لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د ډزبندۍ په اړه د صدر بایډن پلان ته رایه ورکړه


US-UK-UNSC-DIPLOMACY-MYANMAR
US-UK-UNSC-DIPLOMACY-MYANMAR

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل د نیویارک په وخت د ګل/دوشنبې په ورځ ماسپښین، د صدر جو بایډن لخوا پېش کړی شوی هغه پلان منظور کړ چې په غزه کې د اسرایل او حماس ترمنځ ډزبندي غواړي. د امنیت شورا په حماس ډلې هم غږ وکړ چې دا معامله دې قبوله کړي.

د امریکا له خوا وړاندې شوي پلان کې د یرغمل شوو تنانو د خلاصون ترڅنګ، د یو مکمله او فوري ډزبندۍ غوښتنه شوې ده.

روئټرز خبري ادارې ویلي، حماس ډلې د امریکا لخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پېش کړی شوې مسودې د منظوره کېدو هرکلی کړی او په یو بیان کې یې ویلي چې د دې پلان د بنیادي موضوعاتو په عملي کېدو کې د منځګړیو سره همکارۍ ته آماده دي. حماس زیاته کړې چې د دې پلان بنیادي اصول، "زمونږ د خلکو او د مزاحمت د مطالباتو مطابق دي."

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې چې پنځلس (۱۵) غړي لري، څوارلسو یې د پېش کړی شوې مسودې په حق کې رایه ورکړه، خو صرف روس د هېڅ قسمه رایې ورکولو نه انکار وکړو.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېنډا ټامس-ګرینفیلډ د رایې ورکولو نه پس سېکوریټي کونسل ته وویل: "نن مونږ امن ته رایه ورکړه."

په دې منظور شوې مسوده کې په دواړو اړخونو – اسرایل او حماس – غږ شوی چې بغیر د کومه ځنډه او یا کوم شرط، د مسودې غوښتنې عملي کړي.

منځني ختیځ ته د لنکن سفر

د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن د ګل/دوشنبې په ورځ د منځني ختيځ له مشرانو وغوښتل چې په غزه کې د جنګ د پای ته رسېدو په خاطر دې په حماس ډلې زور واچوي چې د ډزبندۍ وړاندیز ومني.

بلنکن وویل چې حماس یوازېنی اړخ دی چې په درې مرحلو مشتمل وړاندیز یې ندی منلی، حال دا چې اسرایل له وړاندې دا منلی دی.

بلنکن د مصر په پایتخت قاهره کې خبریالانو ته وویل: "د یقین حاصلولو بهترینه طریقه چې نور دې اولسي خلک ونه وژلی شي، دا ده چې د ډزبندۍ معامله پرمخ ولاړه شي، او حماس دې هغه قبوله کړي. خبره همدومره ساده او بنیادي ده."

بلنکن پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې، "زمونږ مصري شراکتداران په همدې وروستیو څو ګېنټو کې د حماس سره په رابطه کې وو. فکر کوم چې مصر، امریکا، او نور ملکونه په دې باور دي چې وبه کړای شو د هو جواب ترلاسه کړو."

بلنکن د گل/دوشنبې په ورځ منځني ختیځ ته ولاړ، چې د تېر اکټوبر میاشتې راهېسي هغې سیمې ته د نوموړي اتم سفر دی.

بلنکن په دوشنبې ورځ د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو او دفاع وزیر یوواو ګېلنټ سره وکتل. تر هغه وړاندې یې په قاهره کې د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي سره کتلي و. په دې دوره کې به ښاغلی بلنکن قطر او بیا اردن ته هم ولاړ شي، او هلته کې به د غزې دپاره د بشري امداد په اړه یو کنفرانس کې هم برخه واخلي.

بلنکن په اسرایل کې د نېتنیاهو سره په ملاقات کې په دې اهمیت ټینګار وکړ چې د اسرایلیانو او فلسطینیانو دپاره د یو شان امن، سولې او استحکام جوړولو په خاطر باید کوششونه وشي.

په قاهره کې د ګل/دوشنبې په سهار انټني بلنکن د مصر له صدر السیسي سره په لیدنه کې، د جنګ وروستو د غزې د بیا مرمت کولو، او هلته کې د امن او انتظام راوستلو په باب بحثونه جاري وساتل. هغوی همدا شان د رفح سرحدي دروازې د پرانېستلو په اهمیت خبرې وکړې.

په همدې حال کې د امریکا پوځ د اتوار/یکشنبې په ورځ د غزې په شمالي علاقو کې د هوایي جهازونو نه فلسطینیانو ته د امداد راغورځولو عمل بیا پیل کړ. دا عمل د مې په وروستیو کې ځنډولی شوی و، او امریکایي پوځ ویلی و چې د ځنډېدو لامل یې خراب موسم او په سیمه کې د اسرایلي ځواکونو عملیات و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG