لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په اېف سي ځواک بريد شوی، څلور سرتيري پکې وژل شوي، دوه ژوبل


د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې د اېف سي (ملېشې ځواک) په موټر بريد شوی، څلور سرتیري پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په 24 ستمبر اېف سي په هرنايي کې د دوه کمانډرانو په ګډون د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

د هرنايي ضلعې مرستیال کمشنر سهېل انور پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي "د بلوچستان په هرنايي سيمه کښې د ملېشه ځواکونو پر موټر بريد شوی، چې په نتيجه کښې يې څلور سرتېري وژل شوي او د يو افسر په شمول دوه نور ژوبل شوي دي".

د هرنايي ليویز ځواک يوه سرتیري د نوم نه اخستلو په شرط وي او اې ډيوه ته د ټيلي فون له لاﺭې وويل چې د خالي په ورځ له کوټې ښاره د يوسل شل کلوميټره لیرې پرته په هرنايي سیمه کښې د کوټې پر لويه لاره د شاهرګ او کهوسټ ترمنځ د اېف سي ځواک پر قافله د سړک له غاړې ښخ شوي ماين برید شوی.

چارواکی زياتوي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د ځواکونو د ګښت موټر له يادې سيمې د تېرېدو په حال کښې وو.

د پېښې په نتيجه کې د ملېشه ځواکونو څلور سرتیري وژل شوي دي.

لېويز چارواکي زياتوي چې په ياد بريد کښې د ملېشه ځواکونو د يو لوړپوړي افسر په شمول دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي.

په پېښه کښې په موټر کښې سپاره څلور سرتېرو شناخت د حسين رحمت، محمد سليمان، ماجد فريد او ذاکر په نومونو شوی دی. د ﺭپوﺭټ د جوړولو تر وخته د يادې پېښې ﺯمه واﺭي چا ندہ منلې.

د چاﺭواکو په خبرہ ټپي سرتیري یې د علاج لپاره کوټې ته وړي دي.

د ځايي خبریال الله نوﺭ ناصر په خبرہ له يادې پېښې وروسته د امنيتي ځواکونو لخوا په سيمه کې په پېښه کې د ککړو خلکو د پلټلو عمليات پیل شوي،
خو د رپوټ تر بشپړېدو پوري د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د هرنايي پېښه په داسي وخت کښې رامنځته شوې، چې پرون د جمعې په ورځ د پوليسو د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي په ګوادﺭ کې پر چينايانو باندې د برید پلان جوړونکي يا ماسټر مايند او د هغه د دوو نوﺭو ملګرو د نيولو او په 24 ستمبر يې په خاران علاقه کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

د ﺭوان کال د اګست په 20 د بلوچستان په ګوادر سيمه کښې دچينايي انجنرانو پر کاﺭوان په ځانمرګي برید کې څلوﺭ ځايي اوسيدونکي ماشومان وژل شوي او يو چينايي ټپي شوی وو.

په تېرو 24 ساعتونو کښې په بلوچستان کښې پر امنيتي ځواکونو دا دویم بريد دی، چې ترسره شوی دی.

د جمعې په ورځ د اواران په سيمه کښې د ځواکونو پر کاروان د بريد په نتيجه کښې دوه سرتېري وژل شوي او پنځه نور بيا ژوبل شوي وو.

په همدې ورځ د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې (ای ايس پي ار )په خپره شوې اعلاميه کښې ادعا کړې وه، چې په خاران سيمه کښې د پوځ په عملياتو کښې د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم د دوو کمانډرانو په ګډون یې شپږ ترهګر وژلي دي.

د هرنايي په ګډون د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو سيمو کې تر دې وړاندې هم په وار وار پر امنيتي ځواکونو د وسله والو له لوري بريدونه شوي، او و دوی ته پکې مرګ ژوبلې اړول شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG