لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند ټاکنو کې بي جی پي له اکثریت لرې ده خو مودي د بریالیتوب دعوه کړې


د هند وزیراعظم نریندرا مودي د نهې یا سه شنبې په ورځ د هند په عامو ټاکنو کې د خپل سیاسي ایتلاف د ګټې دعوه کړې ده خو مطبوعاتي رپورټونه وایي چې مودي اؤ دهغه سیاسي ایتلاف ته دې ټاکنو کې اپوزیشن کلکه منډه ورکړې ده.

کانګریس ګوند د انتخاباتو نتیجې د وزیراعظم مودي د اخلاقي شکست په مانا بللې دي.

نریندر مودي د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې راټولو شوؤ ګوندي مشرانو ته ویلي چې د هغه" ملي جمهوري ایتلاف" به پرله پسې په دریم ځل حکومت جوړوي.

هغه ویلي د هند رایه ورکوونکو د هغه په ګوند اؤ واکمن ایتلاف دواړو باندې "ډیر زیات باور" ښکاره کړی دی.

نوموړي ویلي د نن بریالیتوب د نړۍ د تر ټولو ستر جمهوریت ګټه ده.

خو د کانګریس صدر ملک ارجن کهرګی اؤ ددغه ګوند مشر راهول ګاندې د کانګریس په مرکزي دفتر کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې د ایتلافي ګوندونو سره به غونډه کوي اؤ دې غونډه کې به د "تېلګو دیسم ګوند" اؤ "جنتا دل یونایټیډ" د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره مشورې کولی شي .

په اوسنیو ترسره شوؤ انتخاباتو کې دا دواړه یاد ګوندونه د حکومت جوړولو په لړ کې د زیات ارزښت لرونکو ګوندونو په توګه مخې ته راغلي دي.

ټي ډي پي 15 او جي ډی یو 12 څوکۍ ګټلي خو دې دواړو ګوندونو تر اوسه حکومت کې د ګډون په حواله خپله هیڅ اراده نه ده ښودلې.

د انډیا اتحاد اؤ این ډي ای اتحاد تر منځ د 60 څوکیو فرق موجود دی، اټکل شوی چې دې انتخاباتو کې به این ډی ای 292 اؤ انډیا ایتلاف 232 څوکۍ ترلاسه کړي.

د وي او ای د رپورټ تر مخه تازه ترلاسه شوې شمیرې ښیي چې بي جی پي دې ټاکنو کې 240 څوکۍ ترلاسه کولی شي اؤ په داسې صورت کې به دواړه سیاسي ایتلافونه د حکومت جوړولو لپاره د نورو سیاسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کولو ته اړتیا ولري.

کله چې د راهول ګاندهي څخه وپوښتل شول چې ایا انډیا اتحاد به په اپوزیشن کې کښیني ؟ نو هغه وویل مونږ خپلو ملګرو ته درناوی لرو ، هغوي سره به خبرو کې په دې اړه مشوره کوو خو راهول ګاندهي اؤ کهړګي دواړو وویل چې د انتخاباتو نتیجې د وزیراعظم نریندر مودي اخلاقي شکست دی.

د وي او ای رپورټ وایي چې د هند واکمن ګوند بي جی پي د حکومت سازۍ لپاره د اړین اکثریت نه لرې خو امکان لري چې واکمن ایتلاف نیشنل ډیمو کریټک الاینس اکثریت ترلاسه کړي.

په تېرو دوؤ ټاکنو کې د ګانګریس اؤ سماجوادي ګوند ګارکردګي غوره نه وه خو دا ځل امید شته چې هغوي له مخکې په پرتله زیاتې څوکۍ وګټي.

په هند کې د ترسره شوؤ انتخاباتو نه وروسته لا د رایو شمیرنه روانه ده خو د رجحاناتو په اساس ورسره د حکومت جوړونې ګنګوسې هم کیږي.

تازه شمېرې ښي چې این ډي ای په دې انتخاباتو کې 295 اؤ انډیا اتحاد 235 څوکۍ ګټلی شي خو د حکومت جوړولو لپاره بیا 272 څوکیو ته اړتیا ده.

هند کې د 19م اپریل نه د جون تر لمړۍ نیټې بیلابیلو ریاستونو کې د لوک سبها د 543 څوکیو لپاره خلکو خپلې رائ ورکړې وې.

دې انتخاباتو کې نزدې یو ارب خلکو د رای ورکولو وړتیا لرله خو د دغو رایه ورکوونکو له جملې څخه 66 کسانو خپلې رایې کارولې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG