لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو سېک بېلتون غوښتونکي په وژنه کې شکمن وګړی امریکا ته مسترد کړی شو


ګورپت ونت سېنگهـ پڼون په امریکا کې اوسېږي او هند کې د سېکهانو دپاره د خودمختاره ریاست غوښتونکی دی
ګورپت ونت سېنگهـ پڼون په امریکا کې اوسېږي او هند کې د سېکهانو دپاره د خودمختاره ریاست غوښتونکی دی

یو هندوستاني شهري، چې د امریکا د حکومت په ګومان د امریکا په خاوره کې د یو بېلتون غوښتونکي سېک د وژنې په ناکامه هڅه کې ښکېل و، د چېک جمهوریت نه امریکا ته سپارل شوی دی. دا خبر د ګل/دوشنبې په ورځ د چېک جمهوریت د عدلیې وزیر وکړه.

د امریکا سرکاري وکیلانو په نیکهېل ګوپتا باندې تور لګولی و چې ګني د هند د یو حکومتي چارواکي سره په ګډه یې د بېلتون پاله سېک، ګورپت ونت سېنګهـ پڼون د وژنې سازش کړی و. ګورپت ونت پڼون د امریکا یو اوسېدونکی دی چې د هند په شمال کې د سېکهانو دپاره د یو علیحده خودمختاره ریاست غوښتنه کوي او دې مقصد ته فعالیتونه کوي.

ګوپتا په تېره جون میاشت کې د هند نه پراګ ته سفر کړی و چې هلته د چېکي چارواکو لخوا ګرفتاره کړی شو. تېره میاشت د چېک جمهوریت یو عدالت د هغه یو درخواست چې امریکا ته دې نه سپارلی کیږي، رد کړ او په دې توګه د چېک جمهوریت د عدلیې وزارت وکړی شول هغه امریکا ته مسترد کړي.

د چېک د عدلیې وزیر پاوېل بلازېک په اېکس (پخواني ټوېټر) پلېټفارم لیکلي دي: "زما د جون د دریمې نېټې د فیصلې په بنیاد، هندي شهري نېکهېل ګوپتا چې د پېسو په بدل کې د قتل کولو په جرم تورن ګڼل کیږي، د جمعې په ورځ (د جون ۱۴مه) د عدالتي کاروایۍ دپاره امریکا ته مسترد کړی شو."

د چېکي وزیر دا خبرې د روئټرز خبري ادارې د هغه مخکيني خبر پخلی کوي چې د ګوپتا د مسترد کېدو په اړه یې ورکړی و.

د اتوار/یکشنبې په ورځ امریکا کې د جېلونو د ادارې په وېب سایټ باندې د لټون په نتیجه کې راښکاره شوه چې ۵۲ کلن ګوپتا د بروکلېن په یو حراستي مرکز کې چې د امریکا د فډرال انتظامیې پورې اړه لري، بندیوان دی.

د امریکا د عدالیې وزارت یو ترجمان په دې اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه. په امریکا کې د ګوپتا وکیل، جېفري چابرو هم سمدستي څه تبصره نده کړې.

د بېلتون غوښتونکو سېکهانو د وژنې مبینه سازشونه چې په دې وروستیو کې په امریکا او کېنېډا کې راښکاره شوي دي، د هند سره د دغو دوو ملکونو تعلقات یې د امتحان سره مخ کړي دي. هند دا مهال د مغربي ملکونو له نظره، د چین د زیاتېدونکي نړېوال اثررسوخ په مقابله کې اهم بلل کیږي. د هند حکومت په کېنېډا او امریکا کې د بېلتون پاله سېکهانو د وژنو په سازشونو کې لاس لرل رد کړي دي.

ګورپت ونت سينگهـ پڼون د اتوار/یکشنبې په ورځ روئټرز خبري ادارې ته وویل چې که څه هم د نېکهېل ګوپتا د ګرفتارۍ خبر د ستایلو وړ اقدام دی، مګر "نېکهېل ګوپتا صرف یو پلی/عادي سپاهي دی".

د هند حکومت د پڼون په ضد د سازش نه ځان لېرې بللی او وایي چې داسې سازشونه د هند د حکومتي پالیسۍ خلاف کار دی. هند دا هم ویلي چې د واشنګټن لخوا بیان شوو امنیتي نګرانیو په خاطر به د پېښې رسمي پلټنې وکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG