د کال ۲۰۲۴-۲۵م لپاره د پاکستان د ۱۸زره اؤ ۹۰۰ اربه روپو وفاقي بجټ نن پارلیمان ته وړاندې کولی شي چې پکې دسرکاري ملازمانو په تنخاګانو، پنشن اؤ الاونسونو کې د اضافو وړاندیز شوی دی.
پاکستاني مطبوعات وایي چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د بهر نه په راغوښتل کیدونکو موبایل فونونو د ټیکس اؤ جنرل سیلز ټیکس د زیاتولو وړاندیزونه هم شوي دي.
بیلابیلو پاکستاني رسنیو د سرچینو له قوله ویلي چې ترقیاتي بجټ کې د ۱۰۱۲ اربه روپو د اضافې سپارښتنه شوې اؤ د ترقیاتي منصوبو لپاره د ۳۷۹۲ اربه روپو د بیلولو امکان ښودل شوی دی.
د بجټ دستاویزاتو له مخې د وفاق ټول بجټ به د ۱۸زره اؤ ۹۰۰ اربه روپو وي چې په دې کې به د صوبو د کلیزو ترقیاتي منصوبو لپاره ۲۰۹۵ اربه بیلولی شي.
حکومت راتلونکي مالي کال کې د ترقیاتي پروژو لپاره د ۹۳۲ اربه روپو د نور پور ترلاسه کولو پرېکړه هم کړې ده چې د هغې په اساس به وفاقي حکومت د ۳۱۶ اربه روپو کورني اؤ د ۶۰۰ اربه روپو بهرنۍ قرضې اخلي.
اټکل کیږي چې بجټ کې به د سرکاري ملازمانو تنخاګانې د ۱۰ نه نیولي تر ۱۵ فیصدو پورې سیوا شي.
همدا شان دې بجټ کې د ټیکسونو ترلاسه کولو هدف ۱۲اعشاریه ۹ ټریلین روپۍ ښودل شوی اؤ د سود اؤ قرضونو د ستنولو اندازه نهه نیم ټریلین روپۍ ښودل شوې ده.
رسنیو اټکل کړی چې د توانایۍ په څانګه کې د رعایتونو ورکولو لپاره په بجټ کې ۸۰۰ اربه روپو د بیلولو امکان دی.
همدا شان بجټ کې د وفاقي ټیکسونو له لارې د ۱۲ اعشاریه ۹ ټریلین روپو راټولولو اندازه لګول شوې ده اؤ د نان ټیکس ریونیو ابتدایي اندازه بیا ۲۱۰۰ اربه روپۍ لګول شوې ده.
رسنۍ د بجټ دستاویزاتو په حواله وایي چې د پټرولیم لیوي په مد کې د ۱۰۵۰ اربه روپو نه د زیاتو پیسو ترلاسه کولو هدف ټاکل کیدای شي.
څيړونکى وایي، حکومت که چېري د پخوا په شان غېر مستقيم ټيکسونه لګوي لکه جي ايس ټي يو فىیصدي لوړول، د بجلۍ، ګېس او پټرولو بيعې لوړول، نو له دې سره به ګراني نوره هم سېوا شي.
د دوى په وينا، دا بجټ د نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم ايف د شرطونو د لاندې تيار شوی او کله چې دا د پارليمان نه پاس شي نو له هغې وروسته به آی ايم ايف د پور ورکولو په نوي پروګرام د حکومت سره خبرې شورو کوي.
څيړونکی ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي، " که د آی اېم ايف پروګرام وي او که نه، دا ډير شيان خو مونږ ته د وړاندي نه کول پکار وو خو د سياسى جوړ جاړي له وجې د ځنډ ښکار شو، اوس به دا کتل وي چې په بجټ کي به حکومت ټېکس امدن څنګه سېوا کوي او د ځمکو اخستلو، خرڅولو کاروبار ،کرکيله ، واړه او غټ دوکانداران به څنګه په ټېکس جال کې راوستلی شي، د حکومتي ادارو شخصي څانګې ته ورکول او حکومتى خرچې به څنګه راکموي"
سلهري وي او اې ډیوه سره خبرو کې زیاته کړې، چې کله دا هر څه وشي نو د دې اثر خو به د مستقيم او غېر مستقيم ټيکس په شکل کې په خلکو پريوځي. پاکستان تېرو ورځو کي نړیوالې مالیاتي ادارې نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.
آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اقتصادى اصلاحات وکړي، حکومت دي خپل حجم او دولتي لګښتونه راکم کړي، ترقياتى بجټ دي په صوبو وروا چوي او شتمنه ډلې دي دټيکس جال کي راولي.
د اقتصادي چارو خبريال ثنا الله خان وايي،"حکومت ته دوه غټ چيلجونو راوړاندې دي، آمدن یې کم او خرچې یې سيوا دي او بله یې د بجټ خساره ډيره زياته ده او دا پوره کولو دپاره یې نورې قرضې اخلي او راتلونکو درېو کلونو کې به ورته د اويا نه پينځه اويا اربه ډالره صرف بهرني پورونه ورکول وي".
تير کال د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه منفي وه خو راوران مالى کال کې حکومت وايي دا به 3.5 فىصدي وي او ګراني به د شلو فىصدى نه کمه پاتي شي. د مياشې په حساب سره خو ګرانۍ کي کمې راغلې خو د سود شرحه ډيره زياته ده او هم دغه وجه ده چې د پاکستان ټول امدن د درنو قرضو په ورکولو کې ولاړ شي.
څيړونکي وايي د پاکستان اقتصادي ستونزو کې کمی نه ليدل کيږي او که حکومت د آی اېم اېف نه نوی پروګرام اخلي نو ورته به رعايتونه ختمول او ټېکس امدن سېوا کول وي خو دې دپاره حکومت سره نوې لارې نشته او ورته به دې لړ کي نوي ټيکسونه لګول وي.
Forum