واشنګټن – پاکستاني چارواکي وايي، ۱۱ هغه کسان یې نیولي چې په مارچ کې په چینايي انجینیرانو باندې په یو مرګوني برید کې تورن وو او اوس له دوی سره بندیان دي.
د دغو کسانو له نیول کېدو وروسته پېکنګ له اسلام اباد څخه غوښتي چې پلټنو ته دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و چې چین د پاکستان لخوا په دې برخه کې شوی پرمختګ ډېر مهم بولي.
هغې زیاته کړه، "چین د پاکستان د دې کار ملاتړ کوي چې غواړي د مسلې تل ته ځان ورسوي چې څه پېښ شوي او ټول ښکېل کسان عدالت ته راولي."
د مارچ په ۲۶ نېټه په دې برید کې پنځه چینایي انجینیران او د هغوی ډرایور وژل شوي وو.
پولیسو په وینا دوی د خیبر پښتونخوا ستر داسو ډېم کې د کارکولو لپاره په لاره وو چې یو ځان وژونکي ورسره له چاودېدونکو توکو ډک موټر وجنګوه.
پاکستان په افغانستان تور لګوي، چې ترهګرې ترې په پاکستان کې بریدونه کوي خو طالبانو دا ادعا په وار وار رد کړې ده.
اسلام اباد ویلي، هغه ځان وژونکی چې په چینیايي انجینیران یې برید کړی یو افغان و.
په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو له څېړنیزې ادارې څخه عبدالله خان وايي،
"په شانګله کې په چینايي انجینیرانو باندې برید یواځینی برید نه دی. داسې ډېر بریدونه دي چې په پاکستان کې د افغانانو لخوا ترسره کېږي. هلته یې مړي وي او افغانان پېژندل کېږي."
بلوچ بیلتون غوښتونکې ډلې اسلام پاله ترهګر د چین په ګټو او خلکو باندې په پاکستان کې بریدونه کوي.
بلوچ بیلتون غوښتونکو سره تړلو ترهګرو په تېرو وختونو کې هم په چینايي وګړو او ګټو باندې د بریدونو پړه منلې ده.
د دې میاشتې په سر کې پوځ ویلي چې ځواکونه یې هره ورځ د استخباراتي معلوماتو پر مټ سل عملیات کوي.
اسلام پاله ترهګرو د ۲۰۲۱ کال په یو بس موټر باندې د هغه برید پړه هم منلې وه چې په کوم کې چې د اوبو د بند کار کونکي سپاره وو.
په هغه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي چې لږ تر لږه نهه تنه یې چینایان وو.
له جرم سره تړلي دوه نیول شوي تورن کسان په مرګ باندې محکوم شوي وو.
خو د مې په ۲۳ نېټه په خیبر پښتونخوا کې په چینایي انجینیران باندې د دغه تازه برید پړه تر اوسه چا نه ده اخیستې.
حکومت ویلي چې د دې پېښې قربانیانو کورنیو ته به ۲.۵۸ میلیونه ډالره ورکوي.
پاکستان د چین د سترې پروژې سېپېک لپاره چې د چین د ۶۲بیلینه ډالرو د پانګونې پروژه ده د چینایي کارکونکو کوربه وي.
پاکستاني چارواکي وايي، په چینايي پروژو باندې کار په دې وروستیو کلونو کې ورو شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف به د جون په لومړۍ اونۍ کې له چین سره لیدنه وکړي چې د سپېک بیا کتنه وکړي.
Forum