د پاکستان د سپريم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ د پينځه ججانو د نېب بدلونونو قضيې اورېدنه بشپړه کړې او فېصله یې محفوظه کړې ده، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران د جېل څخه د ويډيو لنک د لارې خپل دلايل وړاندې کړي دي.
عمران خان ويلي، چې کله حکومت او اپوزيشن د نېب (احتساب ادارې) د مشر په ټاکنه وران شي نو درېم امپاير يې ټاکي، زه وېم چې سپريم کورټ دې دغه ټاکنه کوي ځکه چې د درېم امپاير لخوا ټاکل شوی د نېب چيرمېن بيا د هغه ماتحته وي زمونږ په دور کې نېب زمونږ په لاس کې نه وو.
د سپريم کورټ جج ريمارکس ورکړي چې غېر منتخب کسان د نېب د قانون نه بهر ساتل امتیازي سلوک دی او قانون پوهه وکيل فاروق اېچ نايک بيا ويلي، د جسټس منصور علي شاه د نوټ ملاتړ کوي.
عدالتي معاون وکيل خواجه حارث په خپلو دلايلو کې ویلي په مرکزي قضيه کې د بنيادي حقونو د سرغړونې تفصيل يې ويلی د نېب بدلونونه د 9,14,25 او 24 مادو سرغړونه ده.
چيف جسټس د عمران خان د وکیل خواجه حارث نه پوښتنه کړې، تاسو سياسي احتساب غواړئ؟ تاسو غواړئ چې وړاندې کوم قانون وو هغه شان دې وي.
خواجه حارث ويلي، د نېب بدلونونه مخصوصو کسانو ته د ګټې رسولو دپاره وو ځکه هغه وخت مخصوص کسان په جېلونو کې وو.
چيف جسټس ویلي هغه ګوند چې په سپريم کورټ کې یې قانون چېلنج کړی وو په هايکورټ کې یې هم چېلنج کړی وو، شعېب شاهي چېلنج کړی وو، که د نېب بدلونونه دومره خطرناک وو معطل کړي به یې وو.
جسټس اطهر من الله ويلي د پارلیمنټ قانون نه شي معطل کېدی، د پارلیمنټ سپکاوی دی.
په اورېدنه کې د نوموړي جج او خواجه حارث بحث هم شوی دی.
او چيف جسټس د خواجه حارث نه پوښتنه کړې چې تاسو دومره ايماندار وئ نو په خپل حکومت کې مو استثنا ولې ورکوله، د برتانيې مثال ورکوئ خو هلته استثنا نه ورکول کيږي، ممکنه ده ستا موکل ته د نېب د بدلونونو څخه ګټه وي.
جسټس اطهر من الله ویلي، د ايين څخه به ويل وي چې د بدلونو نه حقونه څنګه متاثره شوي دي؟.
او جسټس جمال مندوخېل ويلي، چې سپريم کورټ د عدالتي فېصلې د لارې د پارليمنټ په قانون کې بدلون کړی دی، يو سړی راغلو ايين يې وچقولو او د نېب قانون یې جوړ کړو .
خواجه حارث بيا خپل دلايل پوره کړي او د دمې وروسته عمران خان خپل دلايل وړاندې کړي دي.
عمران خان په خپلو دلايلو کې ويلي، د نېب بدلونونو قضيه کې د حکومتي خواستونو مخالفت کوي، چيف جسټس ورته ویلي د قضيې تر حده پاتې شه.
هغه د جسټس اطهرمن الله حواله ورکړې چې هغه ويلي که د نېب بدلونونه وشو زما تاوان به وشي، ماته د 14 کالو بند سزا راکړل شوې چې د توشه خانې د ډالۍ قيمت مې کم لګولی، د پاو کم دوه کروړه روپو زما د ګړۍ/ ساعت قيمت درې اربه روپۍ ښودل شوی دی.
هغه ویلي زه وايم چې د نېب چيرمېن دې سپريم کورټ لګوي ځکه د درېم امپاير لګولی چيرمېن بيا د هغه ماتحت وي.
عمران خان ويلي، په برتانيه کې جمهوري نظام د اخلاقياتو، قانون د سرلوړۍ او احتساب باندې وي.
جسټس جمال مندوخېل ويلي، تاسو څه ويل غواړئ چې پارلیمنټ بدلون کولی شي که نه؟ عمران خان ويلي د فارم 47 والا یې نه شي کولی، او بيا ورته جسټس مندوخېل ويلي بيا هغه اړخ ته ځې کومې قضيې چې د اورېدنې لاندې دي.
جسټس اطهر من الله ویلي، د نېب په اړه ستاسو د بيان وروسته څه پاتې شوي دي، په نېب به دې اعتبار وي؟ عمران خان ويلي په پينځه ورځو کې چې راسره نېب څه کړي د هغې وروسته به څه اعتبار وي.
نوموړي جج عمران خان ته د الېکشن کمېشن تعنيات کول ور ياد کړي دي.
عمران خان ويلي، زه په جېل کې يم د نېب د بدلونو سره به په ما اساني راشي خو ملک به ديواليه شي، په دوبۍ ليکس کې هم نومونه راغلي، پېسه د ملک نه بهر ځي، غريب خلک د بهر نه پېسې راليږي او شتمن یې بهر ليږي، د ملک اقتصادي حالت انتهايي خراب شوی دی غټ علت یې د پېسو غېر قانونه لېږل رالېږل (مني لانډرنګ) دی.
جسټس جمال مندوخېل عمران خان ته ويلي، ستا خبرې مې ويروي چې حالات دومره خراب دي نو سياستوال دې په خپل مينځ کې کښېني حل دې کړي، چې اور لګېدلی وي خلک اوبه نه ګوري چې پاکې دي که خچنې اول اور مړ کوي.
او عمران خان ویلي په هند کې کېجريوال ازاد کړل شو سزا یې معطله کړل شوه او په انتخاباتو کې یې برخه واخسته خو ماته په پينځه ورځو کې سزا راکړل شوه او د انتخاباتو څخه بهر کړل شوم
جسټس جمال مندوخېل ترې پوښتنه کړې، سیاسي نظام چا جوړ کړی؟.
او جسټس اطهر من الله ویلي د بده مرغه تاسو په جېل کې یئ، خلک درنه امېدونه لري، عمران خان ويلي که د زړه نه اووايم ټول خلک تاسو پله ګوري، په پاکستان کې غېر اعلاني مارشل لا ده، او بیا جسټس مندوخېل ويلي که څه هم کيږي مونږ به ګيله ستاسو نه کوو، مونږ تاسو پله او تاسو مونږ پله ګورئ.
عمران خان د سايفر په حواله خبره کړې خو چيف جسټس ودرولی چې د اورېدنې لاندې قضيه باندې خبره نه کوي.
جسټس اطهر من الله ترې پوښتنه کړې په پارليمنټ کې مو د نېب د قانوني مسودې مخالفت ولې نه کوو؟ عمران خان ويلي داسې حالات جوړ شوي وو شرح نمو په 6.2 وه حکومت د سازش لاندې وغورځول شوی پارلیمنټ کې مو سازشي حکومت ته جواب نه شو ورکولی.
چيف جسټس بيا عمران خان ته ويلي، دوه خبرې کوې يو اړخ ته د احتساب او بل اړخ ته استثنا ورکوې، په پارليمنټ کې په ناسته مسلې حل کړئ ملک په وړاندې تګ ته ضرورت لري.
د اورېدنې په حکمنامه کې چيف جسټس ليکلي که کوم فريق په اووه ورځو کې ليکلی جواب جمع کول غواړي نو کولی شي چې داخل یې کړي.
Forum