لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اقتصادي کونسل د راتلونکي مالي کال لپاره د اقتصادي پلان اؤ اهدافو منظوري ورکړې


د پاکستان قامي اقتصادي کونسل د راتلونکي مالي کال لپاره د اقتصادي پلان اؤ اهدافو منظوري ورکړې ده چې د هغې له مخې د وفاق اؤ صوبو ترقیاتي پلان به ۳ زره اؤ ۶۰ اربه روپۍ وي.

د قامي اقتصادي کونسل غونډه د ګل یا دوشنبې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ ترسره شوې چې په کې د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده.

پاکستاني مطبوعات وایي په دې غونډه کې د ملکي اقتصاد اؤ بجټ په اړه هم خبرې اترې اؤ سلاګانې شوي اؤ ویل شوي چې په بجټ کې به وفاقي ترقیاتي پروګرام ۱۵۰۰ اربه روپۍ وي اؤ په دې کې به د ولسي شخصي یا پبلک پرائیوټ پارټنر شپ لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ ځانګړې کولی شي.

غونډه کې ویل شوي چې د نوي مالي کال لپاره به د څلورو واړو صوبو ترقیاتي پلان د ۱۵۶۰ اربه روپو وي.

غونډې ته په وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د ملک د ترقۍ،اقتصادي پیاوړتیا اؤ د ولس د خوشحالۍ لپاره به یې حکومت د موجوده وسیلو نه په غوره توګه استفاده کوي اؤ د معیشت په اړوند ټولو مهمو فیصلو کې به وفاق د صوبو اؤ دخیلو خواؤ سره مشورې کوي تر څو داسې فیصلې وشي چې ټولې صوبې پرې رضا اؤ نتیجې یې له خوښیو ډکې وي.

په دې غونډه کې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور هم ګډون درلودو اؤ د مرکزي حکومت د مخالف سیاسي ګوند تحریک انصاف سره تعلق لرونکی وزیراعلا ښاغلی ګنډا پور زیاتره وخت تورونه لګوي چې مرکز د پښتونخوا په اربونو روپۍ لاندې کړي اؤ صوبې ته د خپلې برخې پیسې نه ورکوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د دعوؤ له مخې دا مهال د ترهګرۍ په ضد د جګړې په مد کې وفاق ته د پښتونخوا صوبې ۱۶۰۰، د تماکو په مد کې ۱۳۰۰اؤ د بجلۍ په مد کې ۱۵۱۰ اربه روپۍ ورپورې دي.

تېره اوونۍ ښاغلي علي امین ګنډا پور ویلي وؤ وفاق د پښتونخوا د ورپورې پیسو اؤ منصوبو په ایسارولو سیاسي انتقام اخستل غواړي خو هغه واضحه کړې وه چې دی به د ولس په ګټو هیڅ رقم جوړ جاړي ته غاړه نه ږدي اؤ د صوبې له حقونو به نه پشا کیږي.

د قامي اقتصادي کونسل غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي یاد کونسل به د معیشت د بحالۍ په اړه د مهمو پرېکړو کولو لپاره کاروي اؤ نوموړي د یوې داسې کمیټۍ د جوړولو لارښوونه هم وکړه چې هغه ددې کونسل د لا فعالولو اؤ همغږي کولو لپاره خپل وړاندیزونه مخې ته راوړي.

کونسل د کال ۲۰۲۳-۲۴م د کلیزو پرمختیایي منصوبو اؤ کارکردګۍ اؤ د کال ۲۰۲۴-۲۵ د تجویز کړل شوؤ ترقیاتي منصوبو نه هم خبر کړل شوی اؤ ورته ویل شوي راتلونکي کال لپاره د شرحه نمو هدف کې په واضحه توګه اضافه شوې ده.

کونسل د ۱۳مې پینځه کلنې ترقیاتي منصوبې اصولي منظوري هم ورکړې ده.

‏اټکل کیږي د پاکستان حکومت به د جون په 12مه، د مالي کال 2024-25 لپاره د شاوخوا 18 ټریلينه روپو بجټ قامي اسمبلې ته وړاندې کړي.‏

پاکستاني مطبوعاتو د خزانې د مرستيال وزير له خلې ويلي په بجټ کې د درې ټریلينه روپو اضافي ټيکسونه لګولو او جي ایس ټي له 18 څخه 19 سلنې ته ‏لوړولو وړاندیزونه هم تر غور لاندې دي، کوم به چې د څيړونکو په وينا ګراني نوره هم سيوا کړي.‏

څيړونکى وایي، حکومت که چري د پخوا په شان غېر مستقيم ټيکسونه لګوي لکه جي ايس ټي يو فىصدي لوړول، د بجلۍ، ګېس او پټرولو بيعې لوړول، ‏نو دې سره به ګراني نوره هم سېوا شي.‏

د دوى په وينا، دا بجټ د نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم ايف د شرطونو د لاندې تيار شوی او کله چې دا د پارليمان نه پاس شي نو له هغې وروسته به آی ايم ‏ايف د پور ورکولو په نوي پروګرام د حکومت سره خبرې شورو کوي.‏

څيړونکی ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي، " که د آی اېم ايف پروګرام وي او که نه، دا ډير شيان خو مونږ ته د وړاندي نه کول پکار وو خو د سياسى جوړ ‏جاړي له وجې د ځنډ ښکار شو، اوس به دا کتل وي چې په بجټ کي به حکومت ټېکس امدن څنګه سېوا کوي او د ځمکو اخستلو، خرسولو کاروبار ‏،کرکيله ، واړه او غټ دوکانداران به څنګه په ټېکس جال کې راوستلې شي، د حکومتى ادارو شخصى څانګې ته ورکول او حکومتى خرچې به څنګه ‏راکموي".‏

سلهري وي او اې ډیوه سره خبرو کې زیاته کړې، چې کله دا هر څه وشي نو د دې اثر خو به د مستقيم او غېر مستقيم ټيکس په شکل کې په خلکو پريوځي.‏ پاکستان تېرو ورځو کي نړیوالې مالیاتي ادارې نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.‏

آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اقتصادى اصلاحات وکړي، حکومت دي خپل حجم او دولتي ‏لګښتونه راکم کړي، ترقياتى بجټ دي په صوبو وروا چوي او شتمنه ډلې دي دټيکس جال کي راولي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG