په پاکستان کې د بجلۍ د بیل په قسطونو کې د جمع کولو اساني له خلکو اخستل شوې اؤ د بجلۍ د انتظام ادارې نیپرا ویلي چې اوس به کال کې خلک صرف یو ځل خپل بیل په قسطونو کې جمع کولی شي.
د نیپرا لخوا یو بیان کې ویل شوي چې د صارفینو د خدماتو مینویل 2021م کې بدلون راوستل شوی اؤ اوس به د بجلۍ صارفین په کال کې یوازې یو ځل خپل د بجلۍ بیل په قسطونو کولی شي.
تر دې وړاندې چې به پاکستان کې په چا پسې د بجلۍ زیات بیل راغلو نو هغه به کولی شول چې دغه بیل په قسطونو کې جمع کړي خو اوس چې په چا پسې څومره بیل راځي نو هغه به دغه بیل یکمشت جمع کوي اؤ په کال کې یو ځل به یوازې د بل په قسطونو کې د جمع کولو له اسانۍ برخمن وي.
خو نیپرا واضحه کړې ده چې په کوم بیل صارف په قسطونو کې جمع کوي نو په وړومبي قسط به ترې مارک اپ یا سود نه اخستل کیږي اؤ په نورو قسطونو کې به صارف 14 فیصدي سود هم ورکوي.
څېړونکي د نیپرا دا اقدام د بجلۍ د صارفینو سره زیاتی ګڼي اؤ اندېښنه ښکاره کوي چې دې سره به پاکستان کې د بجلۍ د غلا کچه نوره هم لوړه شي.
خبریال فیاض شاداب وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې وړاندې نه د بجلۍ نرخونه دومره لوړ دي چې زیاتره خلک د میاشتنیو بیلونو د جمع کولو توان نه لري اؤ ورځ تر بلې د بجلۍ په نرخونو اؤ ټیکسونو کې اضافه هم کیږي .
د هغه په خبره، په داسې صورت کې د خواریکښې اؤ بې وزله طبقې سره د بجلۍ د بیل جمع کولو یوازینۍ لاره په قسطونو کې د بیل جمع کولو پاتې وه.
خو فیاض شاداب وایي چې اوس نیپرا دا اساني هم له ولس وتروړله نو پاکستان کې چې وړاندې نه د بجلۍ د غلا کچه لوړه ده اوس به ورسره د غلا دا ګراف نور هم په بره خیژي اؤ زیاتره خلک به د لوړو بیلونو د اداییګۍ د توان نه لرلو له امله د بجلۍ غلا ته له مجبوریته زړه ښه کوي.
د ښاغلي شاداب په وینا ، پروسکال د نګران حکومت په دوره کې هم چې خلکو پسې د بجلۍ له حده لوړ بیلونه راغلل نو چا یې د ادا کولو توان نه لرلو اؤ ګرد هیواد کې ددغو بیلونو په ضد له قهره ډک احتجاجونه شوي وؤ .
هغه وایي بیا دغه احتجاجونه یوازې په دې ساړه کړی شوي وؤ چې که څوک په یو ځای د بجلۍ بیل نه شي جمع کولی نو باید په قسطونو کې یې جمع کړي.
خو ښاغلی شاداب وایي دا چې که اوس څوک د بجلۍ د لوړو بیلونو په یکمشت د جمع کولو توان نه لري نو هغوي سره بله هیڅ لاره نه پاتې کیږي چې یا د بجلۍ د استعمال نه لاس واخلي اؤ یا هم د بجلۍ غلا ته زړه ښه کړي.
Forum