واشنګټن – د ایران د پارلمان یو پخوانی مشر علي لارېجاني د جمعې په ورځ د جون په ۲۸ د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د یو ممکنه کاندید په توګه راجستر شوی چې د ابراهیم ریسي پر ځای وټاکل شي.
ریسي دا میاشت له اوو نورو کسانو سره د هیلې کوپټر په غورځېدو کې مړ شوی و.
علي لارېجاني لومړنی جګ پوړی کس دی چې دې سیالۍ ته ځان کاندیدوي.
دی او نور جدي سیالان د ۲۰۲۱ کال په ټاکنو کې له سیالۍ څخه منعه شوي وو.
۶۶ کلن لارېجاني ته د ایران په نازکه سیاسي صحنه کې د محافظه کار په سترګه کتل کېږي.
خو هغه په زیاتېدونکې توګه له پخواني ولسمشر حسن روحاني سره خپل ځان نېږدې کړی و د چا اداره چې په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ له طاقتونو سره اټومي تړون ته رسېدلې وه.
لارېجاني د ۲۰۲۱ کال په ټاکنو کې د یو حقیقي کاندید په توګه ولاړ و او ریسي د یو سخت دریځه او د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنايي د سرپرست په توګه سیالي کوله.
لارېجاني په دې وروستیو ورځو کې په انلاین ډول په خپلو تبصرو کې یواځې دومره ویلي چې دی به یو کاندید وي.
د لارېجاني کورنۍ د اوږده وخت راهیسې د ایران په شعیه نظریې کې ځواکمنه پاتې شوې.
لارېجاني خبریالانو ته وویل،
"د اقتصاد د پرانیستې لپاره به د بندیزونو د مسلې حل کول د هغوی د سیاست له لومړیتوبونو څخه وي."
ټول کاندیدان باید د ایران د ۱۲ کسیزه ساتونکې شورا لخوا تصویب شي چې ټول پکې مذهبي مشران او عالمان دي او د خامنايي لخوا یې مشري کېږي.
دغې شورا هېڅکله یوه ښځه نه ده منلې او نه یې هغه څوک منلی چې د هېواد په اداره کې بنیادي بدلون غواړي.
دا چې څوک به سیالۍ ته درېږي او څوک به منل کېږي دا لا یوه پوښتنه ده.
د هېواد سرپرست ولسمشر محمد مخبر چې د پردې شاته یو بېروکرېټ مشر پاتې شوی کېدای شي یو مخکښ کاندید وي ځکه هغه لا له مخکې څخه لیدل شوی چې له خامنايي سره لیده کاته کوي.
دغه ډول په نورو ممکنه کاندیدانو کې پخوانی سخت دریځه ولسمشر محمود احمد نیژاد او پخوانی اصلاح غوښتونکی ولسمشر محمد خاتمي هم یادېږي خو ایا هغوی به پرېښودل شي چې سیالي وکړي دا یوه پوښتنه ده.
د کاندیدانو د راجستر کېدو پنځه ورځنۍ دوره د نهې یا سې شنبې په ورځ پای ته رسېږي.
بیا به ساتونکې شورا په لسو ورځو کې د کاندیدانو وروستی لست خپروي.
دوی به بیا د جون په وروستیو کې له ټاکنو مخکې د دوو اونیو لپاره لنډ کمپاین کوي.
نوی ولسمشر به په داسې حال کې کار پیلوي چې دغه هېواد د وسلو تر کچې یورانیم غني کوي او نړیوال څارونکي له خنډونو سره مخ دي.
ایران د اوکراین په وړاندې جګړه کې روس ته وسلې ورکوي او د غزې د جګړې پر وخت یې په اسرایلو باندې د ډرون او میزایلو بریدونه وکړل.
دوی همدارنګه په منځني ختیځ کې خپلو جنګي ډلو ته په دوامداره توګه وسلې ورکوي لکه د یمن هوثي یاغیانو او په لېبنان کې د حزب الله ملیشې ته.
په ورته وخت کې د ایران اقتصاد د دوی د پيسې ریال د ارزښت له کمېدو سره د کلونو راهیسې د فشار لاندې دی.
د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د ایران له پولیسو سره د مهسا امیني د مړینې پرسر په ټول هېواد کې لاریونونه وشول.
د ملګروملتونو یو پېنل ویلي، چې د ایران حکومت د هغه "فزیکي تاوتریخوالي" مسول دی چې له امله یې امیني مړه شوې ده.
Forum