لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند وزیر اعظم نریندا مودي د دریمې دورې لپاره سوګند پورته کړی


دا انځور د جون په نهمه نېټه له ښاغلي مودي څخه د سوګند پورته کولو پر وخت اخېستل شوی
دا انځور د جون په نهمه نېټه له ښاغلي مودي څخه د سوګند پورته کولو پر وخت اخېستل شوی

واشنګټن - د هند‌ وزیراعظم نریندرا مودي د ایتلافي حکومت د مشر په حېث د اقتدار دریمه دوره شروع کړه.‌

په سیمییزو اتحادیانو د هغه انحصار دا پوښتنې راپورته کړي دي چې هغه به څنګه په موثره توګه خپله د بدلون اېنجنډا عملي کولي شي چې د ووټونو نه مخکې يې لوظونه کړي دي.

وزیر اعظم نریندرا مودي‌ داسې دوهم هندي مشر دی چې په درېم وار یې واک ترلاسه کړی دی.‌

خو دا وار هغه کم ماموریت سره واک اخستی او پارټۍ یئ پارلیمان کې خپل اکثریت دلاسه ورکړی.‌

هغه ایتلافي حکومت جوړولو ته غاړه ایښودی ده او خپل ایتلافیانو سره پراخې موافقې ته اړتیا لري.‌

ایتلافیانو سره په ګډه حکومت کول به د مودي په شان مشر لپاره به یوه مسله وه چې په تېرو لس کالونو کې به لوی اکثریت او د خپلې خوښې حکومت کړی دی

سیاسي څېړنکاره نیریجا چودهري وايي،

"د هغو د کار کولو طریقه دا پاتې شوې ده چې زر فیصلې وکړي. ‌هغه چې کله څه مسلې ته مخامخ شوېدی،‌ هغو د دې د حل لپاره نیټه ټاکلې ده. دغه کار هغو د ډیرو خلکو سره د مشورو نه بغېر کړېدې.‌ او اوس به هغه نوې طریقې ته اړتیا ولري.‌"

د انتخاباتو په وخت ښاغلې مودي ویلې و چې د غټو‌ اهداف ترلاسه کولو لپاره هغو د سل ورځو منصوبه جوړه کړیده.‌ اوس سوال راپورته کېږي چې هغه به دغه اهداف ایتلاف سره څنګه ترلاسه کوي.‌

پوهان وايي هغه به د اقتصادي ودې لپاره تولیداتو او پانګونې په مد کې اصلاحاتو په مد کې خپل ایتلافیان ځان سره یو ځای وساتلې شي.

دغه شان ګاونډيو هیوادونو،‌ امریکا او روس سره د اړیکو ساتلو لپاره به هغه او ایتلافیان یئ موافق وي.‌ ‌

سیاسي شنونکې نیرجا چودهري وايي،

"د اقتصاد په اړه غټو فیصلو لکه ځیني برخې خارجي پانګو ته سپارلو کې به هغو ته څه مشکل نه وي.‌ دغه شان په خارجي تګلاره کې هم به هغو ته خپل ایتلافیان او د مخالفینو رضا کول ګران نه وي.‌"

مګر د هغه پارټي د هند ملتپاله تګلاره خپله کړیده او د هغو ایتلافیان سیکولر ایجنډا لري او د بي جې پي هندو له فوقیت باندی یقین نه ساتي.

شنونکي ګڼي چې ایودیا کې ستر هندو درمسال پرانستلو مودي له سیاسي ګټې نه دي ورکړی او پارټۍ یي هم هاغه سیټ بېللې چرته چې دغه درمسال جوړ شویدی

سیاسي څیړنکار نیلن جان مخو پاندیا وايي،

"د کال ۲۰۲۴ انتخاباتو فیصله کې سخت دریځه هندو ملتپاله تګلاره رد شویده.‌

دغه شان د خلکو بي جې پي له د ووټ‌ نه ورکولو پرشا علت د درمسال جوړولو هم نه و."

په داسې یو هیواد چرته چې مخالف ګوندونو د مودي په مشرۍ کې د جمهوریت پرشا د تللو ګیلې کولې،‌ هغو له به دغه نوي راپورته اپوزیشن سره توافق پیدا کول وي.‌

پوهان وايي‌ دا به اوس کتل وي چې مودي کوم ته چې مخالفین عامر هم وايي هغه د هند دې نوي سیاسي میدان سره څنګه ځان بلدوي.‌

ښاغلي مودي له به ځان بیا د سره جوړول وي که چرې هغه غواړي چې حکومت ېې خپله موده پورا کړي او سه سیاسي لانجه کې ګیر نشي.‌

د تیرو لس کالو نه د هندي سیاست د ټولو ستر نوم نریندرا مودي په کوم میراث پریږدي دا به د هغو د دریم وار حکومت نه پته لګي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG