل کېدو په اړه امریکایي رسنیو کې پراخ بحثونه روان دي، او شېبه په شېبه د نورو مختلفو سیاستمدارانو او څېړونکو تبصرې هم مخې ته راځي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG