د ټي ټوينټي نړيوال کپ 2024م په روانو سياليو کې د افغانستان لوبډلې پاپوا نيوګيني ته په اووه وکټو ماتې ورکړه، او بل پړاو (سُپر اېټ) ته ورسېدو.
د افغانستان لوبډلې پرله پسې خپلې درې واړه سيالۍ وګټلې، په ګروپ سي کې شاملو پينځو لوبډلو کې افغانستان تر ټولو زيات شپږ پواينټونه ترلاسه کړل.
دا وخت افغانستان پخپل ګروپ (سي ګروپ) کې په اول لمبر دی.
د افغانستان او پاپوا نيوګيني د لوبې پچه/ ټاس افغانستان ګټلی خو بېټنګ یې نيوګيني ته ورکړی او نيوګيني بيا 19 اوورونو او پينځو بالونو په ټولو لوبغاړو اوټ کېدو 95 رنزونه جوړ کړي وو.
د نيوګيني درې لوبغاړي په صفر اوټ شوي او زیات 27 رنزونه یې کيپلين دوريګا جوړ کړي وو.
د افغانستان فضل الحق فاروقي درې وکټې، نوين الحق دوه او نور احمد يو لوبغاړی اوټ کړی وو.
د نيوګيني د 95 رنزونو په ځواب کې افغان لوبډلې ټاکلی هدف د 16م اوور په لومړي بال پوره کړو، او مقابله یې وګټله.
افغان لوبغاړو کې ګلبدين نايب په 36 بالونو 49 رنزونه جوړ کړه او اوټ نه شو.
فضل حق فاروقي د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.
افغان لوبډله به په بله مقابله کې په 18م جون د ويسټ انډيز سره مخامخ کيږي.
په ګروپ سي کې شاملو پينځو لوبډلو کې افغانستان او ويسټ انډيز خپلې درې واړه مقابلې ګټلي شپږ ، شپږ پواينټونه ترلاسه کړي، يوګنډا په درېو لوبو کې يوه ګټلې، پاپوا نيوګيني درې لوبې کړي او درې واړه یې بايللي او نيوزي لېنډ هم دوه لوبې کړي او په دواړو کې یې ماتې خوړلې ده.
Forum