لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا راتلونکې صدارتي مباحثې دپاره ضابطې وټاکل شوې: مایکونه به بندیږي او لیدونکي به حاضر نه وي


تمه کیږي چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال صدارتي انتخاباتو دپاره د اوسني صدر جو بایډن او پخواني صدر ډونالډ ټرمپ ترمنځ په ټي وي باندې اولنۍ مباحثه یا مناظره، د روانې جون میاشتې په ۲۷مه د جورجیا ریاست په سرښار اټلانټا کې ترسره شي. د دغې مباحثې دپاره یو لړ نوې ضابطې ټاکلې شوې دي.

سي اېن اېن خبري رسنۍ اعلان کړی چې د دواړو امېدوارانو کمپېنونو په دغو نویو ضابطو اتفاق کړی، کوم چې د مایک بندول به هم په کې شامله وي.

د بایډن او ټرمپ ترمنځ د دې مباحثې کوربانه به د سي اېن اېن خبریالان جېک ټاپر او ډېنا بش وي. د مباحثې وخت به یو نیم ساعت (۹۰ منېټه) وي چې په منځ کې به یې دوه ځله اشتهارات خپاره کړی شي. وړاندې تر دې به د صدارتي امېدوارانو ترمنځ په ټي وي باندې دغسې مباحثې، د صدارتي مباحثو د کمېشن تر نظر لاندې ترسره کېدلې، او هغو کې به اشتهارات شامل نه و. سږکال نوموړی کمېشن په دې مباحثو څار نلري.

د ۱۹۷۶ کال راهېسي، دا به اول ځل وي چې داسې صدارتي مباحثه کیږي کوم کې چې د مباحثه کوونکو امیدوارانو په مخ کې به سامعین ناست نه وي، بلکې صرف به په ټي وي کتلی کیږي.

د نویو ضابطو جزئیات

دواړه امېدوارانو په دې اتفاق کړی چې کله په مباحثه کې د هغوی د خبرو وار نه وي، نو مایکونه به یې خاموشه ساتل کیږي، چې په دې سره به دا امکان راکم کړی شي چې یو د بل په خبرو کې راودانګي.

په هغو صدارتي مباحثو کې چې د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو نه وړاندې ترسره شول، هم ټرمپ او هم بایډن ډېر ځله یو د بل په خبرو کې رادانګلي ول.

سي اېن اېن ویلي چې د تېرو کلونو مباحثو ته په کتلو سره، دا ځل به د مباحثې چلوونکي یا کوربانه "پخپل اختیار کې ټول وسایل استعمال کړي چې د وخت نظم پام کې وساتلی شي او یو مهذب بحث یقیني کړی شي."

د پخوانیو کلونو خلاف، دا ځل به یو امېدوار هم کومه پرانېستونکې وینا ونلري. هر امېدوار ته به دوه مېنټه وخت ورکړی شي چې یوې پوښتنې ته جواب ورکړي، او یو مېنټ به هم د مقابل لوري د کوم بیان تردید او یا تردید ته یې جواب ورکولو دپاره ولري.

د بحث چلوونکو سره به هم یو منېټ اضافه وخت وي چې په پخپل صوابدید به یې استعمالوي. د مباحثې په آخره کې به، هر یو امېدوار ته دوه مېنېټه وخت ورکړی شي چې خپل اختتامیه بیان ورکړي.

د سي اېن اېن نېټ ورک ترمخه، یو رنګه پوډیم یا د وینا مېزونه به هلته وي چې بیا د هرچا ځای په ټاس اچولو سره ټاکل کیږي.

امېدوارانو ته به دا اجازت نه وي چې د وړاندې نه لیکل شوي یاداشتونه ځان سره سټېج ته راوړي، بلکې هغو ته به یو قلم، کاغذ، او د څښلو اوبه په سټېج ورکولی کیږي. د امېدوارانو د کمپېن کارکوونکو ته به هم اجازت نه وي چې د مباحثې تر ختمه پورې، د خپلو اړوندو امېدوارانو سره خبرې وکړي یا څه قسمه مفاهمه وکړي.

د جون په ۲۷مه نېټه چې دغه مباحثه کېدونکې ده، دا به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ داسې مباحثه وي چې د انتخاباتو نه ډېره موده وړاندې ترسره کیږي، ځکه تر اوسه نه ټرمپ او نه بایډن په رسمي توګه د خپلو ګوندونو لخوا صدارتي انتخاباتو ته کاندید معرفي شوي دي. تمه کیږي چې دوی دوه به د خپلو ګوندونو متعلق کنوېنشنونو یا سترو انتخابي غونډو کې د ګوند لخوا خپلې نامزدګۍ ومني.

د رېپبلېکن ګوند کنوېنشن آینده میاشت د وېسکانسن په مېلواکي ښار کې دی، او د ډېموکرېټانو کنوېنشن په اګسټ میاشت کې په شیکاګو کې ترسره کیږي.

د جون په ۲۷مه د سي اېن اېن لخوا د راتلونکې صدارتي مباحثې ترڅنګ، ټاکل شوې چې د سپټمبر په لسمه نېټه به دویمه صدارتي مباحثه د اې بي سي نیوز په کوربه توب جوړه کړی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG