لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د پیسو پټولو له تورونو سره مخ دی


واشنګټن – په بنګلدیش کې د نوبل جایزې ګټونکی او ۱۳ نور کسان د خپلې ټیلې کام کمپنۍ څخه د دوه میلیونه ډالرو د غلا کولو یا اختلاس له تورونو سره مخ دي.

دغه تورونه پرې د بنګلدیش د فساد ضد ادارې لخوا لګول شوي او دوی وایي، چې یونس په ګرامین ټیلې کام کمپنۍ کې د کارکونکو د خیریه پیسو څخه ناوړه استفاده کړې.

یادې ادارې ویلي، چې ګرامین ټیلې کام یوه له ګڼو هغو کمپنیو څخه ده چې محمد یونس جوړه کړې او د پیسو په سپیناوي کې ښکېله ده.

ګرامین ټیلې کام د بنګلدیش د موبایلو تر د ټولو لویې کمپنۍ ګرامین فون ۳۴ فیصده اسهام یا ونډې لري.

۸۳ کلن یونس د کوم غلط کار ترسره کول رد کړي او ټینګار یې کړی چې خپلو خلکو ته به خدمت کوي او په حکومت یې تور پورې کړی چې دی ځوروي.

محمد یونس ته په ۲۰۰۶ کال کې د نوبل د سولې جایزه له دې امله ورکړل شوې وه چې غریبو خلکو سره د مرستې لپاره یې مایکرو کرېډیټ سیستم رامنځ ته کړی و.

د بنګلدیش وزیر اعظمې شیخ حسینې په یونس باندې تور لګولی چې "له غریبو څخه وینه زبېښي."

د یونس وکیل عبدالله المانم په یونس باندې دا لګول شوي تورونه ډېر جدي بللي.

یونس د دې کال په سر کې د کار له قانون څخه د سرغړونې له امله په شپږ میاشتني بند باندې محکوم شوی و خو بیا وروسته په ضمانت باندې خوشې کړای شو.

د نړۍ له ۱۷۰ څخه زیاتو رهبرانو او د نوبل جایزې ګټونکو تېر کال له حسینې څخه غوښتي‌ وو چې د یونس په وړاندې دې حقوقي کړنې ودروي.

دوی ادعا کوله چې یونس له حسینې سره د خرابو اړیکو له امله په نخښه شوی دی.

حکومت دا تورونه ردوي.

یونس همدارنګه د کار له قانون څخه د سرغړونې له امله تر سلو زیاتو نورو تورونو سره هم مخ دی.

که چېرې مجرم وپېژندل شي نو کېدای هغه شي‌ په عمر قید باندې محکوم شي.

ټاکل شوې ده چې د هغه محکمه به د جولای په ۱۵ نېټه پيل شي.

د دې راپور ځینې برخې د اسوسیېټېډ پریس او فرانس پریس خبري ادارو څخه اخیستل شوې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG