لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او مکسیکو پر پوله د پناه غوښتنې محدودیتونه اعلان شول


واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د نهې یا سې شنبې په ورځ یوه حکمنامه اعلان کړه چې له مخې به یې د امریکا او مکسیکو ترمنځ پوله باندې د پناه غوښتنې بهیر په لنډ مهاله توګه درول کېږي.

د پناه غوښتنې بهیر به هغه مهال درول کېږي کله چې په دغه پوله باندې د غیر قانوني او یا د اسنادو نه لرونکو اوښتونکو کسانو شمېر په ورځ کې په اوسط ډول ۲۵۰۰ ته ورسېږي.

د بایډن دغه حکمنامه وايي، هغه کسان به چې په غیر قانوني توګه امریکا ته اوړي پناه غوښتنې ته نه وي برابر مګر دا چې غیر معمولي دلیلونه موجود وي چې دوی ته ولې په امریکا کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې په خپلو خبرو کې وویل، "یواځې دا کارونه به زمونږ د کډوالۍ سیستم جوړ نه کړي، خو له زمونږ سره به د یو سخت چلنج په غوره تنظیم کې مرسته وکړي."

د امریکايي چارواکو په وینا، په پوله باندې به د پناه غوښتونکو دغه لنډ مهاله بندېدل هغه مهال عملي کېږي کله چې په ورځ کې په پوله باندې د داسې تېرېدونکو کسانو شمېر له ۲۵۰۰ څخه واوړي او دا تګلاره به بېرته هغه وخت پرېښودل کېږي کله چې دا شمېر له ۱۵۰۰ څخه کم وي.

امریکا د کډوالۍ په اړه اصلاحاتو کې د لسیزو راهیسې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي

دا محدودیتونه سمدستي عملي کېږي. د امریکا د سي بي سي خبري ټي وي لخوا د لومړنیو خپرو شویو شمېرو له مخې، د امریکا پوله ساتو چارواکو د مې په شلمه نېټه ۳۰۰۰ پناه غوښتونکي ریکاډ کړي وو او د مې په لومړیو ۲۱ ورځو کې یې په اوسط ډول هره ورځ ۳۷۰۰ کسان ثبت کړي وو.

څوک اغېزمن دي:

تقریبا د هر هېواد کسان د امریکا له جنوبي پولې څخه په غیر قانوني توګه داخلېږي.

د دغو محدودیتونو پر وخت به هغه کډوال چې له جنوبي پولې څخه داخلېږي په چټک ډول د ویستلو لپاره به د پناه غوښتنې د افسر لخوا ژر کتل کېږي یواځې د دې لپاره چې که خپل هېواد ته د بېرته ورتګ له امله باوري ویره ولري.

دا په دې معنی چې "د شکنجې او محاکمې وېره وي"

په امریکا کې د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل مشرې امي فیشر امریکا غږ ته وویل،‌

"که تاسو غږ پورته کړئ او پناه وغواړئ نو کېدای شي چې تاسو تېر شئ خو هغه څه چې مونږ پرې پوهېږو هغه دا دي چې خلک اکثره وخت انګلیسي خبرې نشي کولای. دوی تل په دې نه پوهېږي چې څه ډول خپل خوندیتوب وغواړي."

د امریکا د کورنیو چارو د وزارت چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي،

"دا محدودیتونه به زمونږ د نیمې ځمکې او د ختیځې نیمې ځمکې په کډوالو باندې یو ډول عملي کېږي. مونږ به د کیوبا، هیټي، نیکاراګوا او وینزویلا خلک بېرته وباسو لکه مونږ به چې په تېر وخت کې ویستل."

څوک په دغو محدودیتون کې نه راځي؟

له دغو محدودیتونو څخه ځیني خلک معاف دي، لکه بې وارثه ماشومان، د انساني قاچاقو قربانیان، هغه کډوال چې بیړنی روغتیايي حالت لري او هغه چې قانوني ویزې او یا امریکا ته د داخلېدو نور داسې اسناد ولري."

پایله:

هغه کسان چې په غیر قانوني توګه داخلېږي او په خپل هېواد کې د شکنجه کېدو او یا محاکمه کېدو باوري اسناد و نه لري،‌ هغوی به "ژر ویستل کېږي او تر پنځو کالو پورې به بیا امریکا ته نشي راتلی او که راشي نو د یو جرم په توګه به ورسره چلند وشي."

ولې اوس داسې وشول؟

د کورنیو چارو او د عدلیې وزارت چارواکو له خبریالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، دا محدودیتونه د اوړي په موسم کې اړین وو ځکه په دې وخت کې د کډوالو اوښتل زیاتېږي.

د پولې پر امنیت دا سخت دریځ د امریکا د رایه ورکونکو ترمنځ د راپورته شویو اندېښنو په غبرګون کې نیول شوی مخکې له دې چې دوی د نومبر په پنځمه نېټه ټاکنو ته ولاړ شي.

نیوکې:

ځینې ریپبلېکنان وايي، بایډن دا حکم راتلونکو انتخاباتو ته په کتلو کړی.

په سنېټ کې د اقلیت مشر میچ مکانل ویلي،

"ټاکنو ته د میاشتو په پاتې کېدو سره، ولسمشر هیله لري چې د دې حکمنامې په ورکولو سره وښيي چې دی د بحران په اړه سوچ کوي او کوښښ کوي چې حل یې کړي."

د کډوالو فعالانو په دغه کار باندې سختې نیوکې کړي او دا یې د پناه غوښتونکو د ژغورنې په وړاندې "یوه بشپړه مایوسي" بللې.

د بخښنې له نړیوالې ادارې څخه فیشر وویل، له دغه اداري حکم سره به له پناه غوښتنې څخه ډېر کسان محرومه شي او خلکو ته به ډېره سخته شي چې خپل غوښتنلیک برابر کړي.

فیشر زیاته کړه، "له دې سره دا نه ښکاري چې څوک د پناه اخیستلو لپاره ناسمه ادعا لري. هغه څه چې کوي هغه دا دي چې تر ټولو زیات له خطر سره مخ خلک پکې زیان ومومي."

د اکلو په نامه د کډوالو د حقونو پروژې په یوه برېښنا لیک کې خبریالانو ته ویلي، چې دوی به د دغو محدودیتونو د درولو لپاره دغه حکمنامه سو (په قانوني توګه چلنج) کړي.

د اکلو مرستیال مشر لي ګیلرنټ وویل،‌

"مونږ قصد لرو چې په محکمه کې دا حکم چلنج کړو. دا هغه وخت هم غیر قانوني وو چې ټرمپ کړی وو او اوس هم قانوني نه دی."

خو د بایډن د ادارې چارواکي له دې سره موافق نه دي او وايي، چې امریکا به خپلو نړیوالو مسولیتونو او ژمنو ته هم پابند پاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، "دا ګامونه به د کډوالۍ سیستم ځواکمن کړي، او د هغو کسانو لخوا به پرې فشار کم شي څوک چې قانوني اسناد نه لري.‌"

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG