لاس رسیدونکی لینک

 
د یمن په ساحلي‌ غاړو کې په تجارتي کښتۍ برید شوی
تازه خبر

د یمن په ساحلي‌ غاړو کې په تجارتي کښتۍ برید شوی


واشنګټن – امنیتي ادارو ویلي، په یوې تجارتي کښتۍ باندې په سره بحیره کې هغه ځای برید شوی په کوم کې چې د یمن هوثي یاغیان د تېر کال له وروستیو راهیسې په کښتیو باندې بریدونه کوي.

د برتانیې سمندري تجارتي عملیاتو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوی ته راپور رسېدلی چې په کښتۍ باندې د شا له لوري د یوې "وړۍ کښتۍ" له لیارې برید شوی چې له پنځو څخه تر اوه مترو اوږدوالی یې درلود.

د امبرې په نامه امنیتي کمپنۍ ویلي، برید د یمن د بندري ښار هدیدې څخه ۱۲۵ کیلومټره جنوب لویدیځ ته شوی.

د ویجاړي‌ او د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي‌ ویل شوي.

هوثیانو ویلي، په سره بحیره او د عدن په خلیج کې د دوی بریدونه په غزه کې د حماس او اسرایلو د روانې جګړې په بهیر کې له فلسطینیانو سره په همدردۍ او پیوستون ترسره کېږي.

دغو بریدونو د تجارتي کښتیو شرکتونه مجبوره کړي چې له دغه ځایه خپله لاره واړوي او د افریقا د براعظم چاپیره یوه اوږده او قیمتي لاره وکاروي.

د دې راپور ځینې برخې د فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG