لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سويټزرلېنډ ناسته: د اوکراین علاقايي سالمیت، د سولې دپاره پېشکي شرط دی


د نړۍ اته اویا (۷۸) هیوادونو اوکراین ته د سولې د راتګ لپاره، په سویټزرلېنډ کې دوه ورځنۍ غونډه کې برخه واخسته. دوی په یو لاسلیک شوي دستاوېز کې ویلي د روس سره د سولې لپاره کیدونکې لوظنامې لپاره اساس دې علاقايي سالمیت وي او دا چې کيف دې د جګړې ختمون لپاره د ماسکو سره خبرو ته کښني.

سل وفدونه چې په کې اکثریت د غربي هیوادونو څخه وو، د سوېټزرلېنډ په برګند سټاک ریسورټ کې شوې غونډه کې برخه واخسته. دا د سولې اړخ ته لمړۍ ګام دی.

د هند، سعودي عرب او عرب اماراتو وفدونه هم په دغو کې شامل وو، خو دوی اخیري دستاویز لاسلیک نه کړو، کوم کې چې د جوهري وسلو محفوظول، د خوراک تحفظ او جنګي قیدیانو د تبادلې خبره وه.

د اروپايي کمېشن رئیسي اورسولا فون ډېرلېن د اتوار په ورځ خبرداری ورکړو چې که څه هم په غونډه کې اوکراین سولې ته یو ګام نزدې شوی، خو ریښتېنې سوله په یوه ګام سره نه راځي.

د اروپايي کمېشن مشرې زیاته کړه، «زمونږ ملاتړ او د سولې په نوم دې غونډې رېښتينې سوله رانزدې کړې. مقصد صرف یو جامع او دایمي سوله ده. دا به بالاخره یرغل او د اوکراین د خلکو ځپل کیده ختم کړي. دا به د اوکراین د خپلواکۍ او علاقايي سالمیت بیا پخلی اوکړي. دا به د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور اهمیت بحاله کړي. رېښتني سوله صبر او کلکې ژمنې ته اړتیا لري.»

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي وویل، سولې ته د روس آماده کولو لپاره دوه لارې دي. «لمرۍ د خبرو لار ده، دویمه مظبوطه دفاع او د طاقتور پوځ لاره ده.»

زېلنسکي زیاته کړه: «مونږ په جګړه کې ښکیل یو، مونږ سره د کار اوږدولو لپاره وخت نشته. سولې ته د تګ مطلب زرترزره عمل کول دي. تیارۍ میاشتې اخلي، کلونه نه اخلي. نو که د سولې د پاره عملي پلان تیار وي او په هر ګام لپاره کار شوی وي، نو د سولې لپاره کیدونکې دویمې غونډې او جګړې ختمون لپاره به لار خلاصیږي. د انصاف او دایمي سولې لپاره.»

صدر زېلنسکي دا اونه ویل چې د جګړې ختمولو لپاره د روس د صدر ولاډیمیر پوټین سره نیغ په نیغه خبرو له تیار دی او که نه. یاده دې وي چې وړاندې نوموړي د نیغ په نیغه ناستې نه انکار کړی وو.

روس دې غونډې ته نه وو رابلل شوی، نو دواړه مهم ایتلافیانو روس او چین دې غونډه کې برخه وانخسته.

د اتوار په ورځ کرملېن وویل، اوکراین به د صدر پوټین غوښتنې مني چې ناټو کې به نه شاملیږي او د څلور هغه ضلعو نه به لاس اخلي کومې چې دې وخت روس قبضه کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG