لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل دفاع وزیر د غزې او لبنان په اړه د خبرو دپاره امریکا ته روان شوی


د اسرایل دفاع وزیر یوواو ګېلنټ د اتوار/یکشنبې په ورځ واشنګټن ته خپل سفر پیل کړ چې په دې لړ کې به د امریکایي چارواکو سره د غزې د جنګ په آینده پړاو او همدا راز د لبنان سره په پوله باندې د تشدد د زیاتېدو په اړه خبرې وکړي. د لبنان او اسرایل په سرحد باندې تشدد، په سیمه کې د جګړې د خورېدو وېرې راپیدا کړې دي.

له هغه وخت راهېسي چې څه باندې اته میاشتې وړاندې په غزه کې جنګ پیل شو، د ایران حمایت لاندې حزب الله ډلې او اسرایل ترمنځ هم د ګوله باریو تبادلې شورو شوې دي. حزب الله وایي چې په غزه کې د ډزبندۍ پورې به په اسرایل باندې ګوله بارۍ جاري ساتي.

د اسرایل د دفاع وزیر یوواو ګېلنټ وړاندې تر دې چې د امریکا په سفر روان شي، په یو بیان کې وویل چې هغه به د امریکې د دفاع وزیر لائیډ اسټن او د خارجه وزیر انټني بلېنکن سره وګوري. ګېلنټ زیاته کړې ده: "په غزه، لبنان او نور سیمو کې چې هر قسمه عمل ته ضرورت پېښ شي، نو مونږ ورته آماده یو."

د همدې جون میاشتې په اولو ورځو کې په لبنان کې حزب الله ډلې، د سرحد ورهاخوا په اسرایل کې ښارګوټي او پوځي تنصیبات په نښه کړل او د راکټونو او ډرونونو سترې حملې یې وکړې. دا بریدونه پس د هغه وشول چې اسرایل د حزب الله ډلې یو ډېر جګپوړی کمانډر په بمبارۍ کې ووژلو.

تېره هفته د امریکا یو استازي آموس هوشټاین اسرایل او لبنان ته ولاړ چې د دوو ملکونو ترمنځ د کشیدګیو د راکمولو کوشش وکړي، ځکه د سرحد دواړه اړخه ګوله بارۍ او د جګړې لهجه تېزه شوې ده.

ګېلنټ امریکا ته د راتګ نه وړاندې پخپل بیان کې ویلي چې د غزې په رفح ښار کې د آینده پوځي پلان په باب به امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي او ډاډ یې څرګند کړی چې د امریکا نږدې همکاري به حاصله کړي.

هغه چې د وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د ګوند – لیکود – غړی هم دی، په وروستیو څو میاشتو کې یې د غزې د حالاتو په سر د نېتنیاهو سره ځیني اختلافات راښکاره شوي دي. ګېلنټ وایي چې د جګړې نه پس باید د غزې دپاره یو ښکاره او روښانه پلان موجود وي چې هغه کې اسرایل د غزې انتظام په غاړه ونلري. وایت هاوس هم د همدې نظریې ملاتړ کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG