لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بجلۍ په لوډشېدنګ د وفاق اؤ پښتونخوا شخړه،د کورنیو چارو وزیر د پښتونخوا وزیر اعلا سره اړیکه نیولې


Pakistan Interior minister and KPK CM
Pakistan Interior minister and KPK CM

د بجلۍ په لوډشیډنګ د خېبر پښتونخوا صوبې اؤ وفاق تر منځ د راپېدا شوې شخړې نه وروسته د هیواد د کورنیو چارو وزیر د پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډا پور سره تماس نیولی اؤ دواړو مشرانو پرېکړه کړې ده چې ستونزه به دوه ورځو کې دننه د مذاکراتو له لارې هواري.

وزیراعلا علي امین ګنډا پور وفاق ته ګواښ کړی دی چې که د نیشنل ګرډ څخه د پښتونخوا صوبې بجلي کمه کړی شوه نو مونږ به نیشنل ګرډ ته خپله بجلي بنده کړو.

د پاکستان د توانایۍ مرکزي وزیر اویس لغاري هم د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته خط لیکلی اؤ له هغه یې پښتونخوا کې په رامنځته شوي وضعیت قابو موندلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پښتونخوا وزیراعلا ښاغلی علي امین ګنډا پور اؤ د صوبایي اسمبلۍ یو شمیر غړي تېره ورځ پخپله ګرډ اسیشټنو ته ورغلي وؤ اؤ بندې بجلۍ یې پخپله ازادې کړې وې.

د پېښور د بجلۍ د انتظام ادارې پېسکو مشر وفاق ته په لیږل شوې مراسله کې ویلي چې ګڼ شمیر د پارلیمان غړو اؤ ناظمانو په ګرډ اسټیشنو حملې کړې دي، په زرو یې بنده بجلي چالان کړې اؤ پولیس د هغوي پرضد له مقدمو درج کولو نه ډډه کوي.

د چهارشنبې په ورځ ډیره اسماعیل خان کې یو پریس کانفرنس ته وینا کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي هغه د صوبې د پولیسو مشر ته په سپینو ټکو کې ویلي چې د واپډې په وینا به د هیچا خلاف مقدمه نه درج کوي .

د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د ګرمۍ د پیل کیدو سره سم د بجلۍ لوډ شیډنګ پیل شوی چې اؤ ددې لوډشیډنګ خلاف د صوبې بیلابیلو برخو کې ولسي احتجاجونه هم روان دي.

احتجاج کوونکي وایي چې د دوي په سیمو کې د ۱۸ نه نیولي تر ۲۲ ساعتو پورې د بجلۍ لوډ شیډنګ کیږي چې دا په دې سره ګرمۍ کې هیڅکله د زغملو نه دی.

تېره ورځ د پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډا پور پخپله په ډيره اسماعیل خان سیمه کې ګرډ اسټیشن ته ورغلی ؤ اؤ بنده بجلي یې چالان کړې وه.

همدا شان په پېښور کې د صوبایي اسمبلۍ ممبر فضل الهي هم ګرډ اسټیشن کې په زور د خپلې سیمې بنده بجلي خلاصه کړې وه.

وزیراعلا ګنډا پور اعلان کړی چې په ټولو سیمو کې به یوازې دولس ساعته لوډ شیډنګ کیږي اؤ د خپل ګوند په پارلیماني غړو یې غږ کړی چې که تر دې زیات لوډ شیډنګ چرته کیږي نو هغوي باید هلته پخپله ځانونه رسوي اؤ معامله دې هواروي.

د توانایۍ مرکزي وزیر اویس لغاري د کورنیو چارو وزیر ته په لېږلي لیک کې ویلي چې دا صورتحال د ګرډ اسټېشنو اؤ د بجلۍ د مامورینو لپاره خطرناک دی ځکه چې ذمه واره شخصیات پخپله د ګرډ اسټېشنو مخې ته د احتجاجي مظاهرو مشري کوي ، په زوره بجلۍ خلاصوي اؤ پولیس هیڅ اقدام نه کوي.

هغه خپل خط سره د پېسکو د مشر هغه رپورټ هم د کورنیو چارو وزیر ته لېږلی چې پکې ویل شوي چې په کومو، کومو سیمو کې کومو، کومو ولسي استازو په زوره بجلي چالان کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي په وضعیت د قابو موندلو په غرض د شورو یا چهارشنبې په ورځ د وزیراعلا علي امین ګنډا پور سره ټيلي فوني اړیکه نیولي اؤ ورسره په دې خبره اتفاق کړی چې صوبه کې د ۱۲ ساعته لوډشیډنګ په اړه به خپلو کې مذاکرات کوي اؤ مسله به په دوؤ ورځو کې د خبرو له لارې هواروي.

پاکستاني رسنۍ وایي وزیراعلا ګنډا پور د کورنیو چارو وزیر ته صوبه کې د ګرډ اسټېشنو د حفاظت باور ورکړی .

د شورو په ورځ ډیره اسماعیل خان کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي چې که د نیشنل ګرډ نه د صوبې بجلي کمه کړل شوه نو مونږ به په نیشنل ګرډ کې خپله بجلي بنده کړو.

هغه ویلي وفاق خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي اؤ واپډا د خېبر پښتونخوا صوبې سره زیاتی کوي.

نوموړي ویلي د یو فیډر څخه هم باید تر ۱۲ ساعتو زیات لوډ شیډنګ ونه شي.

هغه ویلي په وفاق د خېبر پښتونخوا صوبې د بجلۍ ۱۶ سوه اربه روپۍ ورپورې دي ، وزیراعظم ته په وروستي ځل وایم مونږ ته د خپلې صوبې پیسې راکړه ګنې هیڅوک به هم مونږ له خپل حق اخستو منعې نه کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG