لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیکاراګوا د طالبانو د واک لاندې افغانستان دپاره سفیر ونومولو


د نیکاراګوا صدر ډانیل اورتیګا او نایب صدره روزاریو موریلو چې د صدر مېرمن هم ده
د نیکاراګوا صدر ډانیل اورتیګا او نایب صدره روزاریو موریلو چې د صدر مېرمن هم ده

د لاتینې امریکې په نیکاراګوا هېواد کې ځایي مطبوعاتو خبر ورکړی چې د هغه هیواد حکومت په افغانستان کې د طالبانو د واک لاندې ادارې لپاره په داسې حال کې خپل نوی سفیر ټاکلی چې د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د E1 19 ډجیټل په نامه یوې خپرونې چې د حکومت په طرفدارۍ لیکنې کوي، د خالي/شنبې په ورځ ویلي چې په چین کې د نیکاراګوا سفیر، مایکل کامپبیل به د افغانستان لپاره د نیکاراګوا سفیر هم وي خو چارې به د چین له پایتخت بیجنګ څخه پر مخ وړي.

د نیکاراګوا نایب صدرې، روزاریو موریلو په یوې اعلامیې چې په ځایي مطبوعاتو کې خپره شوې ده، ویلي چې "مونږ د افغانستان اسلامي امارت، ولس او حکومت څخه مننه کوو چې زمونږ ملګری مایکل کامپبیل یې ومنلو".

شاوخوا یوه میاشت وړاندې، کله چې په افغانستان کې وېجاړوونکي سېلابونه راغلي و، نیکاراګوا د افغانانو سره خواخوږي وښوده او صدر یې ډانیل اورتېګا، د طالبانو مشر ته په یو پیغام کې دلچسپي څرګنده کړه چې نیکاراګوا غواړي په مختلفو برخو کې د افغانستان سره تعلقات جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چې نیکاراګوا د روس سره هم نږدې تعلقات لري.

څه موده وړاندې قزاقستان هم افغان طالبان په هغه هېواد کې د کالعدم تنظیمونو له فهرست نه واېستل.

د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې د دې ډلې نګران حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د نیکاراګوا د حکومت په اعلان کې هم د طالبانو په رسمیت پیژندل ندي یاد شوي.

چین هم په افغانستان کې سفیر لري خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت ندی پیژندلی.

د ټولشموله حکومت جوړول، د قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري او بنسټیز حقونو ته درناوی، نجونو او میرمنو ته د تعلیم او کار کولو حق ورکول ځیني هغه شرطونه دي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو مشروعیت او رسمیت پیژندلو لپاره ټاکلي دي.

طالبانو د په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د لومړنۍ ډورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیر لګولی او نږدې یو نیم کال کیږي چې د پوهنتونو دروازې یې د ښځو او نجونو پرمخ تړلي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د پرله بسې غوښتونو سره سره تراوسه ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه نه ده ورکړې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG