چین ته د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف د پینځه ورځني سفر په پاي کې دواړو هیوادونو پخپله ګډه اعلامیه کې د سیمه ییز امن،ثبات، پرمختیا اؤ خوشحالۍ لپاره په ګډه د کار کولو هوډ ښکاره کړی .
په اعلامیه کې ویل شوي چې د چین اؤ پاکستان ترمنځ دفاعي همکاري سیمه کې د اسټراټیجک تولې پځای ساتلو لپاره زیاته مهمه ده.
د پاکستان د خارجه دفتر نه په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هیوادونو د مشرانو تر منځ لیدنو کې د چین اؤ پاکستان تر منځ د امنیتي همکاریو په غځولو ټینګار شوی دی.
اعلامیه وایي چې دواړو لوریو د ترهګرۍ په وړاندې د زغم نه لرلو د رویې پخپلولو سره د هر رقم ترهګرۍ د مقابلې کولو خپل عزم څرګند کړی اؤ د یو هر اړخیز نکته نظر له لارې یې د ترهګرۍ د مخنیوي اؤ امنیت لپاره د خپلو مرستو په غځولو اتفاق کړی دی.
اعلامیه کې راغلي چې دواړو هیوادونو د نړیوالې ورورولۍ څخه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره خپلو کې د مرستو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې ده اؤ د ترهګرۍ په معامله یې د غبرګ یا دوه ګوني معیار سره سخت مخالفت ښودلی دی.
اعلامیه کې د ترهګرۍ د ملاتړي سیاست اؤ اله کارۍ سره مخالفت ښودل شوی اؤ دواړو هیوادونو د ملګرو ملتونو په څېر د ګڼ اړخیز کاري چوکاټ دننه د ترهګرۍ د مخینوي د ګڼ اړخیزه تعاون مضبوطولو لپاره د نړیوالې ورورولۍ سره په ګډه د کار کولو هوډ څرګند کړی دی.
اعلامیه وایي دواړو هیوادونو دا خبره منلې ده چط د پاکستان اؤ چین اقتصادي راهداري(سي پیک) د بیلټ اینډ روډ انیشیټیو مهمه پروژه ده اؤ د سي پیک له پیل کېدو وروسته دواړو خواؤ په ګډه د منصوبه بندۍ،په ګډه د تعمیر اؤ په ګډه د ګټو اخستو په اصولو عمل کړی دی.
د اعلامیې له مخې په سي پیک دې ګډو اقداماتو د پاکستان ترقیاتي منظر نامه بدله کړې ده ،پاکستاني ولس ته یې د فلاحي لحاظه ګټه رسولې ده اؤ د پاکستان چین مربوطې پرمختیا ته یې وده ورکړې ده.
د پاکستان وزیراعظم ښاغلی شهباز شریف د چین د پینځه ورځني سفر بشپړولو وروسته هیواد ته رارسیدلی دی.
چین ته د شهباز شریف په دې سفر کې پاکستان او چین د سيپېک لاندې د روانو پروژو په خپل ټاکلي وخت سرته په رسولو، د سيپېک په اپ ګرېډ کولو او ددې د دوېم پړاو لاندې د ترقياتي منصوبو مخ په وړاندې بوتللو باندې اتفاق کړی دی.
د 62 اربه ډالرو د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ دا منصوبه په لومړي ځل کال 2015 کې شروع کړی شوې وه چې پکې د ګوادر د بندر ګاه تعمير، د توانايۍ کارخانې لګول او د پاکستان په لربر کې د سړکونو جال خپرول شامل دي. خو د يوې لسيزې تېرېدو باوجود هم ددې منصوبې په مستقبل سوالونه راپورته کېږي.
په پاکستان کې د يوې چينايي ورځپاڼې لپاره کار کوونکی خبريال خالد عزیز چې په دې هېواد کې د چين په منصوبو هم نظر ساتي، وايي د سي پېک منصوبې دوېم پړاو د پاکستان دننه د امنيت او ددې هېواد د مالي حالت له امله د چېلنجونو سره مخ دی.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي،د سي پېک په دويمه مرحله کې به د چين صنعت کاران د پاکستان په بېلابېلو برخو کې صنعتونه لګوي، کاروبارونه به کوي اؤ پاکستان ته به په هر کلي، ښار او په هره ضلعه کې د چين د وګړو حفاظت باوري کول وي.
د خالد عزیز په وینا" که وګورو نو په دې چېلنج کې پاکستان نه مخکې کامياب شوی دی او نه په راتلونکو ورځو کې داسې ښکاري چې پاکستان به د چين د وګړو حفاظت باوري جوړ کړي او څنګه چې د سي پېک اولنۍ برخه په نيمايي کې پاتې شوې وه هم دغه شان داسې ښکاري چې دا دويم پړاو به هم د امنیتي صورتحال د لاسه ډېر زيات د ستونزو ښکار وي"
د پاکستان د سرکاري شميرو ترمخه د سي پېک په منصوبه کې 95 پروژې شاملې دي چې په کې تر ټولو لويه د 33 اربه ډالرو د توانایۍ په څانګه کې سرمایه کاري هم شامله ده،
معلومات ښي چې د 21 پروژو څخه تر دې دمه په 14 منصوبو کار مکمل شوی، دوه د تعمير په مرحله کې دي او په 5ؤ به کار پېل کېږي.
Forum