د ماشومانو د تحفظ په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره – یونېسف – د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو رپوټ جاري کړ چې ترمخه یې په ګرده نړۍ کې د پنځو کالو کم عمر لرونکو هرو څلورو ماشومانو کې، یو یې د خوراک له اړخه د سختې غریبۍ ښکار دی او داسې خوارځواکي یا غذائیت لري چې ژوند ته یې خطره پېښولی شي.
رپوټ زیاتوي چې شاوخوا اووه ویشت فیصده (٪۲۷) ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلونو کم دي، یعنې شاوخوا ۱۸۱ میلیونه ماشومان – د ورځې د دوه قسمه خوراک نه ډېر څه نه خوري، حال دا چې یونېسف دغو ماشومانو دپاره په ورځ کې د اته ډوله خوراکي موادو سپارښتنه کوي. یونېسف دغو ۱۸۱ میلیون ماشومانو حال، د خوراک د لحاظه شدیده غریبي بللې ده.
کله چې اهم خوراکي مواد ماشومانو ته ونه رسېږي، نو د شدیدې خوارځواکۍ یا غذائیت ښکار ګرځي.
د یونېسف د رپوټ یو لیکوال، هریت تورلیس د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې ته ویلي چې د دغسې غذائیت ښکار ماشومانو ته د مرګ خطره دوولس برابره زیاته ده.
په دغو ۱۸۱ میلینو ماشومانو کې چې د خوراک د سختې کمۍ ښکار دي، دوه په درېیمه شمېر یې په جنوبي اېشیا او ذیلي-صحارائي افریقې کې ژوند کوي. د ٪۶۵ فیصده دغو ماشومانو تعلق، د شلو ملکونو سره دی.
یونېسف په رپوټ کې ویلي چې په کافي پیمانه پرمختګ نه ترسره کیږي، خو بیا هم دغه اداره وایي چې په مغربي او مرکزي افریقې کې په ماشومانو کې د خوراکي غریبۍ شرحه په ۲۰۱۲ کې د ٪۴۲ نه، په ۲۰۲۲ کې ٪۳۲ ته راښکته شوې ده.
د رپوټ ترمخه، رغنده ګامونه په شمول د دې چې حکومتونو د ماشومانو د خوراک او په اړه یې خلکو ته د معلوماتو او آګاهۍ په برخو کې سرمایه کارۍ کړې دي، د دې سبب شوی چې په ماشومانو کې د شدیده خوراکي کموالي شرحه راټیټه شي.
د حماس په ضد د اسرایل د جګړې د پیل راهېسي په غزه پټۍ کې د ماشومانو د خوراک شدیده غریبي پراخه شوې ده. د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر نه تر ۲۰۲۴ کال اپرېل پورې، د غزې په هرو لسو ماشومانو کې نهه تنان یې ډېر سخت د خوراکي کمښت ښکار پاته شوي، چې د رپوټ ترمخه، یوه بې مثاله شرحه ده.
Forum