لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي بېنک د شرحه سود يو نيم فيصده کمولو اعلان وکړ خو کاروباريانو دغه پرېکړه رد کړې


د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) د شرحه سود يو نيم فيصده کمولو اعلان وکړ او د ‏‎11‎م جون څخه یې د شرحه سود کچه ‏‎20.5‎‏ فيصدو ته راکمولو ‏فېصله وکړه.

خو د پاکستان مرکزي اېوان صنعت و تجارت وايي، "د شرحه سود معمولي راکمول ردوي" او د کراچۍ چېمبر اف کامرس ويلي شرحه سود لږه ‏راکمه کړل شوې خو"سم لوري ته يو قدم پورته کړل شو".‏

پاکستان کې له دې وړاندې شرحه سود د يو کال راهسې ‏‎22‎‏ فيصده وو، سټېټ بېنک په ‏‎29‎م اپرېل مانیټري پاليسي اعلان کړې او شرحه سود یې په ‏‎22‎‏ ‏فيصده په ځای ساتلی وو.‏

د پاکستان سټېټ بېنک ترمخه په ملک کې د کال ‏‎2020‎م د جون په مياشت کې شرحه سود اووه فيصده وو، هم د دغه کال په نومبر کې شرحه سود په اووه ‏فيصده په ځای ساتل شوی او د هغې وروسته بيا په ستمبر ‏‎2021‎‏ کې شرحه سود ‏‎7.25‎‏ فیصده ته سېوا کړل شوی خو بيا د پاليسۍ په برخه ختلو لړۍ تېر ‏کال ‏‎22‎‏ فيصده ته رسېدلې او څلور کاله پس پکې يواځې يو نيم فيصده کمی وکړی شو.‏

سټېټ بېنک وويل، نن د جون په لسمه نېټه د زري پاليسي کمېټۍ غونډه وشوه، په غونډه کې د ملک د مجموعي اقتصادي صورتحال جاج واخستل شو، ‏او يادې کمېټۍ ويلي په ملک کې د ګرانۍ شرحه په ريکارډ کچه د ‏‎38‎‏ فيصده نه ‏‎12‎‏ فيصدو ته راکمه شوې ده، ځکه یې د شرحه سود راکمولو فېصله وکړه.‏

د مرکزي اېوان صنعت و تجارت مشر عاطف اکرم شېخ د شرحه سود يو نيم فيصده ته راکمولو ته په غبرګون کې ویلي، "صنعتي او تاجر ورورولي د شرحه ‏سود د دې نه زياتې کچې ته راکمېدو ته په تمه وو، او شرحه سود ‏‎15‎‏ فيصده ته راکمېدل پکار وو. او اوس کاروباري خلکو ته د شرحه سود د کمولو د لارې ‏د کاروباري بېنکونو نه د پورونو اخستو کې اسانتیاوې ورکولو ته اړتيا ده".‏

خو د کراچۍ چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مشر افتخار احمد شېخ ویلي، "که څه هم په شرحه سود کې لږ کمی شوی او مايوس کن دی خو د کومې نرمۍ ‏فېصله چې شوې ده، دوی تمه لري چې دا شرحه به نوره راکميږي".‏

اواقتصاد پوه خبريال وکیل الرحمان پاکستان کې د شرحه سود کمېدو په اړه وايي، په ملک کې چې د شرحه سود کمولو دپاره د ګرانۍ کمېدو کوم علت ‏ښودل کيږي، "د ګرانۍ کمېدو مطلب دا نه دی چې ګڼې ارزاني راغلې ده، د دې مطلب دا دی چې ګراني نوره نه ده زياته شوې".‏

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "په ملک کې د ځينو څيزونو لکه اوړو، تيلو او ځينې نورو خوراکي توکيو بيعې راکمې شوي خو د هغې هم خپل ‏علتونه دي، لکه د اوړو ارزانېدو علت په ملک کې د غنمو پيداوار زيات شوی دی، ګاډي ځکه يو څه ارزان شوي چې خلک د ګاډو اخستو قوت نه لري ‏کاروباري هلې ځلې کمې شوي، د ځمکو کاروبار ودرېدلی او تيل ځکه ازران شوي چې په نړيوال مارکيټ کې یې بيعې راټيټي شوي دي".‏

هغه وویل، "اوس چې کوم شرحه سود راکم کړل شوی زياته ګټه به یې حکومت ته رسي ځکه چې حکومت د بېنکونو نه قرضې په زياته شرحه سود ترلاسه ‏کړې وې، د صنعت کارو او کاروباريانو دپاره اوس هم شرحه سود سېوا دی".‏

سټېټ بېنک زياته کړې، د فرورۍ پورې په ملک کې د ګرانۍ د کچې راکمېدو امکان زيات وو خو د مې په میاشت کې چې کومې شمېرې مخې ته راغلې د ‏هغې له امله په زري پاليسۍ کې د کمي کولو امکانات ډېر شو.‏

ويل شوي، زري پاليسۍ کمېټۍ د راتلونکې بجټ په حواله اقداماتو او راتلونکې کې د تيلو قيمتونو کې ردوبدل په اړه چې په نزديو کې د ګرانۍ د کومو ‏خطرو ويل شوي، د هغې خطرو باوجود اوسنۍ زري پاليسي به د سختۍ باوجود ګراني قابو وساتي.‏

د سټېټ بېنک ترمخه، په کال ‏‎2024‎م کې به د پاکستان حقيقي جي ډي پي (مجموعي ملکي مقامي پيداوار) په ‏‎2.4‎‏ فيصده په ځای وي، او د پورونو د درنو ‏قسطونو او ورسره سرکار ته د کمو پېسې راتلو باوجود د پاکستان د زرمبادله ذخيرې ښې شوي او نزدې نهه اربه ډالرو ته رسېدلي دي.‏

سټېټ بېنک د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پراخه فنډ پروګرام دپاره تماس نيولی دی او د هغې نه هم امکان څرګند کړل شوی دی چې له امله به یې د پېسو ‏راتلل سېوا شي او هغې سره به د زرمبادله ذخيره نوره زياته شي. ويل شوي په نړيواله کچه د تيلو قيمتونه کم شوي خو د تیلو بغېر توکي (لکه کمېمکل، ‏ګاډي، د صنعتونو چلولو دپاره خام مال او نورو) قيمتونه سېوا کيږي. ‏

او د دې پرمختګ په بنياد په مجموعي توګه کمېټۍ نظر وړاندې کړی چې اوس د پاليسۍ نرخ راکمولو مناسب وخت دی. په غونډه کې دا هم ويل شوي چې ‏په ملک کې د زرعي او صنعتي شعبو کې پيداوار زيات شوی دی.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG