له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې د سړک د غاړې یوه بمي چاودنه اؤ د وسله والو برید کې د یو پولیس عسکر په کډون دوه کسان وژل شوي اؤ یو ماشوم ژوبل شوی دی.
د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې بمي چاودنه د چهارشنبې په ورځ د باجوړ د ماموند تحصیل په لوئ خرکي سیمه کې شوې ده.
سرچینې وایي، دغلته د سړک په غاړه ښخ یو بم چاودیدلی چې د فرمان په نوم یو ماشوم پکې وژل شوی اؤ د فواد په نوم بل ماشوم سخت ژوبل شوی.
د پېښې سره سم امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین د چاودنې ځای ته رسیدلي اؤ چاودنه کې د وژل شوي ماشوم جسد اؤ ژوبل ماشوم یې د ښار ضلعي روغتون ته رسولي دي.
پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړي خو په سمدستي توګه لا نه ده معلومه شوې چې د سړک پغاړه دا بم چا د کومو غرضونو لپاره ایښی ؤ.
ماموند د افغانستان له پولې سره نزدې د باجوړ هغه ناکراره سیمه ده چې زیاتره وخت پکې په امنیتي ځواکونواؤ قامي مشرانو د سړک د غاړې بمي چاودنې اؤ وسله وال بریدونه ترسره کیږي اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر عسکرو، قامي اؤ قبایلي مشرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدا شان سرچینې وایي چې د چهارشنبې په ورځ د باجوړ د عنایت کلي بازار په شاه ولي مارکیټ کې نامعلومه وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې پکې د ولي په نوم یو پولیس عسکر وژل شوی دی.
سرچینې وایي دغلته پولیس عسکرو له یو دوکان څه سودا اخسته چې وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې اؤ وتښتېدل.
له پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسیدلي اؤ د برید کوونکو لټون یې پیل کړی دی.
د دې پېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې بیلابیلو وختونو کې باجوړ کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې داعش خراسان پغاړه اخستې ده.
Forum