د امریکې صدر جوبايډن ويلي، د خپل زوي هېنټر بايډن د سزا کمولو دپاره به خپل صدارتي اختيارات ونه کاروي، کومه سزا چې هغه ته د وسلې اېښودو په جرم کې ورکړل شوې ده.
د صدر بایډين نه د جي سېوان هيوادونو د مشرانو په غونډه کې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ يوې خبري غونډې په اخبره کې په دغه اړه پوښتنه شو، چې ايا هغه د خپل زوي د سزا کمولو اراده لري، هغه ويلي، "نا".
هېنټر بايډن ته به په کومه نېټه سزا اورول کيږي دا لا تراوسه نه ده ټاکل شوې. خو هغه چې په کومو جرمونو کې سزاوار ګرځول شوی د هغې لاندې هغه ته د 25 کلونو پورې سزا ورکول کېدی شي، خو د دومره سزا ورکولو کېدو امکان نشته ځکه چې هغه په لومړي ځل دغه جرم کړی دی.
ويل شوي، سزا ورکول به په ډسټرکټ ججې ميرلن نوريکا تکيه کوي، څوک چې په دغه څوکۍ پخواني صدر ډانلډ ټاکلې وه، هغه به فېصله کوي چې که هېنټر بايډن زندان ته لېږل کيږي نو د څومره وخت دپاره به وي.
صدر او سپينه ماڼۍ د مياشتو راهسې وايي، بايډن به د خپل زوي سزا معاف نه کړي.
د زيارت په ورځ صدر بايډن د خبري غونډې نه وړاندې ويلي، هغه په خپل زوي وياړي چې د نشې نه یې بس کړي دي، هغه ويلي، زوی یې ډېره مهذبه او ښه سړی دی هغه یې پېژني.
صدر بايډن ویلي، "زه د عدالت د فېصلې پابند يم او هغه (زوی به مې) معاف نه کړم".
(د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي)
Forum